د امریکا استازو جرګې طالبانو ته د نقدو پیسو د لېږد د بندېدو لایحه تصویب کړه

69
د امریکا د کانګرس ودانۍ. په دې ځای کې د دې هېواد د استازو جرګه هم شتون لري.

د امریکا د استازو جرګې پرون سه شنبه د جون په ۲۵مه هغه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې طالبانو ته د دې هېواد د نقدو پیسو لېږد بندیږي.

د استازو جرګې غړي او د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمېټې د منځني ختیځ مرستیال ټیم بورچیټ ویلي، د امریکایانو د ټکس پیسې باید د دوی د دښمنانو جیب ته ولاړې نه شي.

بورچیټ پرون سه شنبه پر خپله ایکسپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې په کې یې د استازو جرګې د دې لایحې د جزییات وړاندې کړي دي.

نوموړي ویلي: “دا لایحه به طالبانو ته د نورو پیسو د ورتلو مخه ونیسي. د متحده ایالاتو پالیسي دا ده چې د هغه مالي مرستو یا موادو مخالفت وکړي چې د طالبانو د ملاتړ سبب کېږي، دا د هغو بهرنیو هېوادونو په اړه هم د راپور غوښتنه کوي چې له طالبانو سره مالي مرسته کوي یا مادي ملاتړ يې کوي او د امريکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه کوي چې د ملاتړ چمتو کولو څخه د بهرني هېوادونو د نه هڅولو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.”

خو نوموړي د نورو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي.

دغه لایحه د استازو جرګې له تصویب وروسته د سنا مجلس تصویب ته هم اړتیا لري.

ارشیف: د افغانستان بانک ته رسېدلې د ډالرو بستې. د ۲۰۲۱م کال د اکټوبر ۱۱مه
ارشیف: د افغانستان بانک ته رسېدلې د ډالرو بستې. د ۲۰۲۱م کال د اکټوبر ۱۱مه

نوموړي زیاته کړه چې د دې لایحې له مخې به د افغانستان د مالي صندوق او د افغانستان د مرکزي بانک په اړه هم د معلوماتو او راپور غوښتنه وشي.

بورچیټ پرون سه شنبه فاکس نیوز سره مرکه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تورن کړی چې په قصدي ډول دا معلومات نه ورکوي چې طالبانو ته یې چې د ۲۰۲۱م کال له اوړي راهیسې پر افغانستان واکمنان دي، څومره پیسې لېږلي دي.

خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې سیګار د راپور له مخې چې د روان کال په مۍ میاشت کې یې خپور کړی ویلي، امریکا د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې افغانستان سره بشري برخه کې دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

وړاندې تر دې سیګار ویلي، له دغو بشري مرستو څخه طالبان هم ګټه اخلي، خو دقیقې شمېرې یې نه وې وړاندې کړې.

د سیګار نښان
د سیګار نښان

طالبانو تازه د امریکا د استازو جرګې د دې لایحې او بورچیټ د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یو شمېر طالب چارواکو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ویلي چې افغانستان ته د امریکا په ګډون د بهرنیو هېوادونو مرستې دوی (طالبان) نه بلکې اړونده سازمانونه او مرستندویه بنسټونه ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ګډون ګڼو مرستندویه بنسټونو په افغانستان د ویجاړوونکو سېلابونو او طبیعي پېښو له امله د میلیونونو افغانانو بېړنیو بشري مرستو د اړتیا راپورونه ورکړي دي.

یو شمېر بېوزله وګړو ازادي راډیو ته وویل دوی دې له سیاستونو لرې وساتل شي او په مستقیمه توګه دې ورسره مرسته وشي.

د کابل ښار اوسېدونکي او د ۱۲ کسیزې کورنۍ نفقه ګټونکی محمد طاهر چې لاسي کراچۍ چلوي د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه وویل: “موږ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یوو. زما عمر د ۶۵ کلونو دی، دومره فزیکي توان هم نه لرم، خو د خپلو ماشومانو لپاره مجبور یم چې سخت کارونه وکړم. موږ غیرسیاسي خلک یوو. موږ سره دې د بشر او انسان په صفت چې په ډېر بد حال کې ژوند کوو مرستې وشي.”

ارشیف: د افغانستان نیمروز کې سوالګرې مېرمنې
ارشیف: د افغانستان نیمروز کې سوالګرې مېرمنې

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې، چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي هم د ورته ستونزو یادونه کوي، خو وایي چې هېڅ څوک د کار کولو نه لري.

هغه وايي: “زموږ ستونزې ډېرې دي، کرایي کور کې اوسېږو، د کور کرایې وس نه لرو، مجبوره یوو چې له دې ځایه لاړ شو او تر خېمې لاندې ژوند وکړو. یو کوچنی زوی مې دی، پلاستیکي کڅوړې خرڅوي، په هغه مو هېڅ ګوزاره نه کېږي. دا (مرستې) دې دوی موږ ته په خپل لاس راکړي، موږ ډېر احتیاج او محتاج خلک یوو.”

دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ادارې ویلي وو چې روان میلادي کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

همدارنګه د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف ویلي وو چې دا مهال په افغانستان کې د شدیدې بېوزلۍ له امله په هرو لسو ماشومانو کې درې د شپې په ولږه ویده کېږي.

  • 16x9 Image

    فېروزه عزیزي/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.