سوله په نړۍ کې – (طنز)

استاد عمر پاڅون

137

یوه نړیواله د سولې موسسه په دې هڅه کې وه چې د سولې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي. د نړۍ د بیلابیلو د سولې غورځنګونو مشران سره راټول کړی، په دې سره خبره وکړي چې څنګه کولی شو سوله په نړۍ کې ټینګه کړو.

امریکا په نړۍ کې یواځینی زبرځواک چې په نړۍ خپل برلاسی غواړي او په جګړو کې خپلې ګټې ویني.

روسان له بیا خپل د شوروي اتحاد د امپرطورۍ په فکر کې دي.

چین د نړۍ د جګړې وزلوبې ته ځان تیاروي.

همدا اوس د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې د ګرمو جګړو اور بل دی. او هم د راتلونکو جګړو پس پوسک او ګونګسي روان دي. په دې سره وغږیږو او په دې سره صلاح شو نه یواځې دا چې دې روانو جګړو ته د پای ټکی کیږدو بلکه د راتلونکو جګړو مخه هم ونیسو تر څو نړیوال په امن، سوله، مینه او ورورولۍ کې سره ژوند وکړو.

بالاخره دې سولې موسسې د سولې کنفرانس هر څه سره برابر کړل. په یو نړیوال هوټل کې یې یو لوی سالونه په کرایه کړ.

په نړۍ کې مشهورو او د سولې غورځنګونو مشرانو ته بلنلیکونه واستول.

د پرمخ تلل هېوادونو سربیره یې د مخ پر ودو هېوادونو علماو، متقاعدو وزیرانو، پخوانی په کور ناستو ولسمشرانو، پوهانو، استادانو، لیکوالانو…. ته یې بلنلیکونه ولیږل.

ډیرو بلنلیکونو په ورین تندي ومنل او د راتګ پخه وعده یې وکړه.

په دې بلنو کې یو د نړیوال پوهنتون یو پوهاند استاد هم رابلل شوی وو. بلل شوی څه بلکه خپله د دې پوهاند استاد غوښتل چې په دې مهمې غونډه کې خپله مقاله درنو اورېدونکو او لیدونکو ته واوروي.

پوهاند استاد  په سوله کې دوکتورا اخیستې وه، کلونه کلونه په بیلابیلو نړیوالو پوهنتونونو کې استاد پاتې شوی وو.

په سلګونو پوهیالی یې روزلی وو چې اوس په ډیرو پوهنتونونو کې د سولې د مضمون استادان وو. ډیری یې په بیلابیلو هېوادونو کې د سولې د موسسو مشران وو.

استاد عمر خوړلی، تکه سپینه ږیره، د سر اوږده انجړ بنجړ سپین ویښتان، قیمتی کاڼو ګوتې یې په لاس، په غاړه کې زنځیر، په لاس کې یې د مریو یو لاس بند هم وو.

بس په لیدلو سره سړي فکر کاوه چې کټ مټ په جنوبی اسیا کې د کوم مشهور زیارت ملنګ او منجاور دی.

استاد په نړیوالو جګړو د سولې ډیر کتابونه لیکلی وو خو کتابونه به یې کله سانسورېدل، کله به چاپ ته اجازه نه ورکول کېده. په پوهنتون کې به هم ډیر وخت استاد نشو پاتې کیدی.

د حکومت له خوا به کله اضافه بست، کله منفک او کله به په کور ناستی وو.

هو، دا ځکه چې استاد به پرمخ تللو هېوادو بالخصوص په جګړه مارو هېوادو یې ډیرې سختې، ترخې او کلکې نیوکې کولې.

د جګړه مارو هیوادو حکامو د درواغو، پروپاګند افشا او رسوا کولو، رښتینې ترخو حقایقو په ویلو به یې د استعماري حکومتونو او یرغل ګرو هېوادو څیرې بربنډولې، په مېډیا به یې هم نیوکې کولې چې رښتیا نه وایي. په جګړو کې به یې د استخباراتو رول هم په نښه کاوه.

استاد ته هم په دې کنفرانس کې د خبرو وخت چا نه ورکاوه خو استاد په خپلو زده کړیالانو ډیر ګران وو چې ډیری یې د غونډې برخه وال وو. د دوئ د ټولو په کوښښ، په اثر او رسوخ او په وچ زور یې استاد ته لس دقیقې وخت اخیستی وو.

وخت د ټاکلی شوی د سهار له اتو بجو څخه د غرمې تر یوې بجې پورې.

ګډونوال په خپل وخت یو بل پسې روان وو. تالار ته لوړپوړي چارواکي، استادان، لیکوالان، محصلین او د سولې پلویان ټول بدرګه شول. ځپلو ټاکلو ځایونو کې کیښناستل.

ویناوالو ته چاته نیم ساعت، چاته شل دقیقې، چاته پنځلس دقیقې وخت ورکړی شوی وو.

استاد ته هم خپلو زده کړیالانو  پخپل وچ زور لس دقیقې وخت اخیستی وو.

استاد چې تالار ته راغی د خپلو شاګردانو سره په روغ بړ کې یې ټولو ته وویل چې سپینې سپینې خبرې وکړي.

غونډه پوره په اتو بجو پیل شوه.

د سټیج چارې د همدې د سولې موسسې مشر پر مخ بیولې.

چې څنګه سټیج  ته راغی اغلو او ښاغلو ته د هر کلی په ویلو سره د غونډې په موخه، مرام او اجنډا یې خبرې وکړې. خپله لنډه وینا کې یې وویل: موږ دلته راغونډ شوی یو نه یوازې دا چې په سوله خبرې وکړو پلکه په دې وغږیږو چې څنګه کولی شو چې په نړۍ کې سوله راوړو، د جګړو مخه ونیسو، امن ټینګ کړو چې ټول نړیوال سره په یوه پرامنه او سوله ایزه نړۍ کې ژوند وکړو.

په سر کې د یو هېواد پخوانی ولس مشر ته وخت ورکړای شوی و. ولس مشر سټیج ته راغی. د سولې موسسې جوړونکو څخه یې مننه وکړه چې ده ته یې بلنه ورکړې دا خبره یې هم وکړه چې په کار ده چې داسې سولې غونډې جوړې کړو ګوندې چې یوه د سولې نړۍ جوړه کړای شو.

خپلې خبرې یې په دې پیل کړې چې موږ دا پرمخ تللی هېوادونه په وروسته پاتې هېوادو سلاح خرڅه نه کړو، د جګړو مخه به مو یو څه نیولي وي.

مشر ټولې خبرې د سلاح په نه خرڅولو څرخېدې. د خبرو په پای کې یې مننه وکړه راغی او په خپل ځای کښیناست. خلکو ورته ښې ډیرې چک چکې وکړې.

ګډونوالو یو بل ته غوږونه نژدې کړل، کونګسی یې پیل کړ.

یو بل ته یې وویل چې سلاح خرڅه نه کړو موږ به څه خورو؟

تیل، ګاز او معدنیات خو موږ نه لرو.

ورپسې د یو هېواد پخوانی دفاع وزیر چې څو جګړې یې رهبري کړې وې او د مارشالۍ رتبه یې هم اخیستې وه د تقاعد وروسته یې په خپل هېواد کې د سولې غورځنګ مشري کوله، ستج ته وبلل شو.

مارشال خپلې خبرې په دې پیل کړې چې اصلاً سلاح باید جوړه نکړی شي دا د وسلو تولید او خرڅ دې دواړه ممنوع اعلان شي. د مارشال خبرې د اسلحو په نه تولید او نه خرڅولو باندې ټولې وې. دی هم په تودو چکچګو بدرګه شو.

بیا ګډونوال سره وبونګېدل چې سلاح جوړه او خرڅه نه کړو موږ به خپلو ځوانانو ته کارونه څنګه پیدا کوو. بیا هم هماغه خبره چې زموږ اقتصاد خو په اسلحو ولاړ دی نو موږ څه لرو؟ په ګډونوالو کې یو لا دا هم وویل چې په ګودامونو کې دومره اسلحه شته چې سل کاله جګړې پرې چلېدلی شي.

په ناستو کې یو پکې غږ وکړ. د اسلحو تولید باید د حکومتونو او دولتونو ملی شرکتونه وي. شخصي سکتور باید وسلې جوړې نه کړي.

دا د شخصي اسلحو فابریکې باید ملي شي. بل ورته په لوړ اواز جواب ورکړ په امریکا کې د ملیاردرانو د اسلحو فابریکې څوک ملي کولی شي؟

دا ځل وار د یو پخواني صدراعظم راغی چې اوس یې یو د سولې غورځنګ جوړ کړی و.

صدراعظم صیب مقاله لږه ترخه وه خبرې یې ټولې په دې تاوېدلې چې زبرځواکونه باید په وروسته پاتې هېوادونو نظامي حملې وکړي که پرمخ تللي هېوادونه په وروسته پاتې هېوادونو نظامي یرغل ونه کړي هلته خپل فاسد حکومتونه او نااهله چارواکي ونه ټاکي او فقیر هېوادونه خپل اختیار ته پریږدي چې د خپلې خوښې حکومتونه په خپلو هېوادو کې جوړ کړي سوله ډیر په اسانۍ سره ټینګېدای شي.

که موږ په غریبو هېوادو خپله دیموکراسي او جمهوریت تحمیلوو دا بشري حقوق، دموکراسي، جمهوریت، د ښځو حقوق دا حقوقو هغه حقوق دا زموږ سیاسي کوتکونه دي په دې شعارونو غریب ملتونه سرک ته وباسو بیا پرې خپل غلامان، نااهله، خاین چارواکي وتپو. په سیاسي او اقتصادي یې، پړسوو.

ښکاره ده چې ملتونه بیا دې خاینو، وطن پلورونکو غلامو چارواکو په مقابل کې پاڅیږي جګړې جوړې شي، د سلاح خرڅولو مارکیټ پیدا شي نور تاسو ښه پوهیږۍ سوله به څه راشي!

د صدراعظم خبرې هم په تودو چک چکو بدرګه شوې.

د ګډونوالو زوږ لږ څه وچت شولو ټولو په یو اواز وویل: چې موږ پرمخ ودو هېوادو کې خپل حکومتونه جوړ نه کړو او دوی پریږدو چې خپل حکومتونه خپله جوړ کړي بیا به ترې خام مواد څنګه او په کومه بیه اخلو؟ بیا به څنګه خپل تولیدات او صادرات پرمخ بوزو؟

ښکاره ده چې ټوله ماشینری به زموږ فلج وي. که موږ دا خپل استعماري او استثماري حکومتونه په دریمه نړۍ کې ونه لرو موږ به د خیرات کونډۍ ته کښینو. په  دې باید ښه پوه اوسو چې د دوئ پرمختګ زموږ وروسته تګ دی. په پای کې پوهاند استاد ستیج ته وبلل شو.

د استاد د نوم په اخیستلو ډیری ګډونوال چې استاد ته یې خاص احترام لاره، پاڅېدل، ودرېدل او په ګرمو چک چکو یې بدرګه کړ.

استاد د خپل لاس په ښورولو مننه وکړه او ګډونوالو ته یې د ناستې اشاره وکړه.

د خبرو په پیل یې په خندا وکړ چې ماته لس دقیقې وخت راکړل شوی دی که ووایم چې اخستلی شوی دی بیا هم د زړه له کومي مننه. زه به خپلې دوه خبرې په پنځو دقیقو کې خلاصه کړم.

هو، تاسې بیا زما د خبرو عمق ته لاړ شۍ او یو ژور سوچ پرې وکړۍ.

لومړی دا چې هر هېواد خپل حق او د بل حق وپیژني، د بل حق ونه خوري، د بل هېواد په حق داړه وانه چوي د بل حق په غلا ، دهوکه، او په زور یونسي، یود بل حق ته په درنه سترګه وګوري.

زورور هېوادونه د کمزرو هېوادو حق ته احترام وکړي. سوله په نړۍ کې ډیره په اسانۍ سره ټیګېدلای شي.

ګورۍ په یو کور کې که یو ورور د بل ورور حق ونه خوري په دغه کور کې زوږ او شور نه پورته کیږي همداسې قومونه، ملتونه او هېوادونه واخلۍ. زه د وخت د کموالي په اساس د خپلو خبرو عمق ته نه ځم تاسې بیا زما خبرې ژورې وڅیړۍ.

په ناستو ګډونوالو کې یو کس لاس پورته کړ. استاد ورته اشاره وکړه ووایه څه وایی؟ سړی ودرید ویې ویل: په دې ناستو اورېدونکو لکه زه پکې یو مسلمان یم سره له دې چې اسلام فوبیا اسلام یو ترهګر دین معرفي کوي خو اسلام د امن او سولې دین دی. په اسلام کې په مسلمانانو امر شوی دی چې یو پر بل سلام واچوئ وایی السلام علیکم یانې په تا دې سلامتي وي په تا دې امن وي. په قران شریف کې الله تعالی فرمایی لاتاکلو اموالکم بینکم بالباطل مانا دا چې په خپلو منځو کې د بل مال په ناحقه سره مه خورۍ.

استاد ورته لاسونه وپړقول ویل ډیره ښه. استاد زیاته کړه په ټولو سماوي دینونو کې د بل په حق نه خوړلو تاکید  شوی دی حتی بودیزم په مینه، ورولۍ، امن او سوله څرخي. استاد خپلو خبرو ته دوام ورکړ ګورۍ خبره ټوله د حق ده که خپل حق او د بل حق وپیژنو نړۍ کې به ارامه ارامي وي. زه تاسې ته دوه لنډ مثالونه درکوم.

په کومه شپه چې امریکایی، فرانسوي او بریتانوي نطامي الوتکو په لیبیا بمبار کولو په همدغه شپه فرانسوي او برتانوي کښتیو د لبیا بحري بندرونو کې لنګر اچولی و او خپلو کښتیو ته یې د لیبیا تیل پمپول.

بل لنډ مثال په تیرو میاشتو په نیجر کې یو نیجری جنرال کودتا وکړه او د خپل هېواد سیاسي واګې یې په خپل لاس کې واخیستې سمدستي یې فرانسویانو ته د نیجر څخه د وتلو اعلان وکړ. تاسې پوهیږۍ چې فرانسې کلونه کلونه د کال ۳۸ زره ټنه یورانیم د نیجر څخه وړل چې خپلې اټومي بټۍ پرې وچلوي خو د نیجر خلک یو ګیلاس پاکو اوبو ته تږي دي.

داسې ډیر مثالونه په نړۍ کې تاسی په خپلو سترګو وینۍ. ښه دا خو په نړۍ کې د حق مسئله وه.

اوس زما دوهمه اهمه خبره واورۍ:

مخکې له دې چې نړیوالې مسلې او کشالې جګړې ته لاړې شي کوښښ دا وشي چې ټولې کشالې په دیپلوماتیکو لارو په خبرو اترو حل شي په دې خو خو موږ ښه پوهیږو چې د جګړې وروسته مسله په خبرو اترو او راکړه ورکړه حلیږي ښه به دا وي چې د جګړې مخه ونیول شي او مسله حل کړی شي. یو مثال درکوم

نن صبا دوه ګرمې جګړې روانې دي یوه د اوکراین جکړه ده. که اوکراین په ناتو کې نه وي په ناتو به څه اسمان راپریوزي په ناتو کې ۲۸ هېوادونه کم دي چې په یو اوکراین باندې روسانو سره لاس په ګریوان شو؟

زموږ هماغه خبره ده چې دا د اوکراین جګړه به خبرو اترو او راکړه ورکړه پای مومي. خو امریکا، ناتو او اروپا ته به پوزه پاتې نه وي او له روسانو څخه به هم ګنډی وتلی وي.

شاته به یو کنډر اوکراین او یو معیوب ملت پاتې وي.

همداسې د غزې جګړه حساب کړی که په دې سیمه کې دوه خپلواک هېوادونه فلسطین او اسرائیل جوړ شي دا د کلونو نه بلکه د پیړۍ جګړه به پای ومومي.

غزه کې به ضرور جګړه پای مومي او سوله به راځي.

خو غزه کې به بشري حقوق د ښځو او ماشومانو حقوق په ځمکه کې ښځ کړی شوي وي. غزه به د بشري حقونو ادیره ونومول شي شاته به غزه کنډواله وي او ملت به اواره.

استاد زیاته کړه د یوه وروسته پاتې هېواد یو تعلیم یافته ځوان  چې زما شاګرد وو ماته یې قیصه کوله ویل زه چې کله محصل وم هغه وخت د شوروي اتحاد او امریکا سوړ جنګ روان وو موږ به د خپل هېواد کمونست ګوند او شوروي اتحاد غندلو چې شوروي اتحاد کې ظالم حکومت دی، دیکتاتوري ده، رسنۍ ازادي نه لري، ټاکنې نشته، بشري حقوق پکې د پښو لاندې کیږي، دیموکراسي نه پیژني. مګر دا ټول په امریکا کې ژوندي او خوندي او ابدي دي.

استاد محترم کله چې امریکا په عراق لومړی او دوهم ځل، په افغانستان ، لیبیا، سوریه یې حملې وکړې او نن په غزه کې د اسرائیلو وحشت په رڼو سترګو وینو. پوهیږو  چې بشري حقونه، د ماشومانو، ښځو حقونو د امریکا د خولې شعارونه  دی چې فقیر ملتونه پرې غولوي.

د روسانو همغه خبره رښتیا ده چې امریکا امپریالیزم دی او وي به. سیاسي اقتصاد (ډالر) نظامي، تخنیکي ځواک د امریکایي چارواکو سترګې ړندې کړي او غوږونه کاڼه کړي دي.

دې ته پام ندی چې په رتلونکې کې په دې نړۍ کې څنګه ژوند کوو. نړۍ کې به سوله راځي مګر نړیوالو زړونو کې به څوک امریکا له پاره مینه واچوي.

تاسې پوهیږۍ چې له غزې له جګړې څخه څه د پاسه یو ملیارد مسلمانان ځوریږي او مسلمانانو ګوته ټوله امریکا او برتانیې ته نیسي. اسرائیل خو هسې هم یو غاصب ګر هېواد دی.

امریکا ویني چې روسیه د شوروي ځای ناستې ته ځان برابروي. چین نژدې دی چې د امریکا مخې ته ووځي. نن هندوستان، برازیل، ترکیه، ایران… د زبرځواکۍ په خیالونو کې ډوب دي. په راتلونکې کې به امریکا دوی سره څه کوي.

درنو حاضرینو! تاریخ ثابته کړېده چې جګړې ټولې بایلود لري ګټل نشته. ګورۍ شوروي اتحاد په بې وزلی هېواد افغانستان نظامي یرغل  وکړ غوږ پسې تللی وو سر یې پکې بایلود.

پرمختللو او زبرځواکو هېوادونو چې کله په کوچنیو او وروسته پاتې هېوادو حملې کړي دي تل یې دا جګړې بایللی دي که دا جګړه د ویتنام وه که د شوروی اتحاد او افغانستان، که امریکا په افغانستان، عراق، سوریه او لبیا حملې وکړی که اوسنۍ د اوکراین  او روس او همدارنګه د غربي (فلسطین) جګړې دا ټول په بایللو حساب کړي. توپیر پکې دا دی چې غښتلی هېوادونه په خپلو پرمخ تللي دي. دروغجنې مېډیا په زور تور سپین او سپین په تور او بایللی په ګټلو بدلولي شي.

په پای کې موږ ټول په دې پوره باور لرو او تجربو ښودلې ده، تاریخ هم ثابته کړې ده چې حق په باطل بری موندلی دی.

تاسو ټولو اغلو او ښاغلو څخه د زړه له کومي مننه کوم

چې زما خبرې مو په ورین تندي او غور سره واورېدې. استاد د ستیج څخه ښکته کېدو کې ګډونوال بیا ودرېدل استاد ته یې  چک چکې او لاسونه وپړقول.

د غونډې مشر سټیج ته راغی د ګدونوالو څخه یې مننه وکړه او د غونډې پای یې اعلان کړ. ګډون والو په خندا خندا یو له بل څخه خدای پاماني واخیستلې او په خپله مخه لاړل.

وایی امدند، نشستند، ګفتند، برخاستند و رفتند.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.