سندره

سلګۍ غزل

126

اولسه!! تاســـــــــــو چرته یٸ نن بیا مــــو مبارک شه
بریا مو مبارک شه
نغمې دي اتڼونه دي خندا مــــــــــــــــــو مبارک شه
بریا مو مبارک شه

زمـــــــــــــــــــــونږه اتلان دې خدای اباد لري همزولو
ځه تل لاس په دعا یو
الله دې راته تل زمــــــــــــــــــــونږ هېواد لري همزولو
ځه تل لاس په دعا یو
د امــــــــن ازادۍ تازه هــــــــــــــــــوا مو مبارک شه
بریا مو مبارک شه

دهقان سندرې واٸې لاس کې لښته ترخ کې جغ دی
همدا اصل افغان دی
دا چا په اننګــــــــــــو باندې جوړ کړې چې بېرغ دی
همدا اصل افغان دی
ملت ســـــــــــــــــــره رښتیا دغه وفا مو مبارک شه
بریا مو مبارک شه

یاقـــــــــــــوت که زمرود دي دا هم دلته پېدا کېږي
دا خاوره جنتي ده
انار دي کـــــــــــه امرورد دي دا هم دلته پېدا کېږي
دا خاوره جنتي ده
انګور د کابل جان سېوو د پکتیا مو مبارک شه
بریا مو مبارک شه

دا درې رنګـــــــــــــه بېرغ دې تل ځلانده وي خالقه!!
سلګۍ پرې خوشخالېږي
ورشو د ګل وطن چې مــــــدام تانـــــــده وي خالقه!!
سلګۍ پرې خوشخالېږي
تیاره د بېلات ورکه شه رڼا مو مبارک شه
بریا مو مبارک شه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.