ايا پاکستان به تجزيه شي؟

ډاکټر نجيب الله زاخېلوال

774

دا هاغه پوښتنه، ارزو او خيال دی چې نزدې ټول پښتانه يا افغانان يې لري. زما د ژوند لوړو ژورو، د افغانستان څلوېښت کلن ناورين په سيمه کې زما د سترگو په وړاندې بدلونونه، د سېمې د هېوادونو ننګوونې او د پاکستان د تجزيې سره د هغوی د تړاو زوايه دا څرگندوي چې دا مهال د پاکستان د تجزيې څرک نشته.

نو اوس پوښتنه دا راولاړيږی چې داسې کوم لاملونه دي چې پاکستان يې په هر گرداو کې د تجزيې څخه ژغورلی دی يا ژغوري. يا کوم هېوادونه دي چې هر ځل پاکستان د تجزيې تر منزله رسېدلای دی خو بېرته هغوی ژغورلی او د هاغه منزل څخه راگرځولی دی.

۱. برېتانيا او امريکا

پاکستان په سيمه کې د انگرېزانو د کالونۍ د گټو د خوندي ساتلو د زون حيثت لري، چې برېتانيا نېغ په نېغه او امريکا هم د برېتانيا سره پدغه برخه کې خپله ونډه لري.  يو مهال په کابل کې د فرانسې سفارت کوښښ کاوه چې د امريکا گټې او شتون په سيمه کې د گواښ سره مخ کړي.  په کابل کې د فرانسې د سفارت په اجنډا کې يوه برخه دا وه چې په افغانستان کې خلک د امريکا د شتون پر خلاف بغاوت ته راوبلي او دويمه برخه يې دا وه چې پاکستان د تجزيې په لور روان کړي.

چې د پاکستان د تجزيې بيه به بيا فرانسې د ترکانو پواسطه په داخل د فرانسه کې پرې کوله ځکه په فرانسه کې نزدی ۲ ميليونه ترکان اوسيږي او يو شمېر سيمی په فرانسه کې داسې هم شته چې هاغه يوازې د ترکانو دي يا پکې ترکان اکثريت دي.

دا چې د پاکستان د تجزيې اغېز ولې په ترکيه او بيا فرانسې ته سرايت کوي؟ ددې تشويش يا پوښتنې لپاره ساده ځواب دادی چې په پاکستان، ايران او افغانستان کې بلوڅان اوسي چې د بلوڅ حکومت د رامينځ ته کېدو اغېز به کردان هم وهڅوي چې کردستان رامينځ ته کړي کردان بيا په عراق، ايران، ترکيه او سوريه کې اوسيږي. نو امريکا او برېتانيا به د ترکيې سره په گډه په فرانسه کې ترکان وهڅوي چې فرانسه وگواښي. د يادونې وړ ده چې ووايم د فرانسې او امريکا تر مينځ سياسي سيالی او تربگني له مودو راهيسې راروانه ده چې پدې برخه کې ترې سترگې پټول ځېرکتيا نه ده.

۲. هند

هند په هيڅ صورت د پاکستان د تجزيې سره لېوالتيا نه لري او نه غواړي. ددې تر شا هم بېلا بېل لاملونه دي  خو تر ټولو ستر لامل يې د هند په حکومتي اډانه کې ستونزې دي او همداراز که پاکستان تجزيه شي نو هند او پاکستان د پنجاب د يو ځای کېدو په صورت کې به پنجابيان غوره وگڼي چې خپلواک شي چې دا کار هند هم د تجزيې سره مخ کولای شي.

هند د پاکستان د نه ماتېدو لپاره دومره کار کوي چې ان تر دی چې د مهاجر قومی مومنټ مشر الطاف حسين سره هند په هيڅ ډول مرسته او ملاتړ ونه کړ او نه يې استخباراتو ځان دا جرات ورکړ چې په لندن کې د الطاف حسين سره د ازادۍ اخېستلو په برخه کې مشورې ورکړی او يا ورته لارې گودرې وښايي.

دا مهال په پښتون تخفظ مومنت ( پښتون ژغورنې غورځنگ PTM ) باندې دا تور دی چې دوی سره هند مرسته کوي. دا خبره پاکستاني رسنۍ، پاکستاني څېړونکي او پاکستانی سياسيونو د خلکو د احساساتو د راپارولو لپاره کوي چې د پښتون ژغورنی د غږ اغېز کمزوری کړي. نور دغه پورته يادې شوې کړۍ پدې پوهيږي چې هند بنا په خپلو مجبوريتونو او ګواښونو هيڅکله دا حماقت نه کوي چې پايله د پاکستان تجزيه راووځي.  که هند پدې پوهه شي چې پښتون ژغورنې غورځنگ مبارزه د پاکستان د ماتېدلو لامل کيږي نو د پاکستاني استخباراتو څخه به وار د مخه د پښتون ژغورنی د غورځنگ د ډب کولو او مينځه وړلو کې رول ولري.

د پښتون ژغورنې غورځنگ يو ولسي حرکت دی چې د سيمې د هېوادونو سياسي او اقتصادي ملاتړ خو ډېره لرې خبره ده يو انساني خواخوږي هم د ځان سره نه لري.

د جمهوريت په دوره کې ورسره د افغانستان د يو شمېر سياسيونو، مدني فعالانو او د ولس د يوې برخې ملاتړ او خواخوږي وه خو بدبختانه د طالبانو د رامينځته کېدلو وروسته د پښتون ژغورنی غورځنگ دغه خواخوږي هم اوس د ځان سره نه لري.

که فرض کړو پنجاب خپلواکي ونه غواړي نو په هند کې به د پنجابيان اکثريت سربېره هند ته د پاکستاني پنجاب د کډوالو لويې سېلاب کولای شي هند په هر ډگر کې د ستونزو سره مخ کړي. چې تر ټولو لويه ستونزه د مذهبي تندلارو ده چې وار د مخه د غزوه الهند خوبونه گوري.

نو هند غوره گڼي چې ځينې سيمې لکه کشمير ترې واخلي او هم د پاکستان په بې ثباته ساتلو کې رغنده رول ولري خو د ماتېدو مخه يې ونيسي.

۳. ايران

د پاکستان په نه ماتېدو کې ايران رغنده رول لري. د کلونو راهېسې بلوچ ازادي غوښتونکي هم په پاکستان کې او هم په ايران کې د ازادۍ په جگړه بوخت دي. که چېرته پاکستان مات شي نو بلوچان به د يو قوی دولت په څېر رامينځ ته شي. د ايران،  پاکستان او افغانستان (احتمالا) بلوچان به خپلواکي اعلان کړي. چې دا کار به ايران استبدادی مذهبی اخوندي رژيم وننگوي، خو ترکيه نه غواړي چې د ايران اخوندي رژيم وننگول شي. يو ساده بېلگه يې داده چې ترکيه ټول هاغه قوی فعالان چې پدې اواخرو کې د زن، زندگې ازادي د مقاومت سرلاري وو ايران ته وسپارل چې د ايران مشهور رپ او پاپ هنرمند امير تتلو يې د ۲۰۲۳ کال د ديسمبر په مياشت کې ايران ته وسپاره.

ځکه ددغه ننگونو اغېز په کردانو هم کېدلای شي چې د کردان ازادي د ايران، ترکيې، عراق او سوريې د ماتېدو په مانا ده چې د ترکيې ماتېدل به اروپا هم اغېزمنه کړي.

۴. چين

د پاکستان په نه ماتېدلو کې د چين رول هم د يادوو شوو هېوادونو څخه کم نه دی. سره له دې چې ترکيې په پاکستان کې خپل شتون يغوريانو سره د مرستې لپاره زيات کړی دی او خپل قوم څاري او په چين کې د هر ډول بدلون د رامينځ ته کېدلو په صورت کې چې اغېز يې په يغوريانو وي ترکيه اماده‌ګي لري خو دا اماده‌گی رسمي او رسنيزه نه ده خو چين هم د ترکيې شتون په پاکستان کې څاري.

که پاکستان مات او بې ثباته شي نو د چين يغوريان به په اسانۍ وکولای شي چې پاکستان ته کډوال شي چې دا مهال پاکستان ورته د چين سره د دوستۍ په پاره اجازه نه ورکوي.

نو يغوريان به په مات پاکستان کې د ځان لپاره پټنځايونه ولري او د خپلې ازادۍ جگړه به پر مخ يوسي. نو چين کوښښ کوي چې پاکستان مات نشي. خو کوښښ کوي چې د پاکستان په ټولو پروژو کې ونډه ولري او پاکستان يرغمل وساتي که په پاکستان کې د بې ثباتۍ کوچنی څرک هم ولگيږي نو چين به د يغوريانو په سرکوبولو کې د پاکستان له لورې کار واخلي.

زما د خپلو مطالعاتو اندازه داده چې دغه ياد شوي هېوادونو سربېره سعودي، کويټ، دوبی او اسرايل نه غواړي چې پاکستان تجزيه شي. خو دغه هېوادونه تل غواړي چې پاکستان يو قوي سياسي او ولسي دولت او حکومت ونه لري. ځکه دا مهال په پاکستان کې نزدې ۶۰۰۰۰ مدرسې فعالې دي چې تر ۳ ميليونو پورې طالبان لري. دغه شمېر په ۱۹۴۷ کې يوازې ۱۵۰ و، دا هاغه مدرسې دی چې ځينې څېړونکو موندلی دی خو پدغه ۶۰۰۰۰ مدرسو کې هاغه جوماتونه شامل نه دي چې پکې لس يا پينځلس طالبان دېره وي او هلته خپل ديني درسونه وايي.

د يو غيرې رسمې څېړنې له مخې دا مهال نزدی ۳۰٪ پاکستانيان سختدريځه دی او تر ۷۰٪ پورې يې يو ډول نه يو ډول د سختدريځۍ ملاتړي دي. او په لسگونو مذهبي جهادې ډلې په پاکستان کې فعاليت لري. چې د سيمې هېوادونه دا هر څه له نزدې څاري که پاکستان يو قوي سياسي او ولسي حکومت ولري نو بيا هم کولای شي د مذهبي او سياسي جگړو له لامله سيمه ناقراره کړي.  لکه څنګه يې چې هندي کشمير او افغانستان ناقراره کړی دی.

خو مودي وتوانېده د امريکا او برېتانيا ته د سفر پر مهال يې خپله د کشمير ستونزه او معضله يو اړخيزه کړه. خو زموږ بدبختي داوه چې د نړيوالو په خوښه رامينځ ته شوی حکومت په خپله ټوله دوره کې پدې ونه توانېده چې د پاکستان په اړه د هغوی باور لاس ته راوړي او پاکستان په افغانستان کې د خپل مذهبي نيابتي جنگ څخه راوګرځوي. ايران هم د جيش العدل په تړاو د پاکستان سره خپله ستونزه تر يو حده حل کړې ده خو دا مهال جيش العدل په افغانستان کې د خپل ځان لپاره پټنځايونه لري او د طالبانو د ځينو مشرانو ملاتړ هم د ځان سره لري.

چين لا وار دمخه د پاکستان په شاه‌رگ ناست دی پرته له دې چې د پاکستان په اړه په ملگرو ملتونو کې نارې سورې ووهي، يا امريکا او برېتانيا ته عذر زاري وکړي او ورته اوښکې تويې کړي چين په اسانۍ سره پرته د چا له مرستې د يغوريانو په تړاو په پاکستان کې د پاکستان د غلط گام اخيستلو پر مهال په پاکستان هر ډول بلا رانازلولۍشي.

چين  د پاکستان دغه سرابداله حالت وينی نو ځکه يې د اوږدمهاله شتون لپاره په پاکستان کې ډول ډول پروژې اخيستې دي. همدراز دا چې د پاکستان د نه ماتېدو سره مرسته وکړي نو يې په بلوچستان کې په غيرې مستقيمه توگه د بلوچ ملتپالو  د ځپولو او کمزوري کولو لپاره د پاکستان سره بوخت دی. د بلوچ ازادي غوښتونکي د چين پدغه شوم هدف تر يو حده پوهه شوي دي خو په ښکاره ځکه څه نه وايي چې ګواکی ونشي چې د جنگ بل محاذ ځان ته خلاص نه کړي. خو په پټه چينايان په نښه کوي  او وژني يې. خو دا چې ولې نړۍ چوپ ده؟

ځواب يې ډېر ساده دی، که تاسې د خپل کور سره جوخت مارکېټ ته لاړ شئ. او په يو څيز لاس کېږدئ او د هغه د جوړولو هېواد وګورئ نو باوري يم چې چين به وي. چين دا مهال د نړۍ ټول د راکړې ورکړې بازار باندې واک لري. د چين پر وړاندې يو کوچنۍ خرنده يا تېروتنه کولای شي نړۍ د يو ستر سوداگريز ناورين سره مخ کړي.

که خپله شننه رانچوړ کړم نو ويلی شم چې دا مهال حالت او نړيوال سياست او د سيمې د هېوادونو اړتياوې او د تجزيې بد انزار دا اېجابوي چې پاکستان نشي ماتېدلای.

خو پاکستان به تل د سياسي کړکېچ، اقتصادی رکود او خرابې حکومتوالۍ سره مخ وي.

که په افغانستان کې په تېرو شلو کلنو کې يو داسې حکومت يا سياسي ډله درلودای چې په هر څه يې واک درلودای او د ملي گټو او افغانستانو ته پېښو ننګونو ورته ارزښت درلودای او په څنگ کې يوه قوی هېواد ته ژمنه استخباراتي ډله مو درلودای نو د پاکستان په دغه شړېدلو او گزګ شو ټپونو باندې داسې مېکروبونه پاشلی شوای چې که پاکستان تجزيه شوی هم نه وای نو ځنکدن کې به يې دا طمعه وه چې افغانستان يې سر ته ناست دی او ورته سورت ياسين وايي.

مگر بدبختانه چې موږ به دغه ارمان ګور ته يوسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.