!رسنې او په کرکو کې ګیر افغانستان

عبدالواحد تابع

208
نن چې افغانستان  کې خلک یو له بل څخه کرکه کوي او یو د بل د وینو تږي دي یواځینی لامل یې افغاني رسنې دي چې له بده مرغه د نیابتي ډلو تر اغېزو لاندې راغلي او د تش په نوم سیاسیونو لپاره یې ولس په خپل ګرو کې ساتلی.د افغانستان په نوم رسنیو چې په افغانستان کې دننه او یا هم دباندې له افغانستان فعالیت کوي یوه یې هم تر اوسه پورې خپل رسنیز رسالت نه دې پرځای کړی.له بده مرغه د رسنیو چلوونکي ،د خپرونو جوړونکي او خبریالان یو یې هم د خپل هېواد او ولس د یووالي او یو ځای کېدلو لپاره له ځان سره څه نلري.هر یو کوښښ دا کوي چې ځان وښي  او په غوره کې شي چې داسې نامتو رسنې کې دنده تر سره کوم او فلانی مې داسې راګیر کړ.که چېرته د ژورنالیزم له چوکاټ او قانون څخه دباندې ګام اوچتېږي دا ستر خیانت د یوه هېواد او خلکو پر وړاندې بللي شو او ورته ګام جفا او یوه ستره تېروتنه ده.
افغاني رسنیو په شل کلن دور د جمهوریت کې د بیان د ازادې په نوم شل کاله د نظام د بدنامولو لپاره له هر ډول وسایلو کار واخیست.شل کاله یې د فساد،غصب،تعصب،کرکې،غلا او بد اخلاقیو لپاره ډول وټنګاوه.شل کاله نېغ په نېغه یې د نظام سستولو لپاره طالبانو ته لابي وکړه.د دوی د غیر مسلکي چلند له وجې طالبانو خلاص لاس پیدا کړ او په اسانه توګه وتوانېدل واک خپل کړي.یو ځل ولاړ شۍ او تېرې خپرونې بیاځلې وګورې چې هرې یوې یې د طالبانو مټ قوي کاوه او هره یوه یې د  (Taleb news) په ستدیو بدله شوې وه.نن چې خلک له یو بل سره جور نه راځي او یو د بل وینو ته تږي ناست  دي او روانه کرکه ورځ تربلې ډېرېږي یواځینی لامل یې همدا بدبخت رسنې دي.
که د افغانستان په نوم رسنې په یاد ډول مخ ته ځي نو هېڅ کله به افغانان ارامه ژوند ته لاره پیدا نکړي او هېڅ کله به سوله ټینګه نشي.د رسنیو چلوونکي باید د ورځې حقایقو ته غاړه کېږدي او پر دې ځان پوه کړي چې څه ډول خپل خلک او جغرافیه له ناورین څخه وژغوري.کله چې کرکه خپروی او ډېرولی یې شي نو هېره د نه وي چې مینه او سولې ته هم لاره هوارولی شي.
((لوبې او لوبغاړي له سیاست مه قربانوۍ))
یاددښت:که چېرته وغواړو کولی شو.
تابع

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.