د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سياليو نړيوال جام د اتو غوره پړاو کې په يوې په زړه پورې لوبه کې بنګلهدېش ته ماته ورکړه او په لومړي ځل د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته ووتله.
د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې د بنګلهدېش پر وړاندې د افغانستان له بریا وروسته، راشدخان افغانانو ته د دې ستریا بریا مبارکي ورکړې.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «ربه ستا ډېر ډېر شکر. دا تاریخي بری دې ټول افغانستان او ټولو مینهوالو ته مبارک وي. موږ په لومړي ځل د کرکټ د نړیوال جام په سیمې فاینل کې یو. ستاسو د ټولو د دعاګانو او نیکو پیرزوینو څخه یوه نړۍ مننه. هېڅ الفاظ نهلرم چې دا خوشحالي په کې څرګند کړم. زنده باد افغانستان»
افغانستان په دې بریا سره په لومړي ځل د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووت.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي د بنګلهدېش پر وړاندې له بریا وروسته، دغه لوبه زړه خوړونکې بللې او ټولو افغانانو ته یې مبارکې ورکړې ده.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «الله اکبر ولله الحمد. تاسو هر یوه ته دې جلا جلا، نیمه پایلوبې ته تګ او دا زړه خوړونکې بریا مبارک وي.
یا الله شکر.»
افغانستان په لومړي ځل د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووتله او نیمه پایلوبه کې به له سوېليافریقا سره سیالي کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.