امریکا د ایران زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

85
په ایران کې د اهواز زندان یوه څنډه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د ماشومانو په ګډون د افغان بندیانو د وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ويلي چې د ایران د حکومت له لوري د توقیف پر مهال له دوى سره ناوړه چلند شوی دی.

دغه وزارت په یوه نوي راپور کې چې تازه يې “په ۲۰۲۴م کال کې انساني قاچاق راپور” په نوم خپور کړی، ویلي چې د ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانان په ایران کې د توقیف پر مهال له سختو فزیکي ځورونو سره مخ شوي او د اوبو او خوړو له کمښت نشتون سره سره د اوږدې مودې لپاره په سختو شرایطو کې ساتل شوي دي.

دغه راز ویل شوي چې نیول شوي افغانان د ایران د سرحدي پولیسو د ګولیو د ټپونو له امله له روغتیايي خدمتونو او حتی د درملنې څخه لرې ساتل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایراني چارواکو د ۲۰۲۳م کال تر پایه له ۳۴۵زرو ډېر افغانان نیولي او له هېواده ايستلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

یوې افغانې ښځې چې د درېیو ماشومانو مور ده او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې درې میاشتې وړاندې له ایران څخه افغانستان ته په جبري توګه ایستل شوې ده.

نوموړې د ځان د توقيف پر مهال د ستونزو په اړه وويل: “د ایران پولیس دومره بد او فاسد دي چې هېڅ اندازه نه لري. موږ په ډېر ستونزو سره افغانستان ته راغلي یوو. د ايران خدا ناترسو پولیسو موږ دوه ورځې قول اردو، ته بوتلو او بندي يې کړو، موږ ته يې یوه ډوډۍ رانه‌کړه، ماشومانو ډېر ژړل او په ډېر بد حالت کې وو، موږ په ډېر مشکل سره بېرته راستانه شوو، موږ شاوخوا پنځه ورځې په لاره کې وو.”

دغه راز په تهران کې مېشتې یوې افغانې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په ایران کې د افغان ماشومانو د ځورونې په اړه ازادي راډیو ته وویل: “په ایران کې په ځانګړې توګه په تهران کې افغان کاريګرو، ماشومان د پوليسو له لوري ځورول کېږي، زه خپله د تهران په لارو کوڅو کې د څو پیښو شاهده یم، پولیس کاريګرو ماشومان سره ډېر بد چلند کوي، په ځانګړې توګه که هغه له افغانستان څخه وي ورسره ډیر تبعیضي چلند کېږي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې دا هم راغلي چې ایراني چارواکي په ايران کې هغه افغانان چې د اوسېدو اسناد لري له هغو سره يوځاى چې اسناد نه لري نيسي او له ياد هېواده يې باسي.

دغه راز ویل شوي چې ایراني چارواکو د تېر کال په اوږدو کې په پرله‌پسې ډول زیانمن شوي افغانان په زوره ایستلي او حتی عمر لرونکو کسانو او ماشومانو یې ډزې هم کړي چې هڅه یې کوله له پولې دې هېواد ته واوړي.

په ایران کې یوه افغان کډوال، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: “زموږ یو ملګری يې چې شاوخوا ۶۰ کاله عمر لري، پاسپورټ او ویزه یې هم درلوده ونیوه او لاسونه یې ولچک کړل. اوس ایراني پوليسو د ناوړه چلند یوه ډېره نوې طریقه کاروي، دوى اسنادو لرونکي او بې اسنادو کسان نيسي او قول اردو ته يې وړي وهي، ټکوي يې او عر څه جې لري ترې اخلي يې.”

په ایران کې یو زندان چې یو شمېر افغانان په کې بندیان دي.
په ایران کې یو زندان چې یو شمېر افغانان په کې بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت په رسمي توګه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په کابل کې د ایران سفارت شاوخوا څلور کاله وړاندې په هغو شبکو کې د افغان مهاجرینو د وهلو او ځورونې په اړه چې ایراني امنیتي ځواکونو ته منسوبې وې، دغه موضوع رد کړې وه.

د ایراني پولیسو له‌خوا افغان کډوالو سره د تاوتریخوالى کولو ادعا کومه نوې خبره نه ده.

په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې په اړه تل په خواله رسنيو کې یو شمېر ویډیوګانو لاس په لاس شوي او په ځلونو کډوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ایران د پولیسو له‌خوا د ځورونې شکایت کړى دی.

له بلې خوا شاوخوا ۹ میاشتې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال پرته له استادو په ایران کې ژوند کوي او ورسره يې د دوی د ایستلو لړۍ یې پیل کړې ده.

څو ورځې وړاندې په نیمروز کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې د روان لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو کې له ایران څخه څه باندې سل زره افغان کډوال په زور او یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.