د ١٣٦٠ کلونو وړاندی وروسته د افغان مسلمان ولس لپاره تاریخ سازی شیبی او کلونه وو، د سره ښکیلاک پر وړاندی زمونر د باتور ولس پاڅون او اتلوليو نړیوال هک پک کړی وو په همدی کلونو کی د هیواد لویشت لویشت خاوره هره ورځ په اور او وینو لمبیده ځکه چی دلته ددی غیرتی خلکو لپاره د خپلو مقدساتو، دیني ارزښتونو او د هیواد د هویت ساتنه دسرونو لوبه وه، د اور او وینو په دی تاریخی لوبغالی کی ګټل او بایلل د سرونو په قیمت وو ، دی اور لوبی حماسی زیرولی ، دی حماسو دوزیر محمد اکبر خان او ملالی په څیر په لس ګونو داسي اتلان او اتلانی زیږولی چی د نړۍ تاریخ په یې ډیری کمی بیلګی ولري همدا لامل دی چي دا اتلان او اتلانی زموږ او زموږ د اینده نسلونو د سر تاجونه دي د نړۍ مسلمانان به پری ویاړي زموږ واړه به پری ویاړی ، پیغلی او ځوانان په پری ویاړي، زاړه به پری د ژمي آوږدی شپی رالنډوي او ماشومان په ورته غوږ غوږ ناست وي لدي اتلانو څخه يوه چی بی له شکه به یی میړانه زموږ د حال او مستقبل پيغلو او ځوانانو ته یو نه هیریدونکی درس وي غازي ناوي ده ، غازی نا وی زموږ د غرکڅونو یوه داسی اتله ده چی زمری په یی په غرونو کي له درنښته د قیامت تر ورځې په پله پل کینږدي.
دا اتله مير على خیله سهاکه کوچۍ اوس مهال (۱۳۸۷) ژوندی ده او لوی خدای ورته په دنیا لوی انعام ورکړی دی د څو زامنو او دوه لوڼو مور ده چی دوه زامن یی د قرآن پاک حافظان دي.
غازي ناوي د لغمان په غربی غرکڅونو کي خپلې سترګی دنیا ته غړولي او د کائناتو د خالق په ځانګړې پیرزوینه لویه شوی چی د عزت او ذلت څښتن یی خپلو بندګانو ته د شهامت او میړاني معلمه کړي. او د د اتلوليو قصي یی خپل قام او اسلامي امت لپاره د یو نا لیکلی تاریخ په بڼه نسلونه د يو درانه سوغات او ډالی په توګه پاتی شي او زمونږ د غرنی هیواد د غرکڅونو په پراخه ذلت نه منونکي لمن کې انګازې وکړي.
غازي ناوی مکتب نه دی ویلی، قرآن پاک یی لوستی او له نورو دیني زده کړو برخه منه ده، د غازي ناوی د ژوند د چاپیریال نه داسی ښکاری چی په کوچنی والی کی به یی وزی او ګډی هم څرولی وی. دا هغه دنده ده چی لوی خدای (ج) پر خپلو رسولانو او پیغمبرانو لورولې ده.
د غازي ناوي اتلولي د ملالی اتلولی ته ورته ده، خو په دی توپیر چی غازي ناوی په معرکه کی نده مړه په داسی حال کی چی میوندۍ ملالی د معرکی په میدان کی د شهادت جام څښلی، میوندۍ ملالی ته د میوند د جنګ د غازيانو زړور او با تدبیر سالار ګوته په خوله شوی او له ډير درناوي یې غازيانو ته امر کړی چی دا اتله د میوند د نورو زړورو شهیدانو په هدیره کی خاورو ته وسپاری په داسی حال کی چی د کورنۍ به یی دا غوښتنه وه چی هغه له خپل دود سره سم خپلې هدیرې ته یوسی.
د میوندی ملالی اتلولي ، د هغی په خپل نوم په سیمه کی انګازی جوړی کړی چی لسګونه کلونه وروسته بیا هم په هماغه زور او قوت انګازی کوي ، په داسی حال کی چی د غازي ناوي اتلولي تر اوسه د خپل کور له وره د باندي نده وتې، دا چی تر ما په تصادفی ډول رارسیدلی دا پر ما د خپل خالق غټ احسان دی ، څوک چی زما له خولی د غازي ناوي د اتلولی قصه اوری ، په هغوی هم فرض دی، څو یی د شهامت او میړانی درس په توګه غوږ غوږ ته ورسوي او هر څوک تری خبر کړي.
زه د غازي ناوی له میړاني او اتلولي څخه شل کاله وروسته د هغی د کورنی د يو غازي غړي له خولي خبر شوم ، موږ دواړه په یوه موټر كي د هغه له کلي څخه د مهترلام ښار ته تلو. د موټر دوه یا دوه نیم ساعته کنډ او کپر لاره په غونډیو او پیچومو کی تیریده. یو ځای ته ورسیدو د هغه له خولی په ناببره توګه وواته په دغه ځای کی د روسانو زيات مړي پراته وو ، ما ورته وويل څنګه؟ دی ځای ته هم کله روسان راغلي وو، هغه وويل هو دوه ځله هغه هم په دیره زیاته پیمانه د ټانکونو او طيارو سره نور هغه چپ شو، لکه چی نه یی غوښتل توله قصه وکړي، زما لپاره ډیره جالبه وه چی په توله پيښه وپوهیږم. په همدی وخت کی می دا خبره هم په زړه شوه چی په غونډو او مشاعرو کی می ځوانو لیکوالو او شاعرانو ته په کراتو دا خبره کړی وه چی یواځې په شعر بسنه مه کوئ. کلیو او باندو ته لاړ شئ، قصی او نکلونه راټول کړی ، زړی قصی زاړه نکلونه. تر تولو لومړی ژوندی قصی ، له روسانو سره د افغانانو د جنګ قصی ، د اتلولیو قصی، د شهامت او میړاني قصي ، هغه قصی چی زمونږ د تاریخ زرینی پاڼی جوړوي. هغه قصی چی زموږ سبانی نسلونه پکی د خپلو اسلافو او نيکونو انځورونه وګوري، ما خپل د سفر ملګري غازي مجاهد ته وويل وروره قصه وکړه ، خبره څنګه وه؟ ته د پیښی ژوندی شاهد یی او بل داچی تا په خپله په معرکه کي برخه لرله ، که زه له دوهمی او دریمی خولی دا قصه واورم هومره خونده به یی نه وي. د ستاسي او د ستاسي د ټبر اتلولی باید په لیکلی بڼه خوندي شي ، نسلونه نسلونه ژوند وکړي خوله په خوله و ګرځی، زما له خبرو سره غازی مجاهد ورو ورو په خبرو راغی، هغه په خپله سیمه د روسانو د دوه غټو یرغلونو يادونه وکړه او له خبرو یی دا ښکاره شوه چی لومړی تیری د (۱۳۶۲) کال په وروستیو او دوهم تیری د (١٣٦٣) کال په لمړيو کي شوی ، د غازي مجاهد له خولی په دی دواړو جنګونو کی هم دوی درنه مرګ ژوبله ګاللي او هم يي روسانو ته درنه مرګ ژوبله اړولی ده د ادعا ثبوت یی دا وو چی ددوی جبهي (د دوی قومندان ) د جنګ څخه وروسته له څلويښت ميلو زياتي كرينكوف ماشینداری چی هغه وخت روسي عسکرو ته نوي راغلي وو دوى غنيمت كړي، او خپل ولايتي امريت ته يي سپارلي له دي څخه دا معلوميږي چي دا دواړه جنګونه واقعا درانه جنګونه وو. په دی کی هم هیڅ شک نشته چی وسله به تر دې هم زياته غنیمت شوي وي او د مجاهدينو په صفونو کی به هم کوم يوه كوم كرينكوف ځانته ساتلی وي، ځکه چی په هغه وخت کي دا وسله نوې ، عصري ، سپکه او هر چاته په زړه پوری وه. په هر حال د دې دواړو جنګونو قصي لکه د افغانستان د نورو برخو او يا د لغمان د نورو برخو د جنګی قصو په شان په زړه پوری دی، زه هیله مند یم چی زمونږ خوان ليکوال دا قصي را تولي کړي په ليکلي بڼه يي خوندي او خپرې کړي او بيا داسی څوک پیدا شی چی په کتابي بڼه د لغمان د پیښو او واقعاتو خپراوي ته ملا وتړي ، په دې کي د خپلمنځی جنګونو ناوړه عواقب هم یاد کړي چي سبانيو نسلونو ته عبرت شي، او هم د لغمان د ليکوالو په پیروۍ نور افغانی لیکوال هم دا کار وکړي ، زه مطمئن یم چی ان شاءالله تردی مخکی به هم دا سلسله روانه وي اوس لپاره زمونږ دا لیکنه غازي ناوي ته ځانګړې شویده. د غازي ناوي قصه داسی نده چی خیال پکې ځای شوی او یا په لوی لاس د جنګ د قصی شاهد غوښتي د غازي ناوي ياد وکړي. شايد د حسادت لمخي هم کوم نارینه دا کار ونکړي چی په عین جنګ کی خپله پله سپکه او د یوي ښځمنې درنه کړي، بلکه د دي اتلولۍ شروع داسي ده چی له غازي ناوي نه پیل شي بله دا چی مجاهد غازي د ټول جنګ قصه کوله ، خو دا زما علاقه او مینه وه چی د غازي ناوي د اتلولی قصه می ټکی ټکی د هغه له خولی راوویسته، ځکه چی هغه د غازي ناوي د ټبر څخه وه او بل دا چی ټوله پیښه کی موجود وو، په جنګ کي يي فعاله برخه لرله، وسله یی هم غنیمت کړي خپله کورودانه دوه اولادونه او د کورني نور غړي یی هم په همدی جنګ کی په شهادت رسيدلي.
ما د پیښی همدا ژوندی شاهد څو ځایه وړاندي د مجاهد غازي په نامه یاد کړی، دا وخت (۱۳۸۷) هم ژوندی دی د هغه نوم هم پیژنم ، د هغه په کور کی می ډوډۍ خورلي هغه په ریښتیني توګه دروند شخصیت دی، هغه لکه د نورو په شان د شهرت او نامه وږی نه دی ، هغه تظاهر هم نه پیژني ، هغه ته د پيښي جريان بيانول هم بي ګټې ښکاري ، هغه ته دروغ ویل او ځان ښودنه لویه او ستره ګناه ښکاري. همداسی اشخاص د پیښو ریښتیني انځورګر وي د تاريخ لپاره بايد د همداسی اشخاصو په ويناوو اتكاء وشي ، همدا مجاهد غازي د بیلي لیکني مستحق دی، باید بیله لیکنه پرې وشي، ما دهغه له خولي ډيري داسي خبري واوريدي چي له سر خوږ نه خالي نه وي ، ديري خبري يي په څک څک له خولې راوتلي هغه هم د يوي او یا نیمی دقیقی په ځنډ سره، ږيره يي هم په اوښکو لمده وه ، کله به بيخي غلی شو ماته به يي ويل معلم صاحب که ژوند باقی وو بیا به کله سره کینو ، خو ما کله پریښوده.
زه لکه ماشوم د قصي د پای تږی وم، کله چی به هغه ماته متوجه شو چی زما پر ږیره هم د اوښکو څاڅکي بهيږي او په ډيره مينه د هغه خبری اورم ، بیا به په خبرو راغی ، ما د غازي ناوي اتلولي ډیره په ګرانه دهغه له خولی راویسته زه پوهیدم چی مجاهد غازي ته د خپل ټبر د يوې ناوی توپک ته لاس کول او بیا لکه د ځوانانو په شان چانټه تړل په داسي حال کي چي دوی ژوندي دي د شرم خبره ښکاري خو پدی نه پوهیده چی په پښتنه او یوه افغانه کورنی کی باید دا عادي خبره وي ، پداسي حالاتو کی چی ناموس ته خطر وي او دښمن هم په څلور پنځه سوه متری کي وي او له بلي خوا جهاد هم په نر او ښځه فرض وي نو په داسي يو حالت کي د غازي ناوی چانټه تړل بي له شکه پر ځای عمل وو او د مجاهدو پر روحیه او مورال يي ژوره اغیزه کړیده، همدا وجه ده چي دا د جنګي تجهيزاتو له اړخه نا برابره سوبه چی په لس ګونو روسان پکې وژل شوي او په لسګونو توپک پکې غنیمت شوي دي دهمدي غازي ناوي له بركته ده ، زمونږ سباني نسلونه باید یوه خبره هیره نه کړي چی جهاد زمونږ د هیواد ، زمونږ د خلکو، زمونږ د ولس او ټوله کی د اسلامي ولس د ملا تير جوړوي. په داسی یو خوار ملک کی چی لوستي او تعليم يافته کسان يي له نورو هیوادو څخه اغيزمن وي او زياترو په همغه هیوادو کي تحصيل کړی وي ، چي وخت ناوخت زمونږ د سر خوږ باعث ګرځي ، په داسي حالاتو کي جهاد هغه لاره ده چی نه یی پیسی او نه یی لوږه مخه نیوای شي، هر څوک خپل مسئولیت پیژني ، زلمي خپل بريتونه په ائينه کي ګوري چي وپوهيږي بريتونه يي تور شوي ، د خپل کور جواری تر شا تړي ، پيغلي په ځوانانو پسی اوبه شيندي، زاړه دعاګاني كوي. نميزالي خلک تدبیرونه نيسي او له ځوانانو سره اوږه په اوږه مخ پر وړاندي ځي ، داچي ددي ليکني مقدمه د خبري دلا څرګندتيا لپاره لږه تحليلي شوه هیله مند یم چی لوستونکی به ما وبښي اوس په دې هیله چي نور مو د لوستونکو له نيوكو ځان خلاص کړى وي د غازي ناوی په اتلولی پسی پل په پل ځو، چی هغه ځای ته ورسیږو چي زمونږ د ټولو هیله ده.
د ليکونو دود خو اکثرا دا وي چی د داسي يوي اتلي نوم ، د پلار نوم د نیکه نوم، د اوسیدو ځای ، عمر، د هغي د سيمي طبیعي او اجتماعي جوړښت هر څه په تفصیل سره یاد شي، خو ما دا کار په آګاهانه ډول ندی کړی. ځکه چی زمونږ په پښتني رواياتو او دودونو کي د ښځو نوم یادول پر چا ښه نه لګيږي ، زما په اند دا ښه دود نه دی، ځکه چی نوم د یو چا حق دی او د همدی لپاره ده چی خلک ووایی : هغه فلانی او یا هغه فلانۍ مونږ د احاديثو په ذكرولو کي په بار بار دا خبره کوو چي له بي بي عايشي (رض) څخه روایت دی او یا د مکتب اويا نورو دیني کتابونو کي لولو چي د حضرت محمد (ص) د مور نوم بي بي امنه او دمیرمني نوم يي بي بي خديجه (رض) وه ، زه هیله مند یم چی زمونږ افغانان يو ورځ د خپلو خویندو میندو نوم يادول شرم و نه ګڼي په هر حال اوس مونږ د خپلي همدي درنی او اغلى خور لپاره همدا نوم مناسب ګنو چی ووایو (غازي ناوې).
هو غازي ناوي قصه داسي وه چی (١٣٦٢) کال په وروستيو کي د غازي ناوي سیمي ته د روسانو درنه قوه تللی وه په دی وخت کي د غازي ناوی کوژده شوی وه خو لا واده شوي نه وه ، د غازي ناوي د ژوند ملګری د سیمي د مجاهدو قومندان وو ، داسی قومندان چی په زړورتيا او د اسلامي احکامو په رعایت کی یې ساری نه ليدل کيده ، داسی قومندان چی په خپل وخت کی یی د توري او میړانی انګازی هره خوا خوری وی، داسی قومندان چی د قومندانی په وخت کی یی هم جواری خوراک وو او اوس هم.
داسی قومندان چی د قومندانی په وخت کي هم د خټو په یوه کوټه کي اوسيده او اوس هم، داسي قومندان چي د قومندانی په وخت کې هم بې ټوپکه ګرځیده (البته په غیر جنګي حالاتو کې) او اوس هم بې له ټوپکه په شکیدلي پټو کې ګرځي.
وايي چي په دي جنګ کي د سيمي مجاهدينو او دغازي ناوي د ژوند ملګري فعاله برخه اخيستي ده چي روسانو ته پکې پراخه مرګ ژوبله اوښتې او له اوریدو چې یو څه مړي ور څخه د جنګ په ميدان کي پاتي شوي وو.
بيا د (۱۳۶۳) کال په لومړیو کی دروسانو بله تراولي درنه قوه سيمي ته راغله پدي ورځ دغازي ناوي واده وه دغازي ناوي، ډولۍ دخپل میړه كورته وړل شوي وه. پداسي يوه حالت کي چي روسانو هر خوا مورچي نیولي او داهم ثابته وه چي دروسانو لومړي هدف دغازي ناوي د میړه مجاهد قومندان كوردي.
واده ته راغلو خلکو، ښځو او ماشومانو څمڅو او خوندي سیمو ته تګ پیل کړي وه د سيمي مجاهدين د خپل اتل قومندان دواده په مراسمو کی د ګډون لپاره د خپل قومندان
ترخوا راټول وه، هره خوا ويره خوره وه مجاهدینو په بیړه په جنګی پلان کار کاوه ، عادي مجاهدين په چانټو تړلو بوخت وه چا شاجورونه ډکول ، چاپه چانټو کی ګرنت ایښودل ، چاد اوبو پتکي ډکول ، چا اودسونه، کول ، څوک په نفلو ولاړوو پدي شيبوكي غازي ناوي دفکرونو او خیالونو په ګرداب کی ډوبه وه. هغه ښځې چي د دي ناوي ليدوته راغلي وي ټولو د دي كورپريښي وو او هري يوي له خپلو بچوسره دکومي سرپناه او دغره په لمنوكي د څمڅو لار خپله کړي وه ، غازي ناوي که څه هم هوډ کړي و چه له خپل مجاهد میړه سره به اوږه پر اوږه دروسانو په وړاندي جنګيږي خوبيا هم د خپل قومندان او مجاهد میړه دستور ته منتظره وه، د مجاهدینو شورا پریکړه کړي وه چه قومندان به خپله ناوي له ځان سره يوي خوندي سيمي ته بيايي او بيابه له مجاهدينو سره بيرته يو ځاي کيږي، او په غيابت کي به یی معاون قومانده پرغاړه اخلي. کله چه قومندان خپل کور ته ځي او خپله ناوي له ځان سره كومي خواته بيايي نو ده تردي دمه پوري خپله ناوي نه وه ليدلي اونه يي د خپل خسر په کور کي لیدلي وه کله چه قومندان له خپلي ناوي سره مخامخ كيري غازي ناوي وختي خپل تصميم نيولي په بیړه په خپلو غوټو لاس وهي، خپلې یوه زړه جوړه جامي پيداکوي خپلي دناويتوب جامي باسي زړي جامي اغوندي كله يي چي میړه دا ګوري فکر کوي چي دمجاهدينو له تصميم نه خبره شوي غازي ناوي له جامو تبديلولو وروسته دكوټې په دیوال ځوړنده چانټه را اخلي په بیړه يي ترملا تړي دخپل میړه څخه دیوه ښه ټوپک او یوڅو نورو شاجورو او دوه دري ګرنتو غوښتنه کوي. میړه یې ورته وائي دا ته څه کوي دمجاهدينو فيصله داسي نه ده، د مجاهدينو فيصله دا ده چه زه تا دجنګ له صحني څخه يوي خوندي سيمي ته بوځم. غازي قومندان خپلي ناوي ته داخبره هم کوي چي ماته خو دلته ډیره اړتيا ده خواوس دمجاهدینو فیصله داده چي زه تا د جنګ له صحني څخه خوندي سيمي ته ورسوم او بيا بيرته له مجاهدينو سره يو ځاي شم. غازي ناوي د لومړي ځل لپاره له خپل میړه سره مخامخ خبري کوي ورته وایی که د مجاهدینو پریکړه پخوا ماته ويل شوي واي نو زه به له نورو ښځو سره کوم خواتللي وم، خو اوس دا شوني نده له دي ناولو متجاوزو کافروسره که جنګ پر تاسو فرض وي په ما هم فرض ده بل داچي ما اوريدلي چي ښځه پښتنو کي د خپل میړه د وجود نه بیلیدونکي برخه وي په دي دنيا خو لا څه حتی په هغه دنيا د خپل میړه سره یو ځای وي زه څنګه باور کولی شم چی زه تاته د ژوند د يوي نه بیلیدونکي برخي په حیث ګرانه یم. په داسی حال کی چی ته د ځان لپاره جنت غواړي او ما د خپلو فرضو اداء کولو څخه یوې څنډي ته کوي او په څمڅه کي را باندې د مرګ انتظار باسی، زه به هر حالت کي له تا سره یم که شهیده شوم ستا په غیږ کي به الله (ج) ته ساه سپارم ته به می زنه تړي، ته به مي د ناوېتوب شال را باندي اواروي ، ته به راته تر ملائکو مخکي د شهادت مبارکي وايي او که ته شهید شوي تر هر چا لومړی به زه درته مبارکي وايم. د مور څخه مخکی به دی زه په سترګو سترګو کي ښکلوم زه به له تا سره وعده کوم چی زه به د ستا په نوم سر سپینوم او تاسره به په هغه دنيا کي د يو ځای کیدو ورځې او كلونه شمارم. غازي ناوي له دي خبرو وروسته له خپل میړه څخه د ټوپک ، ګرنتو او څو شاجورو غوښتنه بیا تکراروي، میړه يي په دې هیله چي د جنګ په پلمه یی یوی خوا ته بوځي د خپلي ناوي غوښتنه مني، ډیر ښه توپک ورکوي د ټوپک سره يو داسي چانټه چی مخامخ په سینه تړل کيده هم ورکوي. غازي ناوي ته له خوشحالی ځمکه ځای نه ورکوي. ځان لکه د یوه زلمی نارینه په شان جوړوي د خپلو ليچو د ناویتوب بنګړي يو يو ماتوي. څرنګه چي په تيزی سره د خپلو لیچو بنګړي ماتوي لاسونه او ګوتی يي په وینو تکې سرې کیږي. د دی لپاره چی خړه پړه معلومه شي او د ناویتوب سينګار یی له مینځه لاړ شي څو لپي خاوري په خپلو لاسو او مخ مښي (دي صحني ته د غازي ناوي اتل میړه او په همدې ځای کې د غازی ناوي د کورني غړي هر يو لپي لپي اوښکې تويوي ، هر یو څکیږي او ژاړي) او بيا خپل اتل میړه ته مخاطب کېږي او زياتوي غم او ښادي خور او ورور دي زه خپل الله ته زاري کوي چي فتحه زموږ په برخه شی که ژوندی پاتی وم زه له تا سره ژمنه کوم چی بيرته به دې کور ته د ناوې په جامه کی راستنیږم. میړه یی ورته وایی درځئ چی ناوخته کیږي خپله مخته ځي خپلې خواښې او ناوی ته وایي ژر کوی لږ تیز راځئ چی زه بیا بیرته کلی ته راتګ لرم خپله ناوي ورته وايي ما چيرته بيايي، ماخو دا چانټه د كومي څمڅې د ساتنې لپاره تر ملا نه ده تړلی د الله(ج) خاطر وكړه زما خبره واوره زه له تا نه شم بیلیدای ما وړاندی درته وویل که شهادت خوږ دی نو زما لپاره یی ولی نه غواړي و دریږه ودريږه د الله (ج) خاطر وکړه ودریږه میړه یی ورته دريږي دا يي خوا ته ورځي او ورته وايي ما اوريدلي چی اول وار د نر وي د څه شي انتظار باسې خپلو مجاهدينو ته بیرته وروګرځه ورته ووایه چی همدا اوس باید جنګ پیل کړو. که ته د جنګ د صحني څخه زما لري کول غواړي دا شوني نه ده په خپل ټوپک می ووله خو زه سنګر نه پریږدم، که له خپلو مسلمانو مجاهدينو ورونو سره د دښمن په وړاندې په یو مرچل کی نه شم جنګیدای له تا سره خو په يو مرچل کی کښیناستی شم. که له څو خواوو په دښمن حمله وکړو د ښمن به ورخطاء شي زه دا غوره ګڼم چی د خپلو مجاهدينو خوا ته ورشي او له څلورو لورو پر دښمن د حملي دستور وركړي او دا خبره هم ورته وکړي چي د برې چيني د غره له لوري به مونږ حمله کوو نوري دري خواوي دې دوى ونيسي دا زما اخري پريکړه ده کله چي غازي ناوي خپل ميړه د ځواب وركولو نه عاجز ويني دا ورته لږ نژدي کيږي خپل لاس د روسانو د قرارګاه په لور نیسي په څک څک او ریږدیدلي اواز وایي دوی ډاګ ډاګ په غالب باور د غازي ناوي موخه هغه ډاګ وو چي اوس پکې روسانو موقتي قرارګاه نیولي وه او دا د غازي ناوي د وړوکوالي د لوبو او ګډو سرولو ډاګ وو.
غازي ناوي په دې ډيره غمجنه وه چې روسانو يي دا د لوبو ځای ناولی کړی وو ( زموږ په کلتوري رواياتو کی هغه ځای کی چی کافران ناسته ولاړه وکړي ناولي كيږي تر لنډي چوپتیا وروسته اتل قومندان خپلې خواښی او ناوی ته وايي زه د مجاهدينو خوا ته ور ګرځم زر بيرته راځم. اتل قومندان په بیړه خپلو مجاهدینو ته ورځي هغوی ته د شپي په تیاره کې د روسانو په قرارګاه له څلورو لورو د جنګ قومانده ورکوي کوم چی خپلی ناوی ورته ویلي وو او ورته وايي چي د بری چینی د غره لخوا به مونږ يرغل کوو. تاسی له دري لورو داشکه ، زیکویک او هوان ولګوی هغه یو راکټ به زه له ځان سره واخلم ګوری مخکی تردی چی د سهار سپيدي وخیژي موږ باید دښمن ته د سر جګیدو مجال ورنکړو نور مو په الله (ج) سپارم .
غازي ناوي له خپل ، اتل میړه ، مور ، ورور او څو نورو محرمو مجاهدینو سره د ټاكلي مورچل په لور خوځیږي. کله چی هلته رسيږي غازي ناوی خپل میړه ته وايي موږ باید دری سنګره له يوه بل نه په یو څه لري فاصله کي جوړ کړو او هر سنګر دوه دوه نفره وساتو دوی به بیړه همداسي کوي غازي ناوي د خپل اتل میړه سره په یوه مرچل کی ناسته ده، میړه یې ورته وايي بيداره اوسه زه په غوږو دروند یم کله چي دي د اوربل لومړی ډز واوريد ماته ووايه د الله (ج) کړه وو غازي ناوي په بی صبرۍ د اوربل انتظار کاوه او د سپوږمۍ په رڼا يي کي يي هره خوا په ځیر څارله. ګوري چي يوه ډله روسان په غالب باور له يوه وطني بلد یړي سره د بري چینی ښکته اړخ ته روان دي، تر څو له یوې خوا دا حاكمه نقطه ونيسي او له بلي خوا هغه مجاهدین چی د چینی اوبو ته راځي يو يو د مرمى نښه کړي او يا يي ژوندي ونيسي ، پدی وخت کي غازي ناوي خپل میړه ته وايي مونږ باید د هوان د ډز انتظار و نه باسو همدا روسان دي. كوم بلدي سړی ورسره دی غواړي چي د چینی شاوخوا ونیسي که دوی په دي بريالي شي بیا به مجاهدینو ته ډیره ګرانه شي چي خپل سرونه له صحني روغ وباسي. اتل میړه يي ورته وايي خدای (ج) به خير کړي ته هغه ګرنتونه راديخوا کړه، غازي ناوي ورته وايي ګرنتو ته لا وخت شته بايد لږ انتظار وباسو چی ټول لږ هواري ته شي له یوی خوا به مو مرمى خطا نه ځي او له بلی خوا به زمونږ د وړاندی مورچل دم ته هم برابر شي. میړه يي ورته د هو سر خوروي لږ ځنډ وروسته غازي ناوي د الله اكبر ناري سره جوخت به ماشه ګوته را کاګله هره خوا د ډزو انګازی جوړي شوي هر لور ته د ډزو شور او زوګ خور وو. د توپونو ډزي د ټانکونو ډزې د هاوان ډزي خو غازي ناوي او دهغي اتل میړه به بیړه خپل کار کاوه د خپل موقیعت په بدلولو را بدلولو يي د سپوږمۍ رڼا ته د چینی په لور روان روسان یو یو په نښه کول، تر يو وخته متقابلی ډزې روانی وی. بیا اهسته اهسته غلې شوی ، غازي ناوي د خپل په غوږو دروند میړه په اوږه لاس کيښود او ورته ويي ويل سړیه داسي ښکاري چی الله (ج) مو مرستی ته ملایکې رالیږلي وې. زما باور دی چی روسان به همدا نن شپه داسيمه پريږدي او د ورځې په رڼا کي به طياري ددي غرونو ګټ ګټ او زمونږ کورونه د بمونو نښه کړي. اتل او غازي میړه يي ورته وايي زما يقين نه راځي چي روسان دي همدا نن شپه سيمه پريږدي، دوی به د ورځې د طيارو په مرسته زمونږ سنګرونه او مورچلي په نښه کړي ، غازي ناوي په ځواب کي ورته وايي ته اندیښنه مه کوه ته دومره وکړه چی خپل مجاهدین خبر کړه چی همدا شپي تر شپي خپلي مورچلي او ځايونه بدل کړي او د ورځې لخوا يو ډز هم ونه کړي او نه هاخوا دیخوا و ګرځي. تر څو يي د ورځې طياري ونه ويني، موږ هم باید همداسی وکړو خو مخکي تردي چي دا ساحه پريږدو په دي ځان مطمئن کړو چي د چيني په لور راغلی روسان څه شول زما خو باور دی چی ټول به مردار وي.
او که کوم يو پاتي وي او يا زخمي وي هغوی به هم تښتیدلي وي ته هغه د وروستيو مورچلو د مجاهدينو احوال واخله زه به می مور سره همدلته ستا انتظار کوم بیا به وروستی تصمیم ونیسو. میړه یې ورته وایي ښه ده خو ته بیداره اوسه غازي ناوي ورته وايي ته سودا مه کوه. اتل غازي په بیړه د خپلو هغه نژدي مجاهدينو احوال اخلي ، کله چي پوهيږي چي ټول ژوندي دي د هغوی په مرسته خپل ټول مجاهدین د غازي ناوي د جنګي تکتیک نه چی د ورځې باید جنګ و نکړو، مورچلي بدلي کړو که ضرورت پیښ شي د بلي شپي لپاره د جنګ تيارى ونيسو خبروي. بيا بيرته د څو نورو مجاهدينو سره د غازي ناوي خواته راځي او ورته وايي راځئ چی ځو نور باید دا ساحه پريږدو غازي ناوي ورته وايي دا سمه ده چی دا ساحه باید پریږدو او خپل موقعیت او ځای ته تغیر ورکړو تر هغي وړاندي لازمه ده چی ته له دې نورو مجاهدينو ورونو سره تر دي لاندي ځاى پوري يو ځل ورشی زه ډاډه یم چی زما مرمى الله (ج) بي هدفه نه ده لږولی. که همداسی وی موږ به په ارامه ساه واخلو او که روسان د خپلو دي عسکرو د وژل کیدو نه خبرشي نو سبا به ضرور تیښته کوي. بله داچي زمونږ مرمی هم لږ پاتي دي د مړو روسانو توپکي او چانټې به هم راواخلی، بیا به د بل سنګر او مورچل په لټه کي شو د غازي ناوي اتل میړه ته د خپلي ناوي خبري ډیري پر ځای ښکاري ځکه د ده هم دا باور وو چي د دوی دواړو مرمى بي هدفه نه دي لږيدلی نو ځکه د خپلو څو تنو مجاهدینو سره د چینی کوز اړخ تقریباً هواری ته ورغی، دی مخ ته روان وو چی خپل یو مجاهد یې ورته په اوږه لاس کیښود او په غوږ کي ورته وویل چی یو نا اشنا ځګیروی دی زما په خیال چی روسی به وي، حتمي زخمي ده وړاندی تګ خطر لري نه چي د ډزو کولو توان ولري اتل قومندان ورته وايي زه خو څه نه اورم زما غوږونه خو درانده دي ته په ډیر احتیاط د تیږو شا شاته په څښیدو څښیدو ورشه خو ګوره پام کوه چی ډز پری ونکړې. په زخمي ډز کول د میړنو کار نه دی زیار و باسه چی توپک یی تر ګوتو کړي، هغه په درد کی ده توپک به یې حتمي يو خوا ته پروت وي که په دي چاره بریالی شوی بیا موږ ته غږ وکړه مجاهد همداسي وكړل په څښیدو څښيدو يي د يوې غټې تيږي تر شاه د ځګیروي او نالښت ځاى ته ځان ورساوه. خپل ليچي يي زخمي روسي ته په مخامخ ګټ ولګول ګوته به ماشه داسي څرک شو لکه پشو چی موږک ته ځان غلی کړی وي ګوري چي روسي عسکر اړخ په اړخ اوري. څو دفعی په زړه کی وګرځیدل چی په ماشه ګوته راکاږي خو بيا به يي د خپل اتل قومندان دا خبره چی په زخمي ډز کول د یو مسلمان او میړني مجاهد کارنده ګوته له ماشي بيرته کړه. په ځیر ځیر يي د زخمي روسي شا او خوا وكتل د سپوږمۍ رڼا ته یی د توپک کنداغ وبلیده فکر يي وکړ چي همدا به يي توپک وي.
په ډیره څرښنده په څښیدو څښیدو لږ نور هم ور نږدې شو او بیا یی په یوه ټوپ سره د روسي عسکر توپک ګوتو ته کړ، روسي عسكر لا په رمباړو شو درد يي هير شو په ريږدیدلي اواز يي وويل ما مسلمان ما مسلمان د مجاهد زړه ته دا خبر نه پریوته چي دی به په ریښتیا مسلمان وي په ماته ګوډه فارسي یې ورته وویل کلمه بخوان! هغه ژر کلمه تیره کړه د مجاهد پری باور راغی بیا یي خپل قومندان ته غږ کړ. هغه له خپلو دري نورو مجاهدینو سره د زخمي روسي سرته ودريد روسي عسكر یې اړخ په اړخ واړوه دری ځایه لګیدلی وو، چي زخمونه يي کاري نه وو خپل څادر يي له ملا خلاص کړ تړانګه تړانګه يي څیري کړ، ژر ژر یی د روسی عسکر زخمونه اول پاک او بیا یي په تړانګو کلک وتړل تر څو يي وينه بنده شي. بيا يي له ځان سره د غازي ناوي تر مورچله راوست څو متره لرې يي د يو ګټ خوا ته کیناوه بیا یې غازي ناوي ته جریان تیر کړ. غازي ناوي وپوښتل چی مرګنی خو به نه وي میړه یی ورته وویل چی زخمونه يي ماته خطرناک نه ښکاري. بيا غازي ناوي په خپل لاس د بوري شربت ورته جوړ کړ او خپل میړه ته يي وویل که په سینه نه وي لګیدلی دا شربت پری وڅښه، میړه یې همداسي وكړل ، بيا غازي ناوي خپل میړه ته وویل دا روسی زخمی عسکر به هم زمونږ په شان مور او پلار ولري يو چا به شيدي وركړي وي خور به ولري ، ورور به ولري او یا به اولادونه ولري يو څو لنډي پوښتني تري وکړه ، میړه یې ورته وويل بیا به پوښتنی تری وکړو، اوس خو له موږ سره اسیر ده غازي ناوي وویل نه که دی زخمی نه وای موږ به ساتلی وو، خو اوس دی زخمی ده موږ د ځان لپاره دوا او ډاکتر نه لرو دده لپاره به يي له کومه کړو، دی پریږدئ چی د خپلو ملګرو خوا ته لاړ شي دی اوس درملنې ته اړتيا لري بله داچي دی به نورو عسکرو ته د یو مسلمان د عاطفي او له يوه دښمن سره د يو مسلمان د چلند او کړو ورو تبليغ وكړي ، تاسو دومره لده وپوښتی چی دوی څو نفره وو څو يي مړه شوه او څو يي زخمي او يا ژوندي وتښتيدل، او بيا يي د خپلي قرارګاه په لور رهنمایی کړئ. کله چي قومندان بیرته د روسي عسکر خوا ته ورغی او پوښتني يي تري وکړې (روسي په فارسي پوهیده) هغه وويل موږ ټول پنځلس تنه وو شپاړسم راسره یو افغان وو چي مخکي دلته راغلی وو زما په ګومان څلور نفره به مړه وي زما په شمول پنځه زخمیان شول، هغه نور زخمیان هغو ژوندیو عسکرو له ځان سره واخيستل ما ورته ډيري چېغي ووهلي خو د ډزو له زوره هغوی زما غږ وانه وريد. بيا يي د مړو روسانو ځايونه وروښودل کله چی مجاهدین ورپسې لاړل مړي يي له توپکو سره وموندل توپک او چانتی يی تری راوړی او مړي يي پر ځای پریښودل چي بيا د ورځې په رڼا کی روسانو له ځانه سره يوړل.
غازي ناوي د خپلي مور ، میړه او څلورو تنو نورو مجاهدینو سره چی د غازي ناوي د کورني غړي او محرمان وو دا ساحه پریښوده او د سبا شپي د جنګي طياري په لټه کي شول د الله (ج) کړه وه د غازي ناوي اټکلونه ټول درست ثابت شول روسانو په سبا ورځ د خپلو مړو او ټپیانو تر ټولولو وروسته سیمه پریښوده، خو روسي الوتکو ټوله ورځ د سیمې ډېرې شکمنې برخې بمبار کړې چې د الله (ج) په نصرت هومره چې فکر کیده د شهیدانو تعداد زیات نه وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.