نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده؛ د تېر نظام د حج وزیر په افغانستان کې سبا ته د دې اختر اعلان غندلی

100

نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده؛ د تېر نظام د حج وزیر په افغانستان کې سبا ته د دې اختر اعلان غندلی

په داسې حال کې چې د اسلامي نړۍ لویه برخه نن لوی اختر لمانځي، طالبانو د دوشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

نن یکشنبې، د ۱۴۴۵هجري قمري کال د ذی الحجې لسمه په ټوله نړۍ کې د لوی اختر ورځ ده.

پرون له اسلامي اصولو سره سم نژدې دوه میلیون مسلمانان د عرفات په غونډۍ کې راټول شول او د حج مراسم یې پرځای کړل.

په دې ډله کې د طالبانو د مشرانو په ګډون د دېرش زرو په شاوخوا کې افغان حاجیان هم شامل دي.

نن د حج زیارت کوونکي عرفات کې سره راټول شول

قیم لېنک 

حاجیان به نن قرباني کوي او بیا به یوبل ته د لوی اختر په مناسبت مبارکیانې وايي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د اختر په اړه د سعودي عربستان اعلان نه دی منلی او دوشنبې یې د لوی اختر ورځ اعلان کړې ده.

په تېرو څو لسیزو کې افغانستان لوی او کوچنی اختر تل له سعودي عربستان سره یوځای کاوه، خو د دوو ګاونډیانو یې- پاکستان او ایران دا ورځ یوه وروسته لمانځله.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ پر ایکس شبکې په یوه بیان کې د سترې محکمې یوه پخواني اعلان ته د اشارې په ترڅ کې لیکلي چې په افغانستان کې دوشنبې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او عرفه هم د شنبې نه بلکې د یکشنبې په ورځ ده.

د اسلامي چارو پوه صلاح‌الدین سعیدي ازادۍ راډیو ته وویل، اختر او د اسلام نور مناسبتونه د هر هېواد اقلیم ته په پام سره تعینېږي.

سعیدي وايي: “د عرفې او د حج تاریخ چې د سپوږمۍ په لیدلو سره د علماوو له‌خوا اعلانېږي، د ځینو علماوو له نظره د اقلیم مسئله په‌کې مهمه ده او د ځینو نورو له نظره مرکزي اسلامي حاکمیت. نو ځکه هر څوک چې په هر محیط او وطن کې ژوند کوي او حکامو او علماوو یې چې همغسې فیصله وکړه، زما دیني برداشت همدا دی چې د همغو د فتوا پربنسټ دې عمل وکړي.”

خو د جمهوري نظام پر مهال د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي پرون پر خپله فېسبوکپاڼه په یوه لیکنه کې د لوی اختر ناوخته اعلان غندلی دی.

حلیمي، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په کلونو کې له طالب مشرانو سره نژدې پاتې شوی، د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو سرپرست وزیر نورمحمدثاقب ته د طنز په ژبه لیکلي چې سبا دې د عرفات غونډۍ ته ولاړ شي او په داسې حال کې چې هلته به ګڼه ګوڼه هم نه وي، اعلان دې وکړي چې عرفات ورځ نن ده.

د ثاقب او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په ګډون د طالبانو یو شمېر جګپوړي مشران د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

د عکس ښي لور ته د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي کبیر، د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هغه لوړپوړي طالب مشران دي چې سعودي ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره تللي دي.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي کبیر، د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هغه لوړپوړي طالب مشران دي چې سعودي ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره تللي دي.

همداراز د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د استخباراتو د لوی ریاست سرپرست مشر عبدالحق وثیق په دې مراسمو کې حاضر دي چې پرون یې د عرفې په مراسمو کې هم ګډون درلود.

د طالبانو دا چارواکي د ملګروملتونو د بندیزو په لېست کې دي، خو د جون په پنځمه د ملګروملتونو امنیت شورا د طالبانو دې څلورو مهمو چارواکو ته د سعودي عربستان د سفر اجازه ورکړه.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.