پښتنو تل د خپلې ژبې ملا په خپله ماته کړې ده

امروز خان ساپی

197
پښتنو تل د خپلې ژبې ملا په خپله ماته کړې ده، مخکې مې یوه اداره کې دنده درلوده، ځینې شیانو فارمیټ له مرکز نه په فاړسي ژبه راغلی وو،ما غوښتل دغه ټول فارمیټ، نومونه او لیکنې په پښتو ژبه ولیکم، د ادارې مامورینو له سخت غبرګون سره مخ شوم او د دې کار مخالفت یې کاوه ویل یې دا هر څه باید په فاړسي وي، ځکه له مرکز نه راغلی دی او په پښتو اړول یې مناسب نه دي او له دې کار سره به زموږ اسناد له مرکز نه مسترد شي.
ما ورته وویل هر څوک حق لري چې په مورنۍ ژبه لیک لوست وکړي او پښتو زما مورنۍ ژبه ده، دا زما حق دی چې په خپله ژبه هر څه ولیکم،په پښتو لیکلو څوک نه ګناه ګارېږي او بل دا چې دا زموږ دیني مسایل هم نه دي، چې موږ پکې کمی زیاتی نه شو کولی،بیا مې ټول دغه شیان پښتو ته واړول.
موږ باید د خپلې ژبې خدمت په خپله وکړو، دا زموږ هېواد دی، دا ځینې ډېر ځانساتي دي.
موږ د هېواد د ټولو ژبو قدر کوو، خو خپله ژبه باید هېره او اړخ ته نه کړو.
تاسو هم کله له داسې حالت سره مخ شوي یاست؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.