ډبلیوایف‌پي: تر اکټوبر پورې به ۱۲.۴ میلیونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ وي

83
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته اړمنې مېرمنې

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام په خپل یو تازه راپور کې خبردار ورکړی چې د روان میلادي کال تر راروانې اکټوبر میاشتې پورې به د افغانستان ۱۲.۴ میلیون وګړي د خوړو د نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخامخ وي.

“ډبلیوایف‌پي” په خپل یو تازه راپور کې چې نن سې شنبه د جون په نهمه خپور شوی، ویلي چې له روانو ننګونو سره سره افغانستان د خوړو د نه خوندیتوب له پلوه د پخوا پرتله په نسبتاً ښه حالت کې دی، خو بیا هم د ملګرو ملتونو دا اړونده اداره وايي چې اوسمهال له پنځو کلونو د کم عمره ۳.۲ میلیون ماشومانو په ګډون ۴ میلیون افغانان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

په راپور کې راغلي چې دوی اړمنو خلکو ته د بېرنیو خوراکي توکو، تغذیې او نورو بېړنیو اسانتیاوو برابرولو لپاره سږ ۲۰۲۴ کال ۱.۶ میلیارد ډالرو ته ته اړتیا لري.

“ډبلیوایف‌پي” ویلي میلادي کال ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن دي.

ارشیف: په نیمروز کې بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ دغه مېرمنې سوال کولو ته اړ ایستلي دي.
ارشیف: په نیمروز کې بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ دغه مېرمنې سوال کولو ته اړ ایستلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې د خوړو د ناامنۍ د دې کړکېچ لاملونه په افغانستان کې دوامداره اقتصادي بې ثباتي، اقلیمي بدلونونه لکه وروستي ویجاړونکي سېلابونه، وچکالۍ او هېواد ته له ایران او پاکستانه د سلګونو زرو افغان کډوالو بېرته راستنېدل ښودلي دي.

په دې راپور کې د روان کال د مارچ تر جون میاشتې د هېواد په شمالي او لوېدیځو ولایتونو بغلان، غور او بدخشان کې سختو سېلابونو له امله د سلګونو زرو خلکو د زیانمنېدو یادونه هم شوې چې په ټکو یې، د دغو سېلابونو له خلکو د هغوی اقتصادي عایداتي سرچینې اخیستي او د دوی کورونه، سړکونه، روغتونونه او د تعلیمي مرکزونو په ګډون یې عامه زېرمې ور ویجاړې کړي دي.

یو شمېر عام افغانان چې سېلابونو ځپلي او ځینې یې له نورو هېوادو په جبري توګه راستانه کړل شوي، وایي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او کافي خواړه نه لري.

د بغلان ولایت د لقیو سیمې اوسېدونکې او سېلاب ځپلې رنګینې د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: “سېلابونه راباندې راغلل، غرق یې کړو، کوټې مو راچپه شوې، اوس په ګرمو خېمو کې اوسېږو، اولادونه مې ناروغان دي، خاوند ناروغ، دومره څه نه‌لرو چې د خپلو ناروغانو غم پرې وخوروم، موږ وایو کاش چې دومره مو څه درلودلی چې دا خپلو اولادو ته مو ورکړي وی.”

په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

کمال خان چې نږدې دوه میاشتې مخکې له پاکستانه راستون شوی، وایي چې له ورته ستونزو سره مخ دی او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره پوره خواړه نه شي برابرولی.

هغه وویل: “اقتصادي ستونزې مو ډېرې دي، د کور کرایه چې ۲۵۰۰ افغانۍ ده هغه نه شو ورکولای، ماشومانو او مور دوی ته مې هېڅ هم نه شو اخیستلی چې نوي راغلو اول کې لږ غوړي، وړه او کاکويي(د ماشومانو لپاره خواړه) یې راکړل او بس.”

د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبلیوایف‌پي” د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه یوازې له پاکستانه ۱۵۰زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي چې دوی یې دتمویل او ورسره د مرستو لپاره ۱۷.۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، سېلاب ځپلو ته د خدماتو او بشري مرستو برابرو لپاره ۱۴.۵ میلیون ډالرو اړتیا لري.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو نورو ادارو هم په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنې او بېلابېل راپورونه خپاره کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته د دې هېواد اوسېدونکې تر بل هر وخت له سختې بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ سره مخ دي.

د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ دا وضعیت د طالبانو له لوري د ښځو په کار تر بندیزو وروسته لا پسې کړکېچن شوی دی.

  • 16x9 Image

    فېروزه عزیزي/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.