د روغتیا نوي سرپرست وزیر صیب ته پرانیستی لیک

غلام نبي ګل

258

ښاغلی وزیر صیب دا چې اوس د وزارت کرسۍ ته رسیدلي یاست لدې روښانه ده چې د جهاد په دوران کې د مدیریت او ادارې له کافي استعداد نه برخورداره یاست.

ښاغلی وزیر صیب د روغتیا وزارت به له وړاندې خپل کاری لومړیتوبونه ټاکلي وي. خو تاسو اوسنیو روغتیایي ستونزو او د درملنې په غرض ‌د ګاونډیو هیوادو د ویزو د اخیستلو ستونزو په نظر کی نیولو سره په لومړیتوبونو بیا کتنه وکړئ. دم در حال حالاتو ته په کتو چې ګاونډیان له موږ سره د ورورۍ او ښه ګاونډیتوب په لاره سم نه ځي، او ناروغان مو د ناهیلۍ په حالت کې د خپل ژوند د پای شیبې شماري لاس تر زنې کیناستل نه مصلحت ده او نه عذر. پوهیږو چې اقتصادي ستونزې به ډېرې وي خو متل دی چې وایې، مال مې له سره ځار او سر مې له ناموسه د طورخم، سپین بولدک او نورو لارو به زموږ د ناروغو خویندو، میندو او بې آسرې مریضانو د بې پرده ګۍ او مایوسۍ حالت هر چا لیدلی وي. مرګ خو حق ده خو چې په پرده او د هیلو سره مل وي.

ښاغلی وزیر صیب تر اوسه اسلامي امارت په ځینو برخو کې ښه روان دی، خو دومره ښه هم ندی روان چې هیلې ورسره وتړل شي. موږ هیله مند یو چې تاسو د ژوند د آهمې برخې یعنې د هیوادوالو د روغتیا په برخه کې خپل مجاهد ولس هیله مند کړئ. دا چې څنګه په مخکې پرتې ستونزې کومې دي؟ او د حل لارې یې څه دي؟ په همدې خبره کوو:

– همدا اوس زموږ یو تعداد ښځینه ډاکټرانې یا له هیواده وتلي یا په وتو کې دي. او یا د زړښت او تقاعد خوا ته ځي. تر شا یې که موږ نورې ډاکټرانې ونه روزو دا به څه کیږي؟ په داسې حال کې چې زموږ د ولس ډیری برخه وګړي د بعضو ځانګړو ښځینه امراضو لپاره خپلې تورسرې نارینه ډاکټر ته نه بیایي.

– همدا اوس زموږ طبي کارکوونکې، روغتونونه (شخصي او دولتي) د بعضو امراضو د تشخیص لپاره معاینات کراچې او اسلام اباد ته لیږي.

– همدا اوس عام ولسي باور دا ده هغه دواګانې چې زموږ مریضان یې په ګاونډیو هیوادونو کې رانیسي د کیفیت له پلوه زموږ هیواد ته د واردیدونکو درملو نه باکیفیته دي.

– فعلي صورت حال دا ده چې موږ هیواد کې د طبي لوړ قیمته تشخیصیه وسایلو د ترمیم لپاره فني کسان له ګاونډیو هیوادو په لوړه بیه راغواړو.

– نرسان چې د ډاکټرانو لاسونه او پښې دي او له مریضانو سره په مستقیمه اړیکه کې دي، په دې اړوند زموږ طبی برخه د کمیت او کیفیت له ستونزې سره مخ ده.

– روښانه ده چې په هیواد دننه د با کیفیته درملو تولید به د کمیت او کیفیت له لحاظ وخت وغواړي. د اوس لپاره به له ډاکټرانو او طبي پرسونل سره کار کول وي، څو د شرکتونو تحفو او د درملو د ویستلو فیصدي ته نه ووایې.

– په هیواد کې څه کم نیمه پیړۍ جنګ او په دې خاوره د شرق او غرب د خطرناکو وسلو او مهماتو ازمایل د سرطاني امراضو په شمول، د ډېری امراضو نورماله فیصدي لوړه کړې. او د امراضو د زیاتوالي په پرتله زموږ د هیواد د طبي برخې ظرفیت په کمي او کیفي لحاظ په مراتبو ټیټ ده.

ـ په داسې حال کې چې پیشرفته نړۍ کې وقایه د هیوادونو د روغتیايي پروګرامونو په لومړیتوب کې ده، زموږ په هیواد کې وقایې ته اصلاً څوک متوجه ندي.

ـ بعضې وخت سړی تعجب وکړي چې دا څنګه د روغتیا وزارت ده چې طبي لارښوونی چې د امراضو په مخنیوي کې ۵۰ فیصده اثر ګذاره دي هیڅ پلان او برنامه نلري. لکه چې ټول پوهیــږو د مالګه، غوړی، بوره،بی سبوسه ډوډی او د صابون نه استعمال،د لمر د وړانګو په وړاندی بی تفاوتی په پراخه کچه د امراضو په بره تلو کې لکه د لمر روښانه دي، خو بیا هم په ټول هیواد کې په دې اړه کومه لوحه نه لیدل کیږي. په تعلیمي ادارو، روغتونونو او نورو ټولنیزو بنسټونو کې د طبي او روغتیايي لارښوونو په نوم څه نه لرو.

-تجربو ښودلې چې فزیکي حرکات، سپورت، پلي ګرځیدل او منډې تر ۵۰ فیصده د ډیری مرضونو کچه راټیټوي. نور نهادونه او عام ولس خو پر ځای پریږده حتی زموږ په پولیسو، اردو او امنیت ملي کې هغه پخواني د ظاهر شاه د وخت عسکري تمرینات شا ته غورځولي، که همدا حالت همداسې روان وي لرې نده چې لکه پاکستاڼي پولیس به د وزن د ډېرښت په مرض اخته شي.

– په دې پوهیږو چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او دا برخه تر نارینه وو ډیره د امراضو په مقابل کې حساسه ده. دا چې ډېری وخت په کور کې بندې وي د دوی لپاره پیاده ګرځیدل لکه آب حیات اړین دي. خو زموږ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ورونه زموږ دا خویندې میندې ګرځیدلو ته نه پریږدي. له دې کبله زموږ په دې پراخه قشر کې د امراضو پیښې زیاتې دي.

حل لارې:

– د روغتیا د برخې یو جامع ستراتیژي او کړنلارې جوړول چې تداوي، وقایه او عامه پوهاوی په بر کې ولري. او په کړنلاره کې چې څنګه کولی شود څو کلونو په موده کې د ګاونډیو هیوادو نه په صحي برخه کې تر ډېره بې نیازه شو.

– تر هغې چې په صحې برخه کې موږ په پښو دریـږو د ګاونډیانو په ځانګړي ډول د پاکستاني مقاماتو سره په دې اړه جدي خبرو ته اړتیا ده، څو سیاست د صحې برخې نه بیل شي.

– که چیري له پاکستان سره د درملنې د ویزو په برخه کې یو ساده او لنډ پروسیجر په جوړولو نه بریالي کیږو، بیا د هند سره په دې برخه کې خبرې کول اړین دي. دا ځکه چې له پاکستان وروسته زموږ خلکو ته په هند کې تداوي ارزانه تمامیږي.

ـ په هیواد کې د صحې برخې انجینري ته خاصه توجه وشي. د دې برخې تحصیلات دې د لسانس او ماسترۍ تر کچې لوړ شي. او له ازاد بازار نه دې غښتلي استادان ورته وګمارل شي. څو په عملي او نظري ډول زموږ محصلین وروزي.

– د یو تعداد اړونده وزارتونو سره په ګډه د حفظ الصحې، وقایې او سپورتي فعالیتونو په برخه کې یوه هماهنګي رامنځته کړو. سپورت او فزیکي حرکات په مکاتبو، امنیتي ادارو(اردو، پولیس، امنیت ملي) او د منبر له لارې ولس سپورت کولو، پلي ګرځیدلو او له بایسکل نه استفاده کولو ته راوبولو. او په امنیتي ادارو کې دا چاره جبري کړي.

– د روغتیا وزارت له ملل متحد، صلیب سرخ او نورو روغتیايي ادارو نه وغواړي څو زموږ خلک، زموږ ځوانان په خپلو روغتونونو کې په عملي او نظري ډول وروزي.

– د روغتیا وزارت باید د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له وزارت سره په ګډه زموږ خویندو، میندو ته په پارکونو کې د پیاده ګرځیدو او د ښځينه ترینرانو لخوا د سپورتي فعالیتونو تمرین ورکړي. او دې ښځو برخې ته د سپورت کولو او پیاده ګرځیدلو یو مصون چاپیریال رامنځته کړي.

– په صحې برخه کې د کیوبا هیواد په کړنلاره او ستراتیژۍ غور وشي. دا چې کیوبایانو څنګه د روغتیا په برخه کې حتی له امریکا نه وړاندې قدمونه واخیستل او فعلاً په دې برخه کې له امریکایانو او نورو ګاونډیانو نه بې نیازه ده. کیوبا یو امریکايي او د متحده ایالاتو په ګاونډ کې یو کمونیستي خوار او بې وزلی هیواد ده. له کوم مشکل سره چې په روغتیایي برخه کې زموږ هیواد مخامخ ده دوی مخامخ وه. دوی له ازاد بازار نه غښتلي متخصصین او ډاکټران استخدام کړل، د مجهزو روغتونونو لپاره یې طبي پیشرفته ماشین الات وپیرل، د لابراتوارونو او د طبي انجینرۍ استادان یې هم له ازاد بازار څخه استخدام کړل. دوی ( کیوبا) د روزمره تداوۍ او وقایې په خوا کې د خپلو با استعداده محصلینو په روزنه تمرکز وکړ. کیوبا په دې چاره کې بریالۍ شوه، که څه هم کیوبا یو غریب هیواد ده خو د صحت په برخه کې له خپل د اوږدې مودې حریف یعنې امریکا سره د صحت او تداوي په برخه کې ډغرې وهي.

3/Jun/2024

                                                   و ما علینا الا البلغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.