ناروغ افغانستان؛ د نړۍوالو غونډو نیمګړې پایلې او د افغانستان نامعلوم راتلونکی

شاه محمود میاخېل

140

فکر کوم ۲۰۱۲ یا ۲۰۱۳ ز کال و چې د ناتو له خوا د ستراتیژیک کمیونیکشن په اړه کنفرانس په دوبۍ کې جوړ شوې و. دغه کنفرانس کې یو شمیر افغانانو، د ناتو د هیوادونو د بیلابیلو تحقیقاتي ادارو، رسنیو او د أفغانستان د امنیتي او دفاعي قوتونو د ستراتیژیک کمیونیکیشن استازو برخه درلوده. زه هم دې کنفرانس ته بلل شوې وم.

په کابل کې د ناتو د ستراتیژیک کمیونیکشن یا(psychological operation)  Psyops مسوول هغه وخت وویلې چې د امریکا د متحده ایالاتونو په سیاست کې د افغانستان مسله د دغه هیواد د سیاسي مسایلو په لست کې سلمه مسله ده. هغه وخت او اوس هم ډیرې افعانان په دې فکر او عقیده دي چې افغانستان د دنیا د ثقل مرکز دی. أفغانستان دنیا والو او په خاصه توګه د امریکي متحده ایالاتو لپاره لومړیتوب لري.

هو!

افغانستان د افغانانو لپاره مهم دی او همیشه د افغانانو د توجو لپاره باید د ثقل مرکز وي ځکه افغانان کې هر چیرته وي، أفغانستان هیرولې نشي او د افغانانو ژوند، عزت، سوکالي او ښادي د أفغانستان د ثبات او عزت پورې تړلې ده. خو له بده مرغه، نن سبا په نړۍ کې نور ډیر زیات مهم مسایل روان دي چې افغانستان د نړۍ د لومړیتوبونو او خبرونو په سر کې نه راځي. دا چې د أفغانستان مسله به د امریکا د متحده ایالتونو د اولویتونو په لست کې څومه مسله وي، شاید اوس د سلو مسایل په لست کې به هم نه وي.

دا چې د افغانستان بحران د لویو طاقتونو د لومړیتوبونو او توجه په سر کې نه دی، بیا هم چې کله یوه او بله غونډه هلته او دلته د افغانستان په هکله جوړیږي، که پایلې ملموسې هم نه وي، باید په نیک فال ونیول شي ځکه د أفغانستان د جاخې یا بحران حل یوازې د افغانانو پورې اړه نه لري بلکې د سیمې او د نړۍ د هیوادونو رول لکه څنګه چې د أفغانستان په ورانې او ګډوډې کې منفي تاثر درلود یا لري، همداسې د دوی رول د أفغانستان په جوړولو او ثبات کې هم مهم دی. نه أفغانستان دوی بې له افغانانو جوړولې شي او نه افغانان په ځانګړې توګه له دوی د ښه نیت نه په غیر، په أفغانستان کې سوله او ثبات راوستلې شي. د نړۍ، سیمې او د افغانانو تر منځ د تفاهم ژبه او هم په یوه موازې کرښه کې د ګټو راوستل مهم دي.

راځو په دې بحث وکړو چې د دوحا د غونډې پایلې ولې ملموسې نه وي؟

له بده مرغه تر دې دمه د افغانستان د مسایلو په حل او بحران کې د سیمې او نړۍ هغه هیوادونه چې برخه او یا لیوالتیا لري، هم نظره نه دي. همداشان افغانان هم په خپلو منځو کې سره متحد نه دي او هر کله باالخیر مسله ده. دوی ځکه سره هم نظره او متحد نه دي چې د ټولو خواو ګټې سره متضادې او مؤخې توپیر لري. همدا علت دی چې په ټولو سیمه ایزو او نړیوالو غونډو کې د افغانستان او د افغانانو ګټې د بحثونو اصلي محور نه دي. دا چې په ټولو غونډو کې د خبرو محور د افغانانو او د أفغانستان ګټې مطرح نه وي نوخامخا به په دغه غونډو کې د رڼا د څرک په عوض، د تورتمونو څرکونه لیدل کیږي.

د افغانستان د بحران په هکله ولې افغانان، سیمه او نړۍ سردرګومه ده، د دغه سردرګومې ځینې مسایل په دغه لیکنه کې څیړل شویدي. کیدې شي یو شمیر لوستونکې د دې لیکنې سره موافق نه وي، خو د دغه مسایلو یادول د افغانانو لپاره اړین دي ځکه دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د برحاله او راتلونکو بحرانونو د مخنیوي په هکله د خپلې وسې په اندازه د هرې مشروع ممکنې لارې هلې ځلې وکړي.

د افغانستان د مرض د سردرګومې یا جاخې تشخیص معلوم دی. د مرض د تداوې یا حل لپاره دوا هم معلومه ده، خو لویه ستونځه دا ده چې د مریض د علاج په سر د مریض افغانستان د وارثینو او معالجو ډاکترانو تر منځ د لارې په حل لانجه ده او دا لانجه تر دې حده هم ده چې مخکې له دې چې مریض ته دوا ورکړل شي، د مریض مرض انتاني شوی او اوږد علاج ته اړتیا لري.

د مریض افغانستان وارثین او خوا خوږي او معالج ډاکتران په عوض د دې چې مریض ته دوا ورکړي تر څو د مریض حالت ښه شي، د دوی تر منځ جنجال او اختلاف ورځ تر بلې زیاتیږي. د دې ډیر احتمال شته چې مریض یا د افغانستان اصلي ستونځه د ټولو د یاده ووځي او پا په عوض یې لس ګونه نور مرضونه سر راپورته کړي. ځکه د نوو جنجالونو لپاره چای جوشونه خوټکیږي او د اور د مړ کیدو په عوض د اور د تازه کولو لپاره خس او خاشاک راټولول کیږي او د جنګ اور د مړ کیدو په حال کې نه دی.

کله چې حالات کړکیچن شول، د افغانستان د مسلې  جاخه به نوره هم سره جنجالي کیږي او د انجړلې پنجړلې ګوټلۍ د تار سر یا نخ تار به د ټولو نه ورک وی. نه به د مریض افغانستان وارثین او نه به خواخوږي او د سیمې او نړۍ معالج ډاکترانو سره د حل کومه لاره وي بلکې ټول به په عقلي او عصبي ناروغیو اخته او مریض به هم لکه اوس د زنکدن شپې او ورځې شماري.

د مریض د مرض تشخیص دا دی چې اکثره افغانان، د سیمې هیوادونه او د افغانستان په مسایلو کې دخیل او ذیعلاقه هیوادونه او حتی د طالبانو اکثره لوړپوړي غړي په دې عقیده دي چې د أفغانستان موجوده وضعیت او د طالبانو حاکمیت چې ولسي او نړیوال مشروعیت نه لري او د عدم مشروعیت او قانوني حکومت په نه شتون کې فزیکي، بشري او رواني امنیت د خطر سره مخامخ دی، د اقتصاد انجن چې پانګونه او بانکي سیستمونه دي، فلج دي او د هیواد نه د وتلو یا تیښتې لړۍ په بیسارې توګه روانه ده، ټولو خواو ته د منلو وړ نه ده او هم په اوسنې شکل د طالبانو حاکمیت دوام نه شي کولې. په ساده اصطلاح، د افغانستان موجوده حالت د هغه اور اخستي پرتوګ په شان دی چې نه اور مړ کولې شئ او نه پرتوګ ویستلې شئ.

د دغه مضمن مرض د تداوې پیل باید په دې وشي چې د سیمې او نړۍ هیوادونه د رقابتونو په عوض یوې واحدې اجماع ته ورسیږي. افغانان هم باید د سیمې او نړۍ سره داسې اجماع ته ورسیږي چې هم د افغانانو لپاره، هم د سیمې هیوادونو او نړۍ لپاره د شخړو د حل د فرمولې په أساس ټولو خواته ته د ګټې ګټې یا Win-Win Situation وي. دا حالت هغه وخت رامنځته کیدلې شي چې په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت حاکم شي. که مشروع او قانونمند حکومت نه وي، بیا افغانستان د افغانانو لپاره، د سیمې د هیوادونو او نړۍ لپاره د شخړو د حل د فرمولې په اساس ټولو خواو ته د تاوان تاوان حالت یا Lose-Lose Situation وي.

د مشروع او قانونمند حکومت د جوړیدو لپاره فرموله جنګ نه دی بلکې معنی داره بین الافغاني ډیالوګ دی.‌ د بین الافغاني ډیالوګ له لارې د اساسي قانون درلودل او د قانون په چوکاټ کې د نفې او انحصار سیاست باید نه وي. د طالبانو په شمول هیڅ خوا نفې کولې نه شي بلکې ټول افغانان باید د قانون په چوکاټ کې د کار، ژوند او سیاست حق ولري. د اساسي قانون د تصویب او تعدیل د یو څو کسو افراطیانو چې څوک یو قسم او څوک بل قسم نظامونه او سیستمونه غواړي، کار نه دی بلکې دا د ولس کار دی چې د لوی جرګې یا د ریفرنډم له لارې اساسي قانون تعدیل اویا نوی تصویب کړي او د اساسي قانون په بنیاد بیا مشروع او قانونمند حکومت د ولس په خوښه او رایه رامنځته شي. نه همه شموله حکومت د افغانانو په درد خوري او نه د انډیوالې او سهامي شرکت حاکمیت د افغانستان ستونځې حل کولې شي. د ویانا په کنفرانس کې مې په ډیر وضاحت سره وویل که ولس ډاکتر انارکلی ته رایه ورکړله، چې هم ښځه او هم سکهه افغانه ده، مونږ یې باید ومنو او که ولس طالبانو ته رایه ورکړله، هم یې باید ومنو ځکه ولس به همدوي غواړي. یوازې او یوازې اساسي قانون د خلکو حقوق او د نظام بقا تضمینولي شي.

دا چې د افغانستان مطلق ولس مسلمانان دي نو اساسي قانون به خامخا د مخکني اساسي قوانینو په شان د اسلام په روحیه برابر وي.‌ که طالبان یا نور افراطیان وایي چې اساسي قانون په اسلام کې نشته دا سمه نه ده ځکه فقه قانون دي چې جمهور علماو د خپل وخت د اړتیاو په اساس رامنځته کړیده. کله چې جمهور علما وایو نو جمهوریت هم د اسلام سره مخالفه پدیده نه ده ځکه د جمهوریت قوانین د هر ملک د دین، مذهب او عنعناتو مطابق وضع کیږي او د افغانستان قوانین لکه د مخکې په شان به د اسلام او افغاني روحیې سره برابر وي.

اوس سوال دا دی چې مرض او تشخیص هم معلوم دی او د حل لپاره یې دوا او فرموله هم معلومه ده نو ولې افغانان، د سیمې هیوادونه او د أفغانستان په مسایلو کې دخیل هیوادونه نشي کولې چې اجماع ته ورسیږي؟

اصلي خبره د ګټو او د ګټو خوندي کول او د قدرت ساتل دي.

د طالبانو نه بې پیل کوو. د طالبان افراطي مشران او د هغوي ړانده پیروان تر اوسه په خیالي غرور مست دي چې دوی دنیا ته ماتې ورکړې،‌ د دوی ماډل د إسلامي حاکمیت د دنیا د ټولو ماډلونو نه بهتر دی، د دوی امیر المومنین چې نه یې د بیعت أصول او هویت معلوم دی، د الله تعالی خلیفه دی، دوی د اسلام ټیکه داران او ساتونکي دي او د دوی په فکر د دوی حاکمیت مشروعیت لري. د مشروع خلیفه یا امیر خبره بې له چون اوچرا باید افغانان ومني. همداشان دنیا هم باید د دوی غوښتنې او احکام قبول او دا چې په داخل د أفغانستان کې هر ډول بندیزونه لږوي او یا ظلم کوي، هغه د دوی داخلي موضوع ده.

طالبان دغه حالت ته واقعیتونه وایي او نړۍ باید د أفغانستان واقعیتونه ومني. د دوی دا ډول طرز د فکر د دې باعث شوې چې دوی ولس ته مسوولیت ونه لري او که د چا خوښه وي او که نه، دوی به خپل حاکمیت ته دوام ورکوي. د دوی ملګري او مشران د هر ډول حساب ورکونې نه خلاص دي او کولې شي چې دوی درې ښځې وکړي، موټرې ولري او کورونه واخلي. د دوی د پلویانو فساد د دوی لپاره روا ښکاري.

دا پورته طرز د فکر، اکثریت افغانانو او نړیوالو ته د منلو وړ نه دی. همدا علت دی چې د نړۍ هیوادونه أفغانستان په رسمیت نه پیژني. د أفغانستان د سفارتونو استازو ته کوربه هیوادونه په درنه سترګه نه ګوري، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د أفغانستان چوکۍ د طالبانو سره نه ده. د طالبانو مهم مشران د وزیرانو په کچه د ملګرو ملتونو په تور لست کې دي. د أفغانستان بانکي سیستم فلج دی. اکثره هیوادونه د طالبانو سره د پټ پټونې لوبه کوي. نه یې په رسیمت پيژني او نه یې د لرې کولو أراده لري.

افغانان هم په داخل او بهر کې د طالبانو په دې کړنو خوشاله نه دي چې هیواد یې د نړۍ په کچه مشروعیت ونه لري، تعلیمي نظام د زوال په حال کې وي، په ښځو د لوړو تحصیلاتو او کار بندیز وي، بانکي سیستم فلج وي، فقر ورځ تر بلې زیاتیږي او د چا چې وسه کیږي د هیواد نه وځي.

د طالبانو دا ادعا چې دوی د دین ساتونکي دي، غلطه ادعا ده ځکه الله تعالی خپل پیغمبر ته وایي چې د دین ساتونکې ته نه یې او االله تعالی د دین ساتونکې دی. د دین نه د قدرت په خاطر سؤ استفاده پخپله لوی فساد دی چې هم دین ته صدمه رسوي او هم افغانانو او أفغانستان ته.

د دوحې غونډې ته د طالبانو استازی، د افغانانو او د یو مشروع حکومت د استازي په توګه نه و بلل شوې بلکې هغه د حاکمې ډلې یعنې یوازې د طالبانو د ډلې د استازي په توګه بلل شوې و. په دې بحث نه کوو چې د طالبانو حاکمه ډله نه سیستم لري اونه په خپل سیستم اعتبار لري که نه یو ویاند باید هلته نه وې تللې بلکې د بهرنیو چارو وزیر، معین او یا د دوی سفیر په قطر کې برخه اخستې وې ځکه د نړۍ دیپلوماتیک نورم همدا ایجابوي. حتی د پاکستان سره د مسایلو د حل لپاره د کندهار والي لیږي خو د کورنیو، بهرنیو او د دفاعي چارو وزیرانو ته اهمیت نه ورکوي ځکه د دوی سیستم په انډیوالې ولاړ دی او فکر کوي چې د دنیا سیاست هم په انډیوالې چلیږي. داسې نه ده کله چې د یو هیواد منافع په خطر کې شي نو بیا په سیاست کې انډیوالې نه شته دی ځکه ښه بیلګه یې د پاکستان او طالبانو انډیوالې وه چې کله د پاکستان ګټې د ۲۰۰۱زکال د سپتمبر نهمې نیټې د پېښې نه وروسته په خطر کې شولې، پاکستان خپل پخواني انډیوال، امریکایانو ته په لاس ورکړل، بندیان یې کړل او ځینې ووژل. د مجاهدینو د مشرانو سره هم همدا کار وکړ.

دویمه برخه د أفغانستان د معضلې، د طالبانومخالفین دي. د طالبانو مخالفین هم سره د پخوا په شان متحد نه دي. د اکثره سیاسي جریانونو او په خاصه توګه د هغه جریانونو روایتونه چې په پوځي حل عقیده لري، د پخوا په شان دي. نه یې سیاسي‌ مؤخه معلومه ده اونه یې د جنګ تمویل کوونکي منبع. نه د جنګ د عقبې لپاره د مجاهدینو او طالبانو په شان اډه لري. د جنګونو په مشروعیت او عدم مشروعیت دلته بحث نه کوو او نه په دې بحث کوو چې جنګونه څومره ستونځې زیږوي.

د جنګ لپاره لاپې شاپې ډیرې دي خو واقعیتونه دا دي چې د جنګ او د جنګونو د دوام لپاره لیوالیتا د اکثره افغانانو په منځ کې، اوحتی د سیمې او نړۍ د هیوادونو ترمنځ نشته دی. ځکه ټول په دې پوهیږي چې د جنګ د دوام له امله د جنګ د اور بڅرکې په سیمه کې په ډیره اسانې سره خپریدلې شي او دغه حالت د ټولو لپاره د تاوان تاوان یا Lose-Lose Situaiton دی.

البته که حالات همداسې دوام کوي، جنګونه او نیابتي جګړې خامخا پیل کیږي او د راروانو جنګونو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی ځکه د دوی حاکمیت راتلونکو نیابتي جنګونو ته زمینه مساعدوي. دا هم واضحه حقیقت دی چې په نیابتي جګړو کې د افغانانو، د سیمې او حتی د نړۍ هغه هیوادونو چې د أفغانستان په مسله کې لیوالتیا لري، خیر نه شته خو د دغه واقعیت په شتون کې نیابتي جګړې د سیمې او نړۍ د متضادو مؤخو له امله خامخا رامنځته کیږي او هیڅوک یې مخه نشي نیولې. البته سیمې او نړۍ افراطي ډلې همدا حالت غواړي ځکه که مشروع او قانونمند حکومت رامنځته کیږي نو بیا دوی په أفغانستان کې ځای نه وي. ولې د جنګ مخه نه نیول کیږي ځکه چې هر څوک د هغه فرمولې په أساس چې د دښمن دښمن زما دوست دی، هره خوا خپلې نیابتې ډلې دیو بل په ضد تقویه کوي.

ولې دافغانستان په مسایلو کې د سیمې او نړۍ دخیلو خواو تر منځ متضادې ګټې شتون لري او دوی غواړي چې د خپلو ګټو د خوندي کیدلو لپاره د أفغانستان په جغرافیه کې د نیابتي ډلو نه کار واخلي په داسې حال کې چې اکثره یې د دغه ډلو د تقوې او جنګونو په عواقبو پوهیږي؟

ځینې افغانان کله کله داسې فکر کوي چې د دنیا او یا د سیمې هیوادونه د أفغانستان په هکله معلومات نه لري او کوښښ کوي چې دنیا وپوهوي چې أفغانستان څنګه هیواد دی او په أفغانستان کې څه روان دي. د دنیا د اکثرو ملکونو ولسونه د نورو هیوادونو په مسایلو په تفصیل نه پوهیږي خو د دغه هیوادونو استخبارات او سیاسیون په دې پوهیږي چې أفغانستان کې څه روان دي او حتی د أفغانستان د اکثره سیاسیونو او فعالینو د پښو اندازه او د فکر تولید ورته هم معلوم دی او په دې هم پوهیږي چې څنګه د خپلو ګټو لپاره روایتونه جوړ کړي او څنګه د افغانانو جنګي ډلې کرایه کړي. هغه افغانان چې فکر کوي دنیا نه پوهیږي، هغوي داسې سوچ کوي چې دوی لکه کڼو ته غږیږي او په زوره خبرې کوي چې کاڼه دنیاوال یې واوري خو کڼو ځانونه کاڼه اچولي دي او یوازې هو او نه کوي ځکه هغوي په دې پوهیږي چې افغانان څه وایي او حالات څنګه دي.

دلته د سیمې د هغه هیوادونو په هکله لږ تفصیل ورکوم چې د أفغانستان په مسایلو کې لیوالتیا لري او ولې د دوی ګټې سره متضادې دي؟

کله چې مونږ سیمه او نړۍ وایو نو سیمه او نړۍ یو مشخص ادرس نه لري او د هر هیواد ګټې د بل هیواد د ګټو سره توپیر لري. هر هیواد د خپلو ګټو لپاره ستراتیژیک دوستان او دښمنان لري او کوښښ کوي چې خپلې ګټې خوندي کړي. د بیلګې په توګه که مرکزي اسیا یاده کړو، د تاجکستان او قرغزستان تر منځ مستقیم پروازونه نه شته دی. که د دوشنبې نه غواړې چې قرغزستان ته لاړ شي نو اول باید دوبۍ یا استانبول ته لاړ شئ او بیا د هغه ځای نه قرغزستان ته ځئ او همداسې د قرغزستان نه دوشنبې ته. د تاجکستان او ازبکستان تر منځ او همداسې د قزاقستان او ترکمنستان تر منځ زیاتې ستونځې د اوبو او سرحدونو تر منځ وجود لري. بیا د دې هیوادونو اړیکې د روسیې، چین او امریکا سره جلا بحث دی. که جنوبي اسیا یاده کړو نو د هند او پاکستان تر منځ او همداسې د هند، بنګله دیش،سریلانکا، تر میانمر (برما) او چین تر منځ ډیرې ستونځې وجود لري.

که منځني ختیح یادو نو د عربي هیوادونو او ایران تر منځ ډیرې ستونځې شتون لري چې مسایل یې لا نور هم مغلق کړیدي. د فلسطین مسله، د سورې جګړه، د بحرین، یمن او سعودي جنجالونه او داسې نور.

که د لویو طاقتونو خبره کوو نو هغه خو واضحه حقیقت دی چې د امریکا، روسې، چین او اروپایانو تر منځ بلا ډیرې ستونځې او رقابتونه موجودې دي.

لوی طاقتونه کوښښ کوي چې مستقیم د یو بل سره په ټکر کې نه شي او همیشه کوښښ کوي چې نیابتي ډلې د یو او بل په ضد استعمال کړي او یا د جنګ لمن د خپلو سیمو نه لرې او د نورو د نفوذ په سیمو کې ورته دوام ورکړي. ځکه په کومه سیمه کې چې جنګ وي، د هغې سیمې هیوادونه زیات تاوان ګوري او د سیمې نه د بهر هیوادونو لخوا په لږو امکاناتو جنګ تمویل کولې شي خو دغه جنګ مستقیمو متخاصمو هیوادونو او یا د سیمې د هیوادونو لپاره په زیات قیمت تمامیږي. مثالونه د تیرو جنګونو او اوسنیو جنګونو ډیر زیات دي. د أفغانستان جګړه په تیرو څو لسیزو کې، همداشان د منځني ختیځ جګړې، د سورې جګړه، د اوکراین جګړه، سودان، کانګو، ویتنام، نیکاراګوا او داسې نورې.

په أفغانستان کې د چین، روسیې او ایران ویره دا ده چې امریکا د طالبانو نه د دوی د ګټو په خلاف کار وانخلي ځکه امریکا په لږه مرسته کولې شي چې دا سیمې نارامه کړي. په دې خاطر هر هیواد غواړي چې د طالبانو سره منفي تامل ته دوام ورکړي. طالبان هم پوهیږي چې د دوی خریداران په سیمه کې زیات دي او د خپلو ګټو او قدرت ساتلو په خاطر د ټولو هیوادونو سره منفي تامل ته دوام ورکوي خو په دې هم پوهیږي چې دوی نه شي کولې چې د امریکا په ضد او یا د هغوي د خوښې نه په غیر د امریکا د ګټو په خلاف عمل وکړي. تر اوسه امریکا د طالبانو په منځ کې زیات نفوذ لري او د امریکا په اندازه مرسته هیڅ یو بل هیواد د أفغانستان او طالبانوسره نه شي کولاې.

هند هم په کلونو غوښتل چې د جنګ لمن د خپلې سیمې او د پاکستان سره د سرحدونو نه لرې په أفغانستان کې وساتي. هند په ډیر لږه مرسته د أفغانستان او د أفغانستان د ځینو ګروپونو سره څو لسیزې کوښښ وکړ چې د پاکستان د شر نه ځان خلاص کړي او په أفغانستان کې یې مصروفه وساتي. هند نن سبا په اقتصادي او پوځي لحاظ د پاکستان نه ډیر پرمختګ کوې او پاکستان خپل رقیب نه ګڼي خو غواړي چې د پاکستان د شر نه ځآن وساتي او پاکستان باندې د سافټ پاور له لارې فشار راولي چې په هند کې مداخله ونه کړي.

پاکستان نه هم لاره ورکه ده ځکه په نړۍ کې د پخوا په شان خریدار نه لري لکه د نړۍ د سوړ جنګ په دوران کې یې د امریکا او غرب نه، همداشان د چین او عربي هیوادونو نه په میلیاردونو ډالره اخستل، خپل پوځونه یې عربانو ته په کرایه ورکول او یا پاکستانیانو ته په نورو هیوادونو کې د کار زمینه مساعدوله. اوس پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ژورو ستونځو سره مخامخ دی او هغه افراطي ډلې یې چې جوړې کړې وې، د هماغه مارانو له خوا به خوړل کیږي. دوی فکر کاوه چې د طالبانو د راتګ سره به أفغانستان د پاکستان پنځمه صوبه وي او د طالبانو د راتګ په ابتدا کې همداسې وه.

روس او چین هم سره رقابت لري او غواړي چې د خپلو ګټو په خاطر سره همکاري ولري. چین د قزاقستان او ازبکستان له لارې د یو سرک او یو کمربند د پروژې په أساس د پراخې ترانسپورټې لارې جوړول پیل کړیدي چې د ایران له لارې چا بهار ته ورسیږي. د چین بله پروژه د پاکستان له لارې د سیپیک پروژه ده چې ګوادر بندر ته ورسیږي. د دغه پروژو په سر، د ایران او پاکستان رقابت هم شتون لري، روسیه هم نه غواړي چې د مرکزي اسیا هیوادونه په چین متکي شي او د روسیې د نفوذ نه خلاص شي. هند هم نه غواړي چې ګوادر تقویه شي ځکه هند د چین او پاکستان د ګټو خلاف دی او دا پروژې د چین نفوذ زیاتوي او د هند نفوذ کموي.

له بله خوا امریکا نه چا بهار غواړي او نه ګوادر ځکه په دواړو پروژو کې د چین نفوذ زیاتیږي او چین د منځني ختیځ سره وصلیږي. د دې په عوض امریکا، هند، د متحده عربي ایالاتو، بحرین او اسرایلو د ابراهیم په نوم تجارتي قراردادونه امضا کړل چې د خلیج د همکاریو هیوادونه د عربستان سعودي په شمول دغه قرارداد پراخیتا لپاره سترګې په لار دي. دا قرار داد ایران او چین لپاره یو لوی چیلنج جوړوي.‌ د دغه قرارداد نه وروسته ایران او چین د فلسطین شخړې ته لمن ووهله چې دا قرارداد عملي نه شي.

که دا رقابتونه همداسې تحلیلوي نو یو کتاب ترې جوړيږي چې اوکراین، لرې خټیخ او نورو سیمو کې کوم کوم رقابتونه روان دي. اصلي خبره دا ده چې افغانان د هغه متل په أساس که غم خود را بخورد لاغر نشود، عمل وکړي ځکه أفغانستان په هیڅ صورت کې په دې موقف کې نه دی چې په دغه رقابتونو کې ځانونه ښکیل کړي او که ځآنونه ښکیل کوي نو د پخوا په شان به یې یوازې ملاګانې او پښتې ماتیږي او نور هیڅ نه شي کولې.

پدیتوګه، د پورته مختصر تحلیل نه وروسته ویلې شو چې د سیمې هیوادونه او د سمیې نه بهر نور هیوادونه چې د أفغانستان په چارو کې لیوالتیا لري، هغوي په أفغانستان کې زیاتې اقتصادي ګټې نه لري بلکې د دوی لیوالتیا د أفغانستان نه د امنیتي تهدیداتو او مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق له امله ده. په همدې خاطر دوی د طالبانو په منځ کې او هم د طالبانو او د طالبانو د مخالفینو په منځ کې هر هیواد خپل پلویان لري او د هر ډول سیاسي او امنیتي حالاتو د تغیر په هکله په متبادلو بدیلونو کار کوي او یا متبادل بدیلونه لري. یوازې افغانان دي چې متبادل بدیل نه لري او یوازنې بدیل دا دی چې په أفغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت رامنځته شي چې هم د افغانانو ګټې خوندي شي او هم سیمه او نړۍ د أفغانستان نه ویره ونه لري. د یو قانونمند او مشروع حکومت په درلودلو سره أفغانستان د سیمې او نړۍ سره په سوله ایزه توګه ژوند، سیاسي او اقتصادي اړیکې درلودلې شي. دا حالت د ګټې ګټې یا Win-Win Situation د ټولو لپاره دی.

دغه د ګټې ګټې حالت هم تر هغه وخته رامنځته کیدلې نه شي چې افغانان پخپله او په خاصه توګه طالبان چې اوس حاکم دي، یو بل ونه مني، د اصولو او قوانینو په أساس سره راټول او د أفغانستان د راتلونکي لپاره سره په یوه همه شموله پروسه او تګلاره توافق وکړي چې په هغه کې د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي. د دغه کار لپاره د دنیا نه مرسته اخستل هم ګټه نه لري او نه هم دنیا دومره وخت هم نه لري چې خپله ټوله انرژي په أفغانستان مصرف کړي. دا خیالي او ارماني فکر نه دی بلکې د واقعیتونو او د راتلونکو خطرونو په نظر کې نیولو سره افغانان پخپله کولې شي ځکه افغانان پخپله سره جوړ شي نو نه یې نور استعمالولې شي او نه به افغانان د نورو د ګټو لپاره قرباني ورکړي.

شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.