راشد خان: داسې الفاظ نه لرم چې خپل احساسات بیان کړم

66

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان له بنګله دیش څخه د لوبې تر ګتلو وروسته وویل چې هڅه به کوي چې لوبډله په نیمه پای لوبه کې هم ښه وځلیږي. افغانستان په لومړي ځل د ۲۰ اوریز جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په یوه زړه پورې لوبه کې افغانستان بنګله دیش ته د ډي ال اس میتود له مخې په ۸ منډو ماتې ورکړه او په دې سره یې د نړیوال جام نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړه. دا د افغانستان د کریکټ په تاریخ کې لومړی وار دی چې لوبډله یې د نړیوال جام نیمه پای لوبو ته رسیږي. افغانستان به د جون په ۲۷مه له سویلي افریقا سره خپل بخت ازمایي. په همدغه نېټه به بله لوبه د هند او انګلستان ترمنځ وي او دوې ګټونکې لوبې به د روان شل اوریز نړیوال جام پای لوبې ته وځي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ډیر شمیر افغانانو او د کریکټ مینه والو د افغانستان دغه بریا ستایلې ده. په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیر شمیر افغانانو د خپلې خوښۍ هغه شیبې شریکې کړي دي چې د افغانستان تر بریا وروسته یې لمانځي.

افغانستان د ټاس تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پریکړه وکړه او د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. په نننۍ لوبه کې افغان بالرانو په ښې توپ اچونې سره وکولی شول چې د دغه نسبتا کم هدف څخه دفاع وکړي. نوین الحق او لوبډلمشر راشد خان هر یوه د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او نوین الحق بیا د لوبې غوره لوبغاړی شو. د بنګله دیش ټوله لوبډله تر ۱۰۵ منډو جوړولو وروسته وسوځیده.
دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.