اختر تر ما رارسیدلې خو زه پاتې یمه
ګرانه اوس وایه دواړه کله به اختر ته رسو
هغه اختر چې د کابل په دامانو کې اوسو
یاغ بالا، د بابر بڼ او د پغمان دره کې
رابعه بلخې د درانۍ یا د ملالې لیسه
د جینکو پر ارمانونو ولولې خورې وي
د دیدنونو په شیبو کې وې د مینې څپې
په کابل ښار کې راشه درشه وي اختر مبارک
سره راټولې جینکۍ وې په همدغه خوښۍ
د ښوونځې د رخضتۍ خوشالۍ
جوړوي غونډې کارپوهان وي هڅاند
د هېواد ټوله فضا وي د احمد ابدال
وزیر اکبر، امان پادشاه د ارمانونو بریا
شیبې مو ګلورینې او پر ژوند خپل بسیا
نازو او زرغونه انا، رابعه بلخي همغږې
راټول پر بدخشان، هرات، کتړ د مینې زوګ وي
د علم څلې روڼ وي د ملالې په ټپو کې
اختر ټول سندریز وي د مارغانو په نغمو کې
په غرونو کې شور ګډ وي بیا د زرکو په نڅا کې
له هسکه سپوږمۍ تاوه په فضا کې میلمنه وې
د ستورو غاړه کې یې وې پر موږه لورولې
امو تر اباسینده مو یوه څپه خوره وې
له زړه به ولس په یو ځاې د اختر خوښي لمانځينه
او ټول به د خوښیو ولولې راپاڅوینه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.