ګیلمن ته

اجمل ښکلی

150

که له مېرڅه سره توده زموږ اړيکه ده
خو ستا شعرونو کې ژوندۍ زموږه کړيکه ده
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ستا په لېمو کې رغړېدلې دي زما اوښکې
او ستا له خولې وتې زما د زړګې څړيکه ده
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
مسيحايي نظر دې ګرمه کړه جذبه د خوشحال
د پښتنو زړونو کې پاتې کله سيکه ده
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
وکاره تا پرې د خپل خوږ نظر د مينې ګلاب
ډيورنډ څه دی، خو زموږ د وينو ليکه ده
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
تا په هغه لاره کړ بل د خپلې وينې څراغ
چې پښتنو ګڼلې کومه لار تاريکه ده
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
جرم مو دا دی، چې جلا له يو بل نه پايېږو
ګناه مو دا ده، چې زموږ وينه شريکه ده
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د ډيورنډ په کټارو زموږ خوږمن شاعره
وايي، چې ولې يې شکولې دغه ليکه ده
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
نشو کړی مات ضرورتونو او نه ډار د دوښمن
ګېلمن څه دی؛ خو اجمله ملايکه ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.