د وږې خېټې اختر

آصف بهاند

135

د وږې خېټې اختر

د لوږې څونامي

۴۰مه برخه

پر افغانستان باندې د لوږې څونامي څپې کله نرمې او ورو راروانې وي او کله تندې او مرگونې، خو په دې وروستیو کلونو کې لیدل کېـږي چې د لوږې څونامي دا څپې لا د یوې ورځې له‌پاره هم ارامه شوې نه دي. کله یې زور او درد ځکه زیاد شي چې له طبعیي پېښو سره لاس یو کړي او خلک داسې وځپي چې د رغېدو او جگېدو نه وي.

اوس یوځل بیا اختر په داسې حال کې راورسېد چې ډېره سلنه خلک د خېټې مړولو توان نه لري د اختر خوښی لمانځل خو لا لرې خبره ده. د اختر شپې ورځې هلته ښې او خوشحاله وي چې خېټه دې مړه او د اختر د لمانځلو توان موجود وي، خو که له یوې خوا دې خېټه وږې وي او د اختر له پاره هم څه توان ونه‌لرې، نو درد دومره ډېر شي چې بیا د اختر نوم هم ښه نه لگېـږي.

د ملگرو ملتونو اړوندې ادارې هم نور د وږو له پاره په گدایي ستړې شوې دي، خو سره له هغه هم هلې‌ځلې کوی، که نور هېڅ نه وي د وږو د شمېر او د لوږې د عواقبو په باب خو خپلې احصایي او اخطارونه خپروي، چې گوندې څه ترلاسه کړي او د وږو تږو په ستونو کې یې وڅڅوي.

د همدې اوسني اختر د رارسېدو په پار د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروگرام په خواشینۍ سره ویلي دي چې دا اختر به د ډېرې سلنې افغان کورنیو له‌پاره له ویرونو او ستونزو سره مل وي. د بي‌بي‌سي په یوه رپوټ کې په دې باب داسې راغلي وي:

«د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي لوی اختر به د ډېرو اړو افغان کورنیو لپاره د ژوند یوه بل ستونزمنه ورځ وي.

دغه نړیواله اداره وایي، افغانستان کې داسې مهال خلک د لوی اختر لپاره تیاری نیسي چې دوولس میلیونه وګړي یې نه پوهېږي د بل وخت خواړه به له کومه کوي.

ډبلیو اېف پي په خپله ایکس پاڼه د یو شمېر افغان ښځو خبرې کړې چې د کورنیو سرپرستې دي او له نیستۍ سرټکوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اختر د کورنیو او ملګرو ترمنځ په ګډه د خوشحالیو نمانځلو یو ښه فرصت دی، خلک به په خپلو کې راټولیږي او ډول ډول خواړه به خوري، خو زیاتوي چې د نږدې له نیمو زیات افغان وګړو لپاره د ژوند د نورو ستونزمنو او کړاوه ډکو ورځو څخه دا هم یوه بله ستونزمنه ورځ ده.

ډبلیو اېف پي په خپله ایکس پاڼه د ېوې کونډې مېرمنې خبرې خپرې کړې چې مخکې یې ښه ژوند درلود خو اوس د وړیو په ویشنلو خپل ماشومان ساتي. دا وايي:

”هرڅه وو، بچیانو مې نوې جامې کولې، لوڼو مې هم کالي کول، ژوند مو له میوو او دانو ډک وو، دا څلور پنځه اختره چې پلار یې وفات شوی، هیڅ هم نه لرو.”

د وچې مېوې ډګ دوکانونه او د ښکلو جامو ځلیدونکې هټې، د ډېرو لپاره له لېرې یو ښه خو غمجن انځور دی چې نه لاس ور وړلی او نه یې ځانته پېرلی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام، د یوې کورنۍ د غړو انځور هم خپور کړی چې په خټینه کوچنۍ خونه کې لس ماشومان، په دوو وړو کاسو ډوډۍ ورټول دي او لږ وچه ډوډۍ ټولو ته پرې ایښې ده.

دغه نړیوال پروګرام وایي، یاد انځور د هغو نږدې دوولس میلیونه خلکو حال بیانوي چې دا مهال نه پوهېږي چې د بل ځاښت خواړه به له کومه کوي…

د ملګرو متلونو دغه ادارې په وار وار له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې په افغانستان کې د اړو خلکو د لاس نیوي لپاره مرسته وکړي ځکه د دوی یاده اداره یوازې له کم شمېر خلکو سره د مرستې توان لري.»

پخوا لا په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې د لوږې څونامي څپې بیا په زور کې شوې دي. ملگرو ملتونو په زغرده ویلي دي چې «په افغانستان کې خلکو ته د خوړو نه رسېدو ستونزه پراخېـږي»

د ملگرو ملتونو اړوندې ادارې تل د لوږې څونامي سره د مبارزې او مخنیوي په خاطر د مرستندویو هېوادونو د مرستو د جلبولو له پاره د وږو او لوږې ځپلو احصایي هم خپروي، خو له بده شامته چې په نړۍ کې د طبعي پېښو او جگړو د رامنځ‌ته کېدو په پایله کې اړمنو کسانو سره د مرستو اندازه ورځ تر بلې یا کمېـږي او یا بیخي په ټپه درېـږي.

ملگرو ملتونو څوځلې د اخطار په ډول ویلي دي چې په افغانستان کې خلکو ته د اړینو خوراکي توکو د نه رسېدو ستونزه داسې د پراخېدو په لور حرکت کوي چې ښايي انساني ناورین رامنځ‌ته کړي. د ملگرو ملتونو د خوراک

نړیوال سازمان ویلي دي چې ۱۵ اعشاریه ۸ میلیونه افغانان چې د ټول نفوس ۴۰ سلنه جوړوي د ۲۰۲۳ کال له نومبر نه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخامخ شوي چې ۲ اعشاریه ۸ میلیوه یې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په بېړني حالت کې دي.

رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له وروستیو میاشتو نه د ۲۰۲۳ کال تر لومړیو پورې د دوی لخوا له اړو افغانانو سره شویو مرستو ښې پایلې لرلې خو دا چې دوی تېر کال لس میلیونه اړ افغانان د خپلو مرستو له لست نه لېری کړل اندېښنه لري چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به د خوړو د خوندیتوب له پلوه وضعیت لا خراب شي او په دې برخه شوی پرمختګ به وګواښل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږې کوونکي دفتر (OCHA) پخوا لا ویلي وو چې «افغانستان د یوه بې ساري بشري ناورین په درشل کې ولاړ دی. دلته د یوه ستر بشري ناورین او په بشپـړ ډول د سیستم د پاشل کیدو خطر موجود دی.»

او دا پاسنی اخطار اوس هم د یوې سرې کرښې په ډول نېغ ولاړ دی.

اوس چې د اختر شپې ورځې دي او د پاملرنې وړ شمېر خلک د خوړو خوندیتوب نه لري او د سبا‌بیگا خوراک ته حیران دي، نو د اختري توکو د نه لرلو په وجه به دا شپې ورځې نورې هم ورته له درد او رنځ سره مل وي. زموږ د وطن شته‌من دې خپله شته‌مني په نورو لارو لگوي، د وږو او اړمنو هېوادوالو دې خدای مل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.