پښتانه او بلوڅ دواړه
د خوني ښامار په غاړه
تور ماښام کې برابر شول
د دوی سر، د لیوه داړه
د بلوڅو ملالۍ ده
د سپوږمۍ په رنګ ولاړه
دا ماهرنګه به اخر کړي
د تیارو خونه ویجاړه
د پښتین د زنځیر شرنګ ته
تـــُرابان وهي رمباړه
یو علي و بل یې ولس و
تر سپینوامه چیغه لاړه
د پښتین ادکې مورې
خپل منظور له خدایه غواړه
ستا د اوښکو ځواب نهشته
خدای ته وګوره! مهژاړه!
زموږ له وینو به زرغون شي
سره ګلونه په دې شاړه
زه یې وینم راروان دي
انقلاب او ویښتیا دواړه
.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.