«خت مې زنځيري»

آصف بهاند

143

خت مې زنځیري، کاشکې ــ کاشکې تا لیدلای وای

تــه دې نـه‌راتـلې اخـتـره، یـار مې دې راغـلی وای

دا ځل بیا گودر ځاځي یوه کلیوالي سندره رااخیستې ده او د خپل هنر په گاڼو یې پسوللې ده، د خپل ځانگړي سبک په خُم کې یې رنگولې ده او د خپل سحرگر غږ د جادو په وزرو یې د افغانستان د موزیک په خزان وهلي بڼ کې د تلپاتې طراوت په نیت، د یوې همیشه بهار گل په څېر ډالۍ کړې ده.

«خت مې زنځيري» د نوښتگر او خوږغږي سندرغاړي گودر ځاځي نوې سندره ده. په سندره کې یو «سر» او د شعر څو بندونه راغلي دي سندره او «سر» کلیوالي دی، خو شعر گودر ځاځي د یوې ځانگړې موخې له‌پاره تخلیق کړی دی.

دا سندره پخوا هم په لږ څه بدلون ما اورېدلې وه. لومړی مې په یوه واده کې د کلي له نجونو او ښځو نه واورېده او بیا مې له رادیو څخه په غږیزه او بیا په تصویري بڼه واورېده او ولیده، وروسته بیا نوو سندرغاړو له مسؤلیت پرته په یوڅه ناسمه بڼه هم زمزمه کړې او ویدیو یې هم ورنه جوړه کړې ده. ناسمه بڼه یې په لاندې لینک کې لیدلای شئ:

https://www.youtube.com/watch?v=BBEWQ6FUxoY

د گودر ځاځي په غږ کې د «خت مې زنځيري» سندره په لاندې لینک کې کتلای شئ:

https://www.youtube.com/watch?v=24T4ZxOCefM

د گودر په غږ کې د سندرې ویل شوې بڼې شعر متن دا دی:

خت مې زنځیري، کاشکې ــ کاشکې تا لیدلای وای

تــه دې نـه‌راتـلې اخـتـره، یـار مې دې راغـلی وای

خـت مـــې زنــځــیــري، پـه خـواریـو مـې گـنـډلی دی

جــونـې راتــه وایــي، چـې دا بـې‌درکـــه ښــکـلـی دی

ستـا راکــړی گــل مې، لــونـگـیـن کـې راټـومـبلی دی

څه به شوي وای چې ستا په شتون مې اوغوستلی وای

خت مې زنځیري، کاشکې ــ کاشکې تا لیدلای وای

تــه دې نـه‌راتـلې اخـتـره، یـار مې دې راغـلی وای

*****

خت مې زنـځـیـري، د وطن خـونـدونه نه‌شته دي

مـیـنـه وژل شـوې، د دیـدن خـونـدونـه نه‌شته دي

ستا د هـغـې ښکـلې گل‌بدن، خـونـدونه نه‌شته دي

سم به شي هرڅه، خو چې وطن دې راگټلی وای

خت مې زنځیري، کاشکې ــ کاشکې تا لیدلای وای

تــه دې نـه‌راتـلې اخـتـره، یـار مې دې راغـلی وای

*****

خت مې زنځیري، زه له کـوره هـم وتی نه‌شم

ستا سنـدرې اورم، خو نامه دې اخیستی نه‌شم

زه بـدمرغه پـېغله یم، گودره چېرې تلی نه‌شم

نه دې دا نران وای، نه دې دغه زما کلی وای

خت مې زنځیري، کاشکې ــ کاشکې تا لیدلای وای

تــه دې نـه‌راتـلې اخـتـره، یـار مې دې راغـلی وای

د سندرې په پخواني متن کې تر «سر» وروسته لنډۍ اچول شوې دي، خو د گودر ځاځي نوښت دا دی چې تر «سر» وروسته یې د شعر په بڼه د وخت له غوښتنو سره سم خپلې خبرې او په وطن کې روانې ستونزې مطرح کړې دي او د شعر تر هر بند وروسته «سر» بیا تکرار شوی دی.

وطني پېغلې خو خت جوړ کړی دی، خو د ستونزو او ناخوالو په توپانونو کې به یې بې یاره څنگه او چا ته واغوندي؟

د گود ځاځي دا شعر د یوې وطني پېغلې د ارمانونو او دردونو غږ دی، د داسې پېغلې غږ دی چې پر زړه او بدن باندې یې د وخت د ناخوالو پولۍ ولاړې دي

پښتنه پېغله په ډېرې لویې حوصلې او خوشبینۍ سره وايي چې د ژوندانه په هېڅ شي کې خوند نه دی پاتې، خو بیاهم که دې وطن راته وگاټه، نوهرڅه به سم شي.

وطني پېغله وايي چې زه د بندیزونو او سانسورو په دایره کې تر دې بریده ایساره یم چې له کوره هم وتی نه‌شم، پر زړه باندې مې لکه باران رااوري، سندرې دې اورم، خو نوم دې هم پر ژبه نه شم راوړی، تر گودره پورې تلای نه‌شم…

او بیا د بغاوت په دود وايي چې نه دې نران وای او نه دې دا کلی وای چې د دوی په شتو کې پر خلکو، پېغلو او ښځو باندې دومره نادودې ولې حاکمې شوې دي؟

ما څه موده مخکې د گودر ځاځي پر یوې بلې سندرې (د گودر ځاځي نوې سندره (چېرته‌یې او ورسره تړلي هیلې) ترسرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې وه، هلته د گودر ځاځي کومه بیوگرافي چې ما رااخیستې وه، د هغې په ترڅ کې، د ده د شعر او شاعرۍ په باب  داسې لیکل شوي دي:

گودر ځاځي په خپله نوې سندره (خت مې زنځیري) کې د شعر، موسیقۍ، غږ په اوډلو سره بیا هم نوښت کړی دی، ده د یو پښتو «سر» له‌پاره داسې شعر جوړ کړی دی چې یو یې سندرې ته نوې بڼه ورکړې ده او بل بې د یوه «سر» له‌پاره داسې څو بندونه شعر تخلیق کړي دي چې د افغان نجونو او مېرمنو اوسنی محکوم حالت او د دوی د زړه خبرې په کې مطرح کړې دي.

ما د گودر د نوې سندرې (خت مې زنځیري) په باب له ده څو پوښتنې کړې دي، د پوښتنو او ځوابونو بشپـړ متن دا دی:

گودر گله بیا سلامونه او بیا یوڅو دوستانه خبرې او پوښتنې:

په پیل کې د نوې سندرې (خت مې زنځیري) مبارکي درته وایم!

مننه چې زه دې بیا د خپل غږ پر زرینو وزرونو باندې خپل کلي ته بوتلم، ستا د غږ یو جام، د خپل کلي  تراسمانه پورې ورسولم او له هماغه ځایه مې د خپل کلي ننداره وکړه، د خپل کلي د پېغلې غږ او شکایتونه مې واورېدل او بغاوتونو ته یې غوږ شومه او…

ستاسو د نوې سندرې (خت مې زنځیري) په باب مې د یوې مقالې د لیکلو نیت کړی دی، د دې مقالې د لارنگینۍ له‌پاره به دغه پوښتنې راځواب کړئ:

ــ د «خت مې زنځیري» سندرې د شعر په باب راته ووایاست چې په دې شعر کې مو خپله ونډه څومره ده او څه ډول مو تصرف په کړی دی.

د دې سندرې یوه پخوانۍ زمزمه ما اورېدلې وه، هلته د سندرې سر داسې ویل کېده:

خت مې زنځیري، زنځیري ده وړای یې نه‌شمه

وه مورې درنیسه بل قدم اخیستی نه شمه

هلته تر دې سر وروسته لنډۍ وراچول کېـږي.

ــ ایا پخوانۍ زمزمه تاسو اورېدلې ده که نه؟

ــ ایا د سندرې سر چې تاسو ویلی دی اصل دی، که هغه پخوانی اصل گڼئ؟

ــ د سندرې د موزیک په برخه کې څومره بدلون راوړل شوی دی؟

له ځوابونو او مرستو نه مو همدا اوس مننه او خوښنه څرگندوم.

گودر ځاځي په دېرې مهربانۍ سره زما د پوښتنو ځوابونه راولېـږل، دا یې متن دی:

«قدرمن بهاند صیب، تاسې ته هم سلامونه. خدای دې جوړ لره. دا خو ستاسې همیشنی لطف دی. زه به په سترګو دا پوښتنې ځواب کړم، البته نن شپه یې درته لیکم.

مخکې له مخکې دې منندوی یم.

۱: د «خت مې زنځیري» سندرې د شعر په باب راته ووایاست چې په دې شعر کې مو خپله ونډه څومره ده او څه ډول مو تصرف په کړی دی.

په دې باور یم چې د وخت سره سم کولای شو د فلکلوریکو سندرو د شعرونو مضامین هم بدل کړو او پر هغه اړتیاوو یې وڅرخاوو چې افغانستان یې راڅخه غواړي، کوم څه کې چې افغانستان ته لږ خیر هم وینم نو کوم یې، لیکم یې، سندره کوم یې او خلکو ته رسوم یې. په همدې اساس د (خت مې زنځيري) شعر مې خپله ولیکه او دا چې ولې مې خپله ولیکه؟ په دې اړه اوږدې خبرې باید وشي.

۲: د دې سندرې یوه پخوانۍ زمزمه ما اورېدلې وه، هلته د سندرې سر داسې ویل کېده:

خت مې زنځیري، زنځیري ده وړای یې نه‌شمه

وه مورې در نیسه بل قدم اخیستی نه شمه

هلته تر دې سر وروسته لنډۍ وراچول کېـږي.

ــ ایا پخوانۍ زمزمه تاسو اورېدلې ده که نه؟

هو! خت مې زنځيري یو ډیر پخوانی پښتو سروکی دی چې پښتو مصرۍ به پکې ویل کیدې او تر اوسه پورې یې پښتنې ښځې په ښادیو کې زمزمه کوي. نه یوازې دا چې دا سروکی مې ډیر اورېدلای دی، بلکې پر دې مې هم فکر کړی، چې که زه یې وایم نو د افغانې ښځې نننۍ خبره به پکې کوم او د هغې په نوم به یې خپروم، چې همداسې وشول.

۳: ایا د سندرې سر چې تاسو ویلی دی اصل دی، که هغه پخوانی اصل گڼئ؟

ماته پښتو موسیقي اصیله ده. که پخوانی سروکی د پښتو موسیقۍ تولید نه وای نو نن به زما نوې خبره هم په دې کمپوز کې نه وه. مانا دا چې زه د یو نوي سندریز مضمون په لیکلو او ویلو د پخواني سروکی څخه د هغه قدامت او امتیاز اخیستی نه شم، زه فقط فلکلوریکه موسیقۍ کې غواړم د نن ورځې خبره له پخواني جوړښت سره په سلا کې وکړم او بس.

۴: د سندرې د موزیک په برخه کې څومره بدلون راوړل شوی دی؟

د خت مې زنځيري سندرې موسیقي او ویډیو په یو وخت او کمه موده کې په ژوندۍ بڼه ثبت شوي دي، کټ مټ لکه د ټنګ ټکور یو ساده محفل. ما غوښتل همدا ډول یې وکړم. کوښښ کې یم ژوندۍ موسیقي له نویو خبرو سره خلکو ته وړاندې کړم.

ژوند ژوند بهاند صیب محترم!

څه چې مې زده وو په ځوابونو کې مې لنډ لنډ ستاسې حضور ته ولیکل. هر هغه څه چې د نور تفصیل اړتیا یې وي، لطفا ماسره به یې شریکوې، زه مو هم خدمت کې یم او هم ستاسې له زحمتونو همیشنی منندوی.

کور مو ودان،

ګودر»

د گودر د نوې سندرې (خت مې زنځيري) د اورېدو له پیل نه ترپایه په خپل کلي کې وم او داسې مې انگېرله چې د وطن یوه په کور بندي پېغله ما مخاطبوي او دا هرڅه ما ته وايي حتی په سندره کې راغلی پېغور:

خت مې زنځیري، زه له کـوره هـم وتی نه‌شم

ستا سنـدرې اورم، خو نامه دې اخیستی نه‌شم

زه بـدمرغه پـېغله یم، گودره چېرې تلی نه‌شم

نه دې دا نران وای، نه دې دغه زما کلی وای

هم زه ځان‌ته گڼم او داسې یې انگېرم چې ما تراوسه عملاً د حالاتو په بندیخانه کې د وطن د بندي پېغلې او مېرمنې له‌پاره څه نه دي کړي. هیله مې دا ده چې ټول قلموال د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو د ترلاسه کولو، د تړلو ښوونځیو د پرانستل کېدو او ازادۍ له پاره په یوه خوله او گډ عمل سره کار او مبارزه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.