دوحه د سیمه ایزې ديپلوماسۍ نوی پلازمینه

لیکوال: روین پوپل

154

دوحه هڅه کوي چې د پټې ډیپلوماسۍ په ډګر کې خپلې وړتیاوې وازمویئ. د نړیوالو اړیکو او بهرنۍ پالیسۍ په تیوریانو کې، کوچني دولتونه د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره له بیلابیل ننګونو سره مخ کېږي. د دې پر بنسټ د کوچنیو دولتونو پر وړاندې اصلي ننګونه  د هغوی بقا ده، نو کوچني دولتونه خپل امنیت د بقاء لپاره فعال متحدین او پرمختللي امنیتي وسایلو ته اړتیا لري. د دغو دولتونو د چلند اصلي موخه خپل داخلي او بهرني ننګونو ته لازم ځواب ویل دي. دا ډول دولتونه هڅه کوي چې خپل د بهرنۍ سیاست تګلاره په دوو مهمو برخو کې تنظیم کړي، لومړې له یوې خوا د محدودیتونو پیژندل او له بلې خوا په خپل ظرفیتونو او وړتیاوو باندې تکیه کول، او دوهم له یوه لوی سیمه ییز ځواک یا نړیوال زبرځواک سره د یو دوستانه ستراتیژۍ په چوکاټ کې په لویه کچه خپل د ملي ګټو تعریف او د امنیت تضمین کول دې. د دې موډل له مخې قطر یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په تیرو څو کلونو کې یې د یو مهم لوبغاړې په توګه د یو کوچني هیواد له ظرفیتونو څخه پورته په نړیوال او د سیمي په کچه فعال او اغیزناک رول ترسره کړې.

قطر چې د مساحت له نظره ډير کوچنی هیواد دې د (آل ثاني) کورنۍ تر واکمنۍ لاندې دې چې په ۱۹۷۱م.کال کې د انګلستان په ملاتړ واک ته رسېدلې. د شیخ حمد بن خلیفه آل ثانی له واکمنۍ راهیسې، قطر په کور دننه او سیمه ییز ډګر کې د ډیرو تحولاتو او پرمختګونو شاهد دی. دوحه له کلونو راهیسې هڅه کوي چې په سیمه ییز او لري سیمه ییزو مسئلو کې چې بحرانونو اغیزمن کړي دي د یوه سیاسي منځګړې په توګه وپېژندل شئ. له همدې امله په متعددو بحرانونو کې د ښکېلو ډلو او حکومتونو په بللو سره هڅه کوي چې د بیلابیلو سیاسي، دیپلوماتیکي او امنیتي لینکونو په رامنځته کولو سره د مذاکرتو یا دیپلوماتیکو خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي او ځان د یو ځانګړې مرجع په صفت په سیاسي او دیپلوماتیکو تعاملاتو کې مطرح کړي.

قطر په منځني ختیځ او د فارس خلیج په سیمه کې د مساحت او نفوس له اړخه یو کوچنې خو نفوذ لرونکی هیواد دې د دې هېواد د پیاوړتیا دوه مهم فکټورونه په یاد هیواد کې د ګازو پراخه شتمني او د الجزیره په څير فعاله رسنیزو دستګاوي شتون دې او همدارنګه په قطر کې د امریکايي پوځي اډې په شتون سره ویلای شو چې دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د دیپلوماسي په ډګر کې ښه بریاوې ترلاسه کړي دي.

قطر په سیمه ایز ډګر کې د منځګړیتوب له پالیسۍ څخه څو مشخص اهداف تعقیبوي:

لومړې: د قطر لومړی موخه په سیمه کې خپل ثبات او د امنیت تامین دې. قطر په داسې حالاتو کې قرار لري چې د پوځي او سیاسي رقابتونو ډګر ګرځېدلې او دوحه هڅه کوي چې له راتلونکي پیښیدونکو ګواښونو څخه ځان وساتي.

دویم: د دوحې د منځګړیتوب دویم هدف په عربي نړۍ کې د شخړو د هوارې هڅه ده چې دې هیواد ته یې د خپریدو مخه ونیول شئ.

دریم: د سعودي عربستان پر وړاندې خپل سیمه ییز نفوذ پراخول، په دې توګه چې قطر ځان د سعودي عربستان لپاره په منځنۍ ختیځ، عربي نړۍ او لویدیځ کې د امریکا د یو متحد په توګه له ځانه احتمالي مشر او بدیل جوړ کړي.

دوحه په سیمه ایزو شخړو کې د ښکیلو لاندې هیوادونو د سوله ییزو ډیپلوماتیکو مذاکراتو کوربه پاتې شوې:

۱ـ  د لبنان کورني بحران د حل لپاره د خبرو اترو کوربه توب (۲۰۰۸)

په ۲۰۰۸م. کال کې وروسته له هغه چې د حزب الله او نورو لبناني ډلو ترمنځ د حکومت د جوړولو په سر خونړي نښتي رامنځته شوې، دوحه ددوې ترمنخ د سولې او اوږدمهاله موافقی د ترلاسه کولو لپاره د سوله اییز خبرو اترو کوربه توب وکړ، چې د حکومت جوړولو لپاره د لبنان د سیاسي ګوندونو ترمنځ د نظر یووالي رامنځته کړې.

۲ـ د فتح او حماس تر منځ د خبرو اترو کوربه توب (۲۰۱۲)

قطر له پخوا هڅه کوي چې د فلسطین د مختلفو ډلو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د یو پلیټ فارم په برابرولو سره هلته پراته ځواکونه سره متحد او یوځاې کړي. د فتح او حماس ترمنځ تړون په ۲۰۱۲ کال کې د قطر د پخواني امیر په وخت کې په دوحه کې امضاه شو.

۳ـ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب (۲۰۲۰)

د افغانستان د کړکیچ په حل کې هم قطر خپل اغیزمن رول لوبولئ، په ۲۰۱۳ کال کې طالبانو ته په دوحه کې سیاسي دفتر ورکړل شو. د تیر افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو نوی پړاو د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲مه د قطر په منځګړیتوب په دوحه کې پیل شو، چې د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د هوکړې لامل شو.

۴ـ د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي په توګه (۲۰۲۰)

د جنرال قاسم سلیماني تر مرګ یوه ورځ وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزیر (محمد بن عبدالرحمن آل ثاني) په یوه ناڅاپي سفر تهران ته په سفر ولاړ، البته په هغه وخت کې رسنیو د قطر له (العدید) پوځي اډې څخه د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د غورځولو خبر خپاره کړ، خو قطر خپل د بهرنیو چارو وزیر د سفر یو معقول دلیل وړاندې کړ. له دغه سفر څخه څه کم لس ورځې وروسته د قطر امیر (شیخ تمیم بن حمد آل ثاني) د واک تر اخیستو وروسته د لومړي ځل لپاره تهران ته ولاړ. د سیمې په حساسو شرایطو کې تهران ته د امیر ورتګ د امریکايي لوري د پیغام رسولو ښکاره نښه ګڼل کېږي.

البته په سیمه اییز مسئلو کې دا د قطر لومړني هڅې نه دي بلکې دوحه تر دې وړاندې هم په سیمه ایزو پېښو کې خپل رول لوبولې دی. لکه په یمن کې د حکومت سره د حوثیانو جګړه، د سوډان په مسئله کې منګړیتوب، د غزې ۲۲ ورځنې جګړه، د لیبیا به شخړو کې ګډون، تونس او د مصر په منازعاتو کې د یو اغیزناک مرجع په توګه خپل دریځ ښکاره کړي. د یادولو وړ دې چې قطر که څه هم د عراق له نوې حکومت سره ښه ملګرتیا لرې خو له کلونو د عراق پخوانۍ دکتاتور ولسمشر صدام حسین د کورنۍ کوربه توب کوې.

قطر په سیمه کې دلاندې فرصتونه د تحقق په لټه کې ده لکه:

۱ـ له انقری دولت سره اوږدمهاله ملګرتیا کول

۲ـ په لیبیا کې د فائز سراج په ځواکونو نفوذ کول

۳ـ د سوریې پر مخالفینو او ترهګرو د نفوذ وړتیا پیدا کول

۴ـ د سیمه ایز مسئلو لپاره د عمان پر ځاې دوحه د مذاکراتو لپاره ټاکل لکه د ایران او امریکا د اختلافاتو د خبرو لپاره د دوحی ټاکل کېدل.

۵ـ  په انصار الله د نفوذ وړتیا او په یمن کې د سیاسی بحران حل لپاره د یمنی ښکیلو غاړو ترمنځ د خبرو اترو لاره هوارول

که څه هم سعودي عربستان به د دوحې او د سیمې د عربي هېوادونو ترمنځ په راتلونکو احتمالي مذاکراتو کې د دوحې د رول مخالف وي، خو قطر هڅه کوي چې د امریکا سره د ملګرتیا له دغې فرصته کار واخلي. په ۲۰۱۷م. کال کې په قطر د بندیز لږولو وروسته دوحه په دې ښه پوه شو چې په بهرنۍ پالیسۍ کې خپل ستراتیژیک ملګري ډیر کړي.

قطر په سیاسي معادلاتو کې دا په ډاګه کړه چې د قدرت دودیزې سرچینې لکه ځمکه، نفوس مادي او نظامي ځواک د قدرت یوازینۍ بڼې نه دي او نوې سرچینې لکه رسنۍ، د نرم ځواک نورمونه او برانډونه کیدای شي د ځواک سرچیني وي او باید استفاده کړل شي.

د الجزیرې شبکه

الجزیره چې په سیمه کې په پراخه کچه منل شوې رسنیزه شبکه ده په ۱۹۹۶م. کال کې د شیخ حمد آل ثانی په مالي مرسته د ۱۴۰ میلیونو ډالرو په لګښت تاسیس شوې او له هغه وخته ددې شبکې ټول مالي لګښتونه د قطر دولت تمویلوی. دوحه له خپلو پولو بهر د یو نړیوال انځور د جوړولو لپاره د رسنیز ډیپلوماسۍ تر چوکاټ لاندې هدفي فعالیتونه ډیزاین کړي، چې نن ورځ د الجزیرې شبکه د قطر د شهرت او د عربي رسنیو د ډیپلوماسۍ تر ټولو مهمه او غوره بیلګه ګڼل کېږي. ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه چې کله امریکا د افغانستان پر وړاندې جګړه پیل کړه، الجزیره یواځینۍ شبکه وه چې په کابل کې یې صحرایې دفتر درلود. دغه شبکه د امریکا له حملي څو ساعته وروسته د اسامه بن لادن غږیز پیغام خپور کړ، د الجزیرې دغه کړنه سبب وګرځید چې یاده شبکه خپل د وخت یو له ډیرو لیدل شوو شبکو څخه وشمیرل شي.

په ټولیزه توګه، الجزیره شبکه د قطر د عمومي دیپلوماسۍ د یو افزار په توګه له څو جهتونو څخه د قطر دولت په خدمت کې بوخت ده:

۱ـ د قطر د سیاسي نظام کورنۍ مشروعیت پیاوړی کول

۲ـ په سیمه ایز او نړیواله کچه د قطر د اعتبار پیاوړتیا

۳ـ یاد هیواد د یو بشردوستانه او آزادي خوښونکۍ سمبول او عنوان په توګه معرفي کول

۴ـ د رسنیو په ډګر کې د پان عربیزم مرکزیت قطر ته انتقالول

۵ـ په نړیوالو معاملاتو کې د قطر پیاوړې دریځ ښکاره کول

۶ـ د سیمه ایزو او نړیوالو شخړو د هوارې لپاره د قطر د منځګړیتوب پالیسي تعریفول

په ټوله کې ویلاې شو، چې دوحه خپل د بهرني سیاست په تاریخ کې ښودلې چې دغه هیواد د عربي نړۍ په ګډون د لویدیځې آسیا څخه نیولې تر شمالي افریقا پورې په کړکیچ کې د ښکیلو خواوو ترمنځ د خلاصو سوله اییزو مذاکرو لپاره د زمینې برابرولو ظرفیت لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.