د تاریخچې اخیستنه

114

د تاریخچې اخیستنه (History taking)

د سم تشخیص او درملنې لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:
• مکمله تاریخچه (History)
• د ناروغ بشپړ معاینه کول (Examination)
• لابراتواري معاینات (Investigations)

د ناروغ تاریخچه
• نوم (Name): د ناروغ پېژنگلوي لپاره مهم دی.
• عمر (age)
• جنس (gender)
• دین(religion): د قضیب په سرطان باندې د اخته‌ کېدو چانس په مسلمانانو او یهودیانو کې د ماشومتوب په لومړیو کې د ختنه‌کولو له سببه ‌ډېر نادر دی.
• دنده(job): په شخصي تاریخچه کې په تفصیل سره مطالعه شوې ده.
• پته (address): یو شمېر ناروغۍ په خاصو سیمو کې انډیمیکې دي، نو ځکه پته باید ولیکل شي.

• عمده شکایتونه (Chief complaints): هغه شکایتونه چې ناروغ یې اړ کړی، چې ډاکټر ته مراجعه وکړي، تر دې عنوان لاندې راځي. شکایتونه د هغوی د پېښېدو د وخت ترتیب ته په کتو سره ذکر کېږي؛ یعنې لومړی هغه شکایتونه، چې دوام یې ډېر وي او وروسته هغه شکایتونه چې دوام یې لږ وي، لیکل کېږي. هر شکایت باید په یوه کرښه کې ولیکل شي.
غوره ده، چې هر شکایت سره مل حالتونه له هغه سره یوځای ذکر شي. لکه، د دې په ځای چې ولیکو: “تبه د ۵ ورځو لپاره”، که داسې ولیکل شي: “تبه له لړزې سره د ۵ ورځو لپاره”، په تشخیص کې مرسته کوي. دا کولای شي، چې د تشخیص په هکله یوه مفکوره منځته راوړي.
کله ناکله اعراض په متقطع ‌ډول سیر کوي. د بېلګې په توګه، په استما کې سالنډي په متقطع ‌ډول وي.

• د اوسنۍ ناروغۍ تاریخچه (History of present illness): باید په ۳ پراګرافونو کې ولیکل شي:
لومړی پراګراف: په دې برخه کې، د هر شکایت تفصیل د هغه د پېښېدو د وخت ترتیب ته پام سره پوښتل کېږي. څنګه چې ناروغان مسلکي پوهه نلري او نشي کولای چې خپل وضعیت په بشپړ ډول تشریح کړي، نو د معاینه‌کوونکي دنده ده ترڅو پوښتنې په داسې توګه مطرح کړي چې د هر عرض بشپړ تفصیل لاسته راشي.
د تاریخچې د لیکلو پر مهال، دا دوه ټکي په پام کې ولرئ:
• له تلقیني او لارښودونکو پوښتنو څخه ډډه وکړئ.
• مسلکي اصطلاح‌‌ګانې مه کاروئ، بلکې تاریخچه تل د ناروغ په ژبه ولیکئ.
لاندې پوښتنې د اعراضو په شدت باندې د پوهېدلو په برخه کې مرسته کوي:
• تاسو څومره واټن پلی تګ کولای شئ؟ آیا کولای شئ په زینو کې بې له دې چې ودرېږئ پورته ولاړ شئ؟ آیا د خپل کور ورځیني کارونه په سم ډول ترسره کولای شئ.
• آیا خپله دنده ترسره کوئ؟ که ځواب “نه” وي، ولې؟
• آیا دا اعراض، ستاسو خوراک اغېزمن کوي؟ آیا د خوراک پر مهال له کومې ستونزې سره مخامخ کېږئ؟
• آیا نارمل ټولنیز او جنسي فعالیتونه مو مختل شوي دي؟
• خوب مو څرنګه دی؟
د یو عرض د تشریح پر مهال باید لاندې ټکي په پام کې ونیول شي:
• د عرض موده: د مناسبو پوښتنو په واسطه باید د عرض د مودې په هکله معلومات ترلاسه کړو. “آیا مخکې له دې څخه روغ وئ؟”
• د پیلېدو څرنګوالی: له ناروغ څخه باید د ناروغۍ د پیلېدو څرنګوالی وپوښتل شي. “آیا دا اعراض په ناڅاپي ډول پیل شول، که په تدریجي ډول؟”
• د عرض دوام: باید وپوښتل شي، چې عرض له پیل څخه تر اوسه دوامداره وو، که بې‌عرضه وقفې یې درلودې. د دې وقفو د وخت اوږدوالی باید هم وپوښتل شي. اما که ناروغي د “حملو” یو لړ ولري، په هغه صورت کې باید د پیلېدو څرنګوالی، سیر، موده، د کمېدو څرنګوالی او د حملې وروستۍ اغېزې وپوښتل شي.
• د عرض تغییرونکي عوامل: له ناروغ څخه باید د هغو عواملو په هکله چې د اعراضو د شدید ‌کېدو یا لږېدو سبب ګرځي وپوښتل شي. د بېلګې په توګه، د ټټر درد چې له فعالیت سره شدید شي او له استراحت سره لږ شي د زړه په اسکیمیکې ناروغۍ باندې دلالت کوي. په اپي‌ګسټریک ساحه کې درد، چې د شیدو له څښلو سره ښه شي، په پپټیک قرحه باندې دلالت کوي. اما که دا درد د شیدو په اخیستلو سره شدید شي، د صفرأ د کڅوړې پر التهاب (cholecystitis) باندې دلالت کوي.
• یوځای پدیدې: له ناروغ څخه وپوښتئ، چې آیا کوم بل عرض یې چې د هغه له عمده اعراضو سره مل وي تجربه کړی دی؟ د بېلګې په توګه، که د نس په ښۍ علوي برخه کې د درد د حملو په تعقیب، د ناروغ سترګې ژېړې شي، د کبد یا صفراوي لارو پر اختلال باندې دلالت کوي. په قطني ساحه کې درد، چې د hematuria (په ادرار کې وینه) په واسطه تعقیب شي، په کلیوي ناروغۍ باندې دلالت کوي.
• د عرض پرمختګ: د تاریخچې له مهمو برخو څخه یو هم د عرض د پرمختګ په هکله پوښتل دي چې آیا شدید شوی دی، که په خپل لومړي حالت باندې پاتې دی.
د عرض شدید کېدل د ناروغۍ پرمختګ ښيي، چې د اخته غړي د صدمې سبب ګرځېدلی. د بېلګې په توګه، که ناروغ ته د ناروغۍ په پیل کې له متوسط فعالیت سره سالنډي پېښېدله، اما اوس د هغه سالنډي تر دې حده شدیده شوې چې آن د استراحت پر مهال هم منځته راځي، په څرګند ډول ښيي چې د سږو او زړه انساج لا ډېر تخریب شوي دي. په همدې توګه، که د سترګو ژېړوالی ډېر شوی وي، د کبد یا صفراوي لارو د تخریب په ‌ډېروالي باندې دلالت کوي.
د خبرو کولو پر مهال د ناروغ خوځښتونه: د شکایتونو د تشریح پر مهال د ناروغ خوځښتونه تر پام لاندې ونیسئ، ځکه د ناروغۍ په هکله مهم کلینیکي معلومات وړاندې کوي.
• د ټټر د درد د تشریح پر مهال، که ناروغ خپل لاس موټی کړي او د ټټر په قدام باندې یې فشار ورکړي، په قلبي درد، یعنې خناق (angina) یا د مایوکارډ احتشا (myocardial infarction) باندې دلالت کوي.
• په قطني ساحه باندې د لاسونو ایښودل او هغو ته فشار ورکول، کلیوي کولیک ښيي.
• د sternum مښل زړه سوی (GERD) ښيي.
• د ورنو او د پاسنیو برخو مښل sciatica ښيي.
• د نس شاوخوا باندې د مټو فشار ورکول، معایي کولیک ښيي.

دوهم پراګراف: په دې پراګراف کې، اعراضو پورې مربوط پوښتنې په تفصیل پوښتل کېږي، ترڅو د هغو احتمالي ناروغیو په هکله چې ډاکټر مفکوره اخیستې څرګند معلومات لاسته راشي. دا پوښتنې ځکه پوښتل کېږي، چې هغه ټکي چې له ناروغ څخه د ناروغۍ په هکله هېر شوي لاسته راشي. په دې توګه، یو شمېر ناروغۍ رد کېږي او ډاکټر ته آسانېږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.