د عبرت کیسه

ژباړن: سید عبید الله نادر

116

د ګوګل د سرچینو څخه ژباړه د ماشومانو له پاره لنډه کېسه

یو سپین ږیری با با د خپل ځوی انږور او نمسی سره په یوه کور کې ژوند کاوه . څرنګه چې د سپین ږیري بوډا سترګي هم ضعیفه شوي وي او سترګو یې هم سم لیدل نشو کولای . او غوږونه یې هم صحیح نه اوریدل او خپی هم د تګ پر مهال لرزیدی د عمر د زیاتوالي له کبله چې د ډوډۍ د میز په سر به کښیناسته نو لاسونه به يې هم لرزیدل .او مړی به تری پر میز ولویده او یا که مایعات به وو هغه به پر میز توی شول .او آن تر دي اندازې ، چې کله به یې مړۍ خولي ته کوله هغه به د دي له خولي ښویده او خراب منظر به یې د دوی له پاره جوړوه چې هر وارې د ده د ځوی او د انږور حالت به د دي صحنی په لیدو بد کیده تر څو چې یوه ورځ دوی پریکړه وکړه ، چې بابا ته په خټینه کاسه کې ډوډی واچوي او د بخارۍ تر شاه یې کښینوي چې خپله ډوډۍ په آرامه وخوري ، ډوډۍ او قتغ  چې به یې با با ته په کاسه کې اچول هغه به دومره کم ول. چې با با پرې ښه نه مړیده . نو په ډیره حسرت سره به یې د میز و خواته کتل او سترګي به یې له اوښکو ډکي شوي.

لاس لړزېدل یې تر هغې اندازی وو چې یوه ورځي دا خټینه کاسه یې د لاسه څخه ولویده او ماته شوه، انږور یې په غصه شوه او بدی خبری یې ورته وکړې. سپینږیری هیڅ هم ونه ویل.

فقط آه یې د خولي نه وایست وروسته یې د سپین ږیری له پاره د لرګیو یوه کاسه وپیرله سپین ږیري شکایت ونه کړ او هره ورځ به یې په هغی کې ډوډۍ خوړله. ورځي راغلې او تیري شوی تر څو چې دوی یوه ورځي ښخه او میړه دواړه سره یو ځای ناست ول او سره خبری یې کولي. چې د دوی وړوکي ځوی یوه ټوټه غټ لرګی پر مخکه ایښی وو او پر چاکو یې کنده . پلار ترې و پوښتل چې ځویه څه کار کوی ؟ ځوی یې په ځواب کې ورته وویل : چې زه غواړم د لرګیو یوه کاسه جوړه کړم ، کوم وخت چې ته او زما مور زاړه شوی نو تاسي ته به په کې ډوډۍ واچوم  او تر مخي مو کیږدم پلار د عبرت سخت ټکان وخوړ او بله ورځ خپل پلار سپینږیری با با یې بیرته پر میز راوست او پر میز یې کښیناوه تر څو یو ځای ډوډۍ وخوري، نو بیا د هغي ورځي وروسته که د سپین ږیری لاسونه  لرزیدل او یا مړۍ تری غورځیده نو هیڅ چا ورته څه نه ویل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.