پښتو آریانا دایرة المعارف ته کتنه

لیکوونکی: محمد مرتضی نافع

143

لنډیز:

دایرة المعارفونه نه یواځې دا چې د عمومي معلوماتو سرچینې دي، بلکې ملي ارزښت هم لري. په پښتو آریانا دایرة المعارف کې هڅه شوې، چې د علومو بیلابیلو څانګو څخه علمي موضوعات او همدارنګه لومړی د افغانستان او بیا د نړۍ د ملي وتلیو څیرو، پوهانو، ټولنیزو او سیاسي مخورو، شاعرانو، لیکوالو، هنرمندانو او واکمنو په اړه معلومات  راټول او له څېړنې وروسته لیکل شوي دي. پښتو آریانا دایرة المعارف ټول(۱۹۶۰۰) سرلیکونو لري او په (۶۷۵۰) مخونو کې چاپ شوی دی.

سریزه:

لکه څرنګه چې قاموسونه یواځې د یو شخص لخوا نه لیکل کیږي، په همدې اساس پښتو آریانا دایرة المعارف قاموس ته ورته علمي ټول غوڼد دی، چې د علوم اکاډمي له (۱۰۰) څخه زیاتو غړو لخوا لیکل شوی دی. له قاموس یې فرق دادی، چې په قاموس کی د اړوند برخې د هر ویی مانا، فونیمکه لیکنه، تلفظ او دویي د کارونې په موخه یې څو جملو هم ذکر کړې وي، اما په دایرة المعارف کې بیا د سرلیکونو په اړه څېړنه کوي او د سرلیکونو په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړي دي.لکه څرنګه چې په لنډیز کې هم یادونه وشوه، په پښتو آریانا دایرة المعارف کې لومړی معلومات راټول شوي او وروسته پرې د معتبرو سرچینو له مخې پرې څېړنه شوې ده.

 په دې کتاب کې هغه کلیمات او اصطلاحات چې په پښتو او دري کې ورته معادل نه لرو، په بهرنیو ژبو لیکل شوي دي، خو د هغه مطابق تلفظ یې په پښتو او دري هم ورسره لیکل شوي دی، کورنۍ علمي، ادبي سیاسي څیرې او مشاهیر چې په هر نوم( لومړني نوم او یا تخلص) پیژندل شوي، په همغه نوم لیکل شوي هم دي او بهرنۍ نامتو څیرې چې ځینې یې په نړیواله توګه په کنیه او تخلصونو پیژندل کیږي، د هغوی معرفي هم پکې شوې ده. د پښتو آریانا دایرة المعارف په دواړو ملي ژبو چاپ شوی، پښتوآریانا دایرة المعارف په( ۷ ) ټوکونو کې له( ۱۳۲۹ څخه تر ۱۳۵۵. ل) کال پورې تقریبا د ۲۶ کلونو په جریان کې په مسلسل او وقفیي ډول لیکل شوی. په دې لیکنه کې د پښتوآریانا دایرة المعارف ټوکونه او پکې راغلي سرلیکونو په لنډ ډول در وپیژنو:

۱ـ د پښتو آریانا دایرة المعارف لومړی ټوک:

لومړی ټوک په ۱۳۲۹.ش کال په (۱۰۰۰) مخونو کې د کابل عمومي مطبعې لخوا چاپ شو، چې سرلیکونه یې له(آ) څخه پیل تر(ابو عبیده بن الجراح) پورې رسیږي او د سر لیکونو شمېر یې (۲۵۰۰) سوه شاو خوا او د پاڼو اندازه یې (29*21) سانتي متره ده.

۲ـ د پښتو دایرة المعارف دوهم ټوک:

دوهم ټوک هم (۱۰۰۰) مخونه لري، چې سرلیکونه یې له( ابو عبیده هروي) څخه پیل او تر ( اورپا) کلیمې پورې یې مطالب معرفي کړي. ددې ټوک سرلیکونه هم (۲۵۰۰) ته رسیږي، چې د یو زیات شمېر لیکوالانو له خوا برابر شوي دي. د اټوک په ۱۳۳۲.ل کال د کابل په عمومي مطبعه کې چاپ شوی دی.

۳ـ د پښتو دایرة المعارف درېیم ټوک:

درېیم ټوک هم د نورو ټوکونو په څېر په (۱۰۰۰) مخونو کې چاپ شوی دی، چې په دې کې د نورو سرلیکونو ترڅنګ د( افغانستان) په نوم یو کتاب هم خپور شوی دی. چې (۵۶۰) مخونه لري. د افغانستان په نوم کتاب کې د څلورو خواوو، د غرونو د لړیو، سیندونو جیولوجیکي ځانګړنو، اداري او تشکیلاتي جوړښت سربېره د افغانستان تاریخي څیرې، څاروي، الوتونکي، غلې، دانې، میوې، صنایع، سوداګري، د افغانستان لرغوني ادبیات، د پښتو او دري ادب کتابونه، شاعران او لیکوالان د افغانستان موزیم او مسکوکات او نور ګټور معلومات هم پکې وړاندې شوي دي، ددې برخې لوی او واړه سرلیکونه (۶۰۰۰-۷۰۰۰) په شاوخوا کې دي، چې د افغانستا پېژندې په اړه یو مهم اثر پیژندل کیږي.

د افغانستان په نوم کتاب په ځانګړې توګه د پښتو دایرة المعارف مدیریت لخوا هم چاپ او خپور شوی دی، د پښتو دایرة المعارف درېیم ټوک سرلیکونه له ( ارورن ) څخه پیل او بیاتر( اکوادور) پورې رسیږي.

۴ـ د پښتو دایرة المعارف څلورم ټوک:

څلورم ټوک په(۱۰۰۰) مخونو کې په ۱۳۴۴.ل کال کې د کاب عمومي مطبعې لخوا چاپ شوی دی، سرلیکونه یې له( اګریمان) څخه پیل تر( ترکمان) پورې رسیږي، په دې ټوک کې د (۱۵۰۰) په شاوخوا کې مضمونونه او سرلیکونه ځای شوي دي.

۵ـ د پښتو دایرة المعارف پنځم ټوک:

پنځم ټوک هم په ۱۳۵۴.ش کال کې چاپ شوی، ( ۱۰۰۰) مخونه لري  او(۲۵۰۰) سرلیکونو په کې ځا ی شوي، چې له( ترکمن چای) څخه پیل او په (ډېوه) پای ته رسیږي. نوموړی ټوک هم د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ شوی دی.

۶ـ د پښتو دایرة المعارف شپږم ټوک:

شپږم ټوک په ۱۳۵۵. ش کال کې د سرطان په میاشت کې په (۶۰۰) مخونو کې چاپ شوی دی، (۲۵۰۰) سرلیکونه لري او له(ذ) څخه تر( عمر رض) پورې رسیږي. یاد ټوک هم د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ شوی دی.

۷ـ د پښتو دایرة المعارف اووم ټوک:

اووم ټوک د ۱۳۵۵. ش کال اسد په میاشت کې د کابل دولتي مطبعې لخوا چاپ شو، د مخونو شمېر یې له(۶۰۱) څخه پیل او تر(۱۱۵۰) پورې رسیږي، د (۱۱۰۰) په شاخوا کې سرلیکونه لري، چې له(عمر کابلي) څخه پیل او په (یونس) پای ته رسیږي.

پایله:

په پښتو آریانا دایرة المعارف کې د علومو بیلابیلو څانګو څخه علمي موضوعات او همدارنګه لومړی د افغانستان او بیا د نړۍ د ملي وتلیو څیرو، پوهانو، ټولنیزو او سیاسي مخورو، شاعرانو، لیکوالو، هنرمندانو او واکمنو په اړه معلومات  راټول او له څېړنې وروسته لیکل شوي دي، په دې کتاب کې هغو علمي اطلاعاتو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، چې په علمي معتبرو منابعو کې یې معلومات خوندي دي، د کیفیت او کمیت له پلوه ډیر د پاملرنې وړ دي، هره موضوع د بیلابیلو کورنیو او بهرنیو ماخذونو څخه لیکل شوې او ټول موضوعات او مطالب د الفبې پر بنسټ تنظیم شوي، ترڅو لوستونکي وکولای شي پرته د وخت له لاسه ورکولو څخه خپله د پام وړ موضوع یا مطلب په علمي او ښه ډول پیداکړي.

د یادونې وړ ده، د پښتو آریانا دایرة المعارف کې په هر سرلیک باندې څېړنه شوې او په ټوله کې علمي، څیړنیز ټولغونډ دی او د معلوماتو یوه ټولګه ده. د موضوع د لنډون په موخه مو د هر ټوګ د بیلګې پرځای په پای کې فقط دوه بېلګې په لاندې ډول ذکر کړې دي.

مثلا:

۱ـ آدم علیه والسلام:

آدم یا ابوالبشر د ځمکې په سر لومړی انسان اولین پیغمبر او د ټولو خلکو پلار دی، دده دپیدایښت او ژوند په باره کې په درې ادیانو کې له یهودیت، مسیحیت او اسلام کې یو ډول روایات راغلي دي، د حالاتو تفصیل یې په لاندې (۶) سورتونو کې شوی دی:

۱ـ د بقره سورت(۳۰ او ۴۹ ایتونه)                                       ۴ـ د اسراء سورت (۴۰ـ ۶۵ایتونه)

۲ـ د اعراف سورت (۱۱ ـ ۲۲ ایتونه)                                   ۵ـ د طه سورت ( ۱۱۵ ــ ۱۲۴ ایتونه)

۳ـ د حجر سورت( ۲۸ ـ ۴۲ ایتونه)                                     ۶ـ د ص سورت (۷۱ ـ۸۵ ایتونه)

۲ـ آس:

د آس علمي نوم Equss caballus   دا څاروی واښه خوري، هره پښه یې یو ګرد ښنګری لري، یعنې دپښو ښنګری یې طاق وي، د پښو هډوکی یې اوږد او دځغاستې ځانګړتیا وې لري، آس اوږد سر لري او دتندي برخه یې همواره ده، دماغ یې کوچنی، غاړه یې اوږده او غښتلې ده، د اوږدې پښې لري، په نړۍ کې تر ۹۵ میلیونه آسونه شته.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.