افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مري

76

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مري.

دغه سازمان پرون (یکشنبه د غبرګولي۲۰مه) یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې دوی د میندو د مړینې د کمولو له جدي ګواښونو سره د مبارزې لپاره ۳۵۲ میلیونه ډالرو اضافي مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه میندې او ماشومان په افغانستان کې د امیندوارۍ او ماشوم زیږون پورې د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې لازمه بودیجه برابره نه شي، په افغانستان کې به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي دي.

همدارنګه، د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالي له درې ملیون څخه ډیر خلک اغیزمن کړي چې په کې له ۶۰ زره څخه ډیر د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان او له ۲۴۰ زره څخه ډیر امیندواره او شیدې ورکونکي میرمنې شاملې دي.

تر دې وړاندې د نړۍ یو شمېر روغتیايي بنسټونو په افغانستان کې د میندو د مړینې له زیاتوالي خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې ښځې په دې هېواد کې تر نورو ډېرې زیانمنې دي.

د بېړنیو حالاتو د ادارې د راپور له مخې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.