ایا د خندا او خوشالۍ کولو اجازه لرو؟

احمد ولي اڅکزی

152
ويل کيږي چې په کندهار کې خلکو ته د کرکټ د ملي لوبډلې د بريا د لمانځلو او خوشاليو کولو اجازه نه ده ورکول شوې. تر دې مې لاندنۍ تاريخي کيسه راياده شوه:
د اروپا د تاريخ يو له تر ټولو مشهورو او تر ټولو زيات مطق العنان واکمنانو څخه فرانسوی پاچا شپاړسم لودويګ ګڼل کيږي. هغه د فرانسې هره چاره دومره تر خپل کنټرول لاندې راوستلې وه چې آن د درباريانو د ناستې، ولاړې، خوړلو، نه خوړلو او هر شانته نورو حرکاتو لپاره يې اخلاقيات او معيار انتخاب او تعريف کړی و.
د هغه په هکله ويل کيږي چې په دربار کې يې حاضرو درباريانو ته اجازه نه ورکوله چې بېله د ده د اجازې خبره وکړي، وخاندي يا وژاړي. له همدې کبله چې به کله په دربار کې کوم «جوکر/ټوکمار» خپلې ټوکې وړاندې کولې، نو د هغه پر ټوکو خندل مطلق منع ول. تر هغه وخته چې شپاړسم لودويګ به اشاره وکړه او يو حاضرباش به په لوړ ږغ په دربار کې اعلان وکړ «اوس خندل کېدلای شي!» يا «اوس د خندا اجازه شته!» د هغه وروسته به بيا حاضرين مجبوره ول چې وخاندي، که يې زړه غوښت که نه.
شپاړسم لودويګ خپل ځان ته د «لمر ټولواک» لقب هم غوره کړی و او په زياتو انځورونو کې هغه د لمر او ټولواک د يو امتزاج په توګه ترسيم شوی دی.
هغه پر خپلو خلکو دومره قيودات وضع کړي ول چې د همدغه قيوداتو په برکت په فرانسه کې انقلاب راغلی چې د فرانسې دغه انقلاب د ماډرن يا عصري لوېديځ د پيدايښت او لومړيو بشري او ټولنيزو حقونو د رامنځته کېدو لامل بلل کيږي.
په انقلاب کې شپاړسم لودويګ وپرځول شو او محکمې امر وکړ چې هغه دې په عام محضر يعنی سرعام اع.دام شي. د اعد.ام د پلي کولو لپاره له ځانګړي او نوي اختراع شوي ماشين «ږيلوتين» څخه د کار اخيستلو امر وشو. دا داسې يو ولاړ د لوی او هسک ور د چارچوب په شان فرېم و چې په سر کې پورته يې يوه لويه او پراخه ساتول ته ورته وسپنه ټينګېدله او د اعد.امېدونکي پر سر را ايله کېدله، تر څو سر يې له تن څخه جلا شي او په لاندې پرته ټوکرۍ کې ولويږي.
کله چې د «لمر باچا» چې بې اجازې يې چا د خندا او يا ژړا اجازه نه لرله اع.دام ته حاضر کړل شو، نو د هغه د اجازې پرته ورته حاضرو ولسي کسانو نه يوازې سپکي سپورې ويلې، بلکه په ټوکرۍ کې د هغه د سر لوېدو وروسته يې د هغه د اجازې پرته زښتې زياتې خوشالۍ او خنداوې وکړې. شپاړسم لودويګ چې بې سره شوی و، د هغوی خنداوې نه اورېدلې.
بېشکه چې هوښيار واکمنانو ته په دغه شانته تاريخي پيښو کې لوی درس او عبرت پټ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.