د پوهاند دوکتور مجاوراحمد زیار د اوه اتیایمې کلیزې پسرلي

س. سېلنی

181
د پښتو ژبې ادب د اسمان ستوری
ويده کام ته د سبا د کاروان ستوری
تور سر سپين يې په لټون د تورو ټکو
هم يې سپين د سترگو تور په هسې ورکو
په زړه وينو د و ییونو پلټونکی
د شلېدلي پښتو هار را رغوونکی
د کروړو ژبې سرڅڼې او سيالۍ ته
شپه او ورځ نه دی وزگار خوب ارامۍ ته
ترهغې چې کړي لا بشپړ کار و زيار،
ولري دې يو روغ ژوند زموږه زيار !
هو درنو اغلیو، ښاغلیو هېوادوالو، د پوهې و فرهنگ مینانو او مینوالو!
نن د ١٤٠٣ لمریز د وري ١٦مه چې د ٢٠٢٤زېږېز کال د اپریل پینځمې نېټې سره سمون لري، د پوهاند دوکتور مجاوراحمد زیار د اوه اتیایم کلیز پسرلي سره برابره ده. په سر سر کې د استاد زورځ ده ته، د هېواد د علم او پوهې درنې کورنۍ، هڅاندو زده یاندو او مینوالولارویانو هېوادوالو ته مرغښه وايم .
گرانو هېوادوالو! لکه څنگه چې استاد د هېواد د ادیبانو، فرهنگیانو (لیکوالو ، شاعرانو) لخوا د ژوند و ژواک پر علمي برخو کې په وار وار او هر اړخیزه توگه را پېژندل شوی او ستاېل شوی دی زه یې په همغږۍ د ځینو اثارو د ژباړن په توگه پر دغو څو بیا تکرار ټکو شریکولو بسنه کوم:
پوهاند استاد زیار د افغاني ټولنې په ژبني، علمي تاریخي، ادبي او فرهنگي ډگر کې تلپاتې او همېشنی لوړ شملور، نه يوازې د پښتو او نورو افغاني ژبو څانگوال دی، بلکې د ټولې هندواروپايي ژبنۍ کورنۍ او بيا اسيايي ښاخ (هندوآرياني) او په تېره- تېره د پېنځه واړو آرياني ژبنيو [پارتي- پارسي -اوېستايي او ساکي ] څانگو يوازینی تېرمهالی او وسمهالی آريانپوهاند دی.
له خدای ج څخه ورته د روغتیا او هوسا ژوند هلیه کوم.
س.سېلنی]

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.