د ښوونځي انتظار

شاجان هاجره حرکت

104

  ګاونډۍ مور په اندیښنې د خپلې لور کيسه په اوښکو وکړه:     

        د ښوونځي انتظار

نن مې لورکۍ لکه د نورو ورځو
يوځلې بيا ځان په کوټه قلف کړی
دا هر سهار سبا ناري پر مهال
زموږ تر خوا نه راځي
لومړی خو زه يې پاڅوم او وایم
گرانې سهار دی لمونځ ناوخته نه کړې
دا لا نور هم خپل گلابي مخ تور ويښتانو تر شا
د خوب کمپله کې له مانه پټ کړي
سوي سلگې يې ما بې واره کاندې
زه او پلار جان يې تر خپل وس دلاساينه ورکړو
خو هر سهار زمو همدغه حال وی
زموږ دويمه لور چې
د ښوونځي پنځم ټولگي ته درومي
هغه په ترپ او تروپ کي
په خوشالۍ سبا نارې وکړي
او بيا په منډو منډو
تر ښوونځي لاړه شي
خو زما زغم هم نور
په ختميدلو دی
د لور بې واره سلگۍ
نورې ليدلې نه شم
زه په ستنه ترې ولاړم
اوس يې د پلار وار وو
هغه تر مټ ونیوه
ويل راځه بچې مې
ما او تا يو ځاي کښينو
پرته له تا سباناري موږ ته هيڅ خوند نه لري
خو زموږ لور د پريښودلو نه وه
نور يې د صبر په ججوره کي هيڅ زغم نه وو
لومړې يې وژړل او وژړل
ويل يې داسې:
زه خو ټولگي کې می اول نمره وم
ما خو د ځان له پاره
رنگين خیالونه لرل
د شپې په خوب کې به مې
توره تخته او تباشیر لیده
داسې قانون خو گوره
ټوله نړۍ کې نه شته
په کوم هېواد کومې ټولنه کي نن
پر تعليم زده کړه چا بندیز ليدلې
دغه طالب چارواکي
گواکي زړه نه لري
دوي په لوی لاس
د جینکو دغه ځوان نسل
د جهالت پر تيارو ټيل وهي
زه به اوس تللم دوولسم ټولگي ته
د دوي راتگ سره تيارې خپرې شوی
چې يې پر موږ خوارکو
د ښوونځي دروازې
ټولې له يو مخه راوتړلې
زما وړه خورکه
دوه کاله مخکې وه دریم ټولگي کې
اوس ځي پنځم ټولگې ته
زما د زده کړې دوره
په بیړه درومې له ما منډې وهې
او زه لا هم په انتظار کې يمه
په انتظار کې يمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.