د کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه؛ افغانستان له سویلي افریقا سره لوبه کوي

77

د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای‌سي‌سي د نیمه‌پایلوبې لپاره د افغانستان سیاله لوبډله په ډاګه کړه.

د کرېکټ نړیوالې شورا سې‌شنبه د چنګاښ پر ۵مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې افغانستان او سویلي افریقا به د یو بل پر وړاندې سیالي کوي.

د یادونې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن له یوې حیرانونکې لوبې وروسته د ډي‌اېل‌اېس (DLS) سیسټم له مخې د اتو منډو په توپیر د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان بنګله‌دېش ته ۱۱۵ منډې هدف وټاکه.

بنګله‌دېشۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان د افغان زلمیو د ټاکلي هدف په ځواب کې ۱۰۵ منډې وکړې.

په توپ‌وهنه کې رحمان‌الله ګربز ۴۳ منډې وکړې.

بل خوا په توپ‌اچونه کې بیا نوین‌الحق او لوبډلمشر راشدخان څلور-څلور لوبغاړي اوټ کړل.

افغانستان به راتلونکي پنج‌شنبه د د وېسټ‌انډيز په براین لارا کرېکټ لوبغالي کې د سویلي افریقا پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې خپل بخت وازمايي.

8am

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.