سبا افغان کرېکټ ملي لوبډله او بنګله‌دېش لوبیږي

121

 ټاکل شوې چې سبا (سه‌شنبه) د ۲۰۲۴ کرېکټ نړیوال ۲۰ اوریز جام د اتو غوره لوبډلو په لړ کې افغان کرېکټ ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره مخامخ شي.

دا لوبه سه‌شنبه د چنګاښ پر ۵مه د افغانستان په وخت د سهار په ۵:۰۰ بجو په ارنس وېل کرېکټ لوبغالي کې کېږي.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو د غوره اتو لوبډلو پړاو کې خپله لومړۍ لوبه هند ته بایللې ده.

په دغه پړاو کې افغان کرېکټ لوبډلې خپله دویمه لوبه پرون له استرالیا سره وکړه چې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د کرېکټ نړیوال جام په دغه پړاو سیالیو کې نن استرالیا او هند مخامخېږي.

د یادونې ده چې که هند کرېکټ لوبډلې استرالیا ته ماتې ورکړي او افغان لوبډله سبانۍ لوبه له بنګله‌دېش څخه وګټي؛ په دې سره به افغانستان بل پړاو (نیمه پاېلوبې) ته لار ومومي.

۸صبح، کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.