د هیواد د لویو لارو، سړکونو غاړو سمسورتیا او زرغونتیا ته یوه کتنه

لیکنه: مشعل سمسور

178

د کابل او نورو ولایتونو  ښاروالۍ، د ټول ګټو وزارت، د کرنې اوبو لږولو وزارت په هیواد کی د هر ډول ښایست، سمسورتیا، زرغونتیا او نورو خدماتو لپاره مسئولیت لري، دوی باید په دې پوه شي چې زمونږ دنده یوازی دا نده چې په خپل سکتور کی بوخت اوسیږو، بلکه له دې سره هغه سکتورونه هم شته چی کاری اړیکی یې له یو بل سره تړلی دي او یو له بله پرته کار نشی تر سره کولی بیا اړتیا وي چې باید په ګډه سره کار تر سره کړي تر څو ښی پایلط ولري د مثال په توګه د نیالګیو کرل، روزل، ځای برابرول، کینول، اوبه ورکول، دوا پاشی، سره ورکول، پام ورته کول، له څارویو یې ساتل، د ماشومانو نه ساتل تر څو ضرر ورته ونه رسوی، خلکو ته د سمسورتیا او زرغونتیا باره کی عامه پوهاوی ورکول، د ځنګلونو پر اهمیت خلکو ته پوهاوی او خبرتیا په کی شامل دی، په ځینی کارونو د ښار عام وګړو، ښاریانو دوکاندارانو، موټروانانو او په داخل د ښار کې لاسی کارچۍ کارانو ته متوجه دی چی په سختۍ ورته پاملرنه وشی.

د ښار د واټونو سمسورتیا او زرغونتیا آسانه کار ندی د مالي مصارفو تر څنګ یې  ښه پاملرنه،  پر وخت اوبه ورکول، د تنظیف دنده ده چی نظافت ته پام وکړی او له ماشومانو ته د کورنۍ لخوا توسعه په دنده کی شامل کارونه دی، که چیری د واټونو ترڅنګ او په ګلدان کی ښایسته ونی، نیالګی ، ګلان، چمنونه او نور زینتی بوټی کیښودل شي زمونږ ښارونه، واټونه، د تګ راتګ لوی او ټرانزیټي لارې، زمونږ چاپیریال به ډیر ښایسته ښکاریږی نو دلته بیا دا کار زموږ  د پاکوالی او نظافت ښکارندویی کوی .

هر کال او بیا سږ کال د کابل او نورو ولایتونو په شمول  د نیالګیو کیښنولو کمپاین پیل شو زیات شمیر نیالګی چمنونه، ونۍ او زینتی بوټی کیښودل شول چی د خلکو او عام وګړو له تود هرکلی سره مخ شول او دا کار ډیر په زړه پوری روان وه په کابل کی د ښاروالۍ او تنظیف آمرینو څرګنډه کړه تر څو خلک دا ثابته کړی چی دوی په حقیقت کی ښه ښاریان دی نو دوی دې مهربانی وکړی له موږ سره دی لاس یو کړی تر څو خپل ښار، چاپیریال او واټونه پاک وساتو باید له موږ سره خلک همکار پاتی شی.

دا خو مونږ او تاسو ته معلومه ده چی افغانستان د اقلیم او جغرافیې له مخې ډیر په زړه پوری آب هوا لری موږ او تاسو ته د وطن سهار او مازیګری ټولو ته  زړه بښونکی انژی ورکوی او هر څوک له دی نه د خپل ژوند خوند اخلی تر څو دوی تر او تازه پاتی شي. په ګران هیواد افغانستان کی ډول ډول د تازه او وچو میوو شتون په نړی کی ساری نلری چی له خونده ډکی دی چی له خپل ګاوند کی یی هم نشو پرتله کولی، د هر ولایت خپلې میوی او ونی دی خو خوند یی بلکل جدا دی. توپیر یی له نورو ملکونو سره د خاورې، اوبو کی د مینرالونو شتون او اقلیم ښودل شوی دی چی په ملک کی دننه او بهر په لویه پیمانه تود بازار او شهرت لری. دا میوی لرونکی ونې چی انسانانو ته تازه او وچی میوی ورکوي تر څنګ یی په لویه پیمانه آکسیجن او پاکه هوا جوړوی چی د بشریت د ژوند ته داسی ده لکه اوبه چی موږ پری ژوندی یو که چیری په هوا کی آکسیجن ګار ختم شی بشریت او نور ساه راښکونکی موجودات به له مینځه لاړ شي.

د غیر مثمرو ونو او زینتی بوټو کیښودل:

که چیری د میوه لرونکو نیالګیو تر څنګ مونږ نور غیر مثمره،  زینتی او صدا بهار نیالګی وکرو نو له یو اړخه به مونږ د پاکو اوبو، بارانونو، واورو  او زړه بښنونکی هوا څښتن شو تر څو پاکه هوا تنفس کړو او له ناروغیو نه ځان په امان کړو، په دی ۲۵ کلو کی مونږ او تاسو د نیالګیو د کمپاین شاهدان وه او همدا غږ بدرګه شوی دی چی یو نیالګی د ځان لپاره بل د افغانستان لپاره خو له بده مرغه په کابل او نور ستر ولایتونو کی ګنی ګونی سره د څارویو شتون هم نیالګیو ته د سړکونو  ترڅنک او پارکونو کی زیان اړولی دی چی باید ورته سخته پاملرنه وشی دا کار یو ښه هوډ ته اړتیا لری  تر څو وطن مو ښیرازه او آباده شی. هر کال د پسرلی په رارسیدو سره ګن شمیر خلک او ښاروالۍ نیالګی کری خو د نه پاملرنی  په اساس ډیر کم یی شنه او نور ټول یی له مینځه ځی چی باید دوه طرفه او جدی پاملرنه ورته وشی چی نیالګی کیښودل شی او ښه پالنه یی وشی بیا نو وطن د ښیرازی او سمسورتیا په مخ ځی.  د کابل ښاروالۍ د ورکړل شویو ارقامو په اساس تقریبا دغه بنسټ سږ کال له سل زره زیات قوریه او وړکی نیالګی تر لاسه کړی او کینولی دی.

د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم له قوله:

له حضرت انس رضې الله عنه څخه روایت دی چی نبی کریم صلی الله علیه و آله وسلم فرمایلی دی ” کوم مسلمان چی یو نیالګي کښینوی څو یی چی تری میوه خوری، څوک چی تری میوه پټه کړی، څوک که څه تری کم کړی او یا یی سیوری ته کینی دا ټول په صدقه کی شمیرل کیږی” (رواه مسلم) مونږ باید هغه کار کی چی د نبی علیه السلام  رضایت او اطاعت  په کی  شامل وی تر سره او عملی یی کړو تر څو مونږ نه خپل خوږ پغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و آله وصلم خوشحاله شی او د هغه له شفاعت نه بی برخی پاتی نشو. دلته دولت ته پکار دی چی د ښوونځیو، لیسو او پوهنتونو په شمول باید هر کال یو لیو د نیالګیو کینولو کمپاین په لاره واچول شی تر څو نوی نسل ته یو عادت پاتی شی او له بل پلوه همدغه ځوانانو ته ملی روحیه ورکول شی چی د ملک به آبادۍ ، سمسورتیا او ښیرازتیا کی ستره ونډه واخلی او خپله دنده یې وګنی.

د ټولو ولایتونو د ښاروالیو له خپل وګړو کی چی په تلویزیون او ټولنیزو رسنیو کې خپری شوی دی تمه لری چی عام خلک ، ښاریان، او نور وګړی باید په شریکه سره یو بل ته د همکارۍ لاس ورکړو تر څو وطن مو ګل ګلزار شی، دلته هر وطنوال باید خپل مکلفیت وګڼی تر څو د خپل چاپیریال په ښه توګه ساتنه وکړی که غواړی چی د ناروغیو مخه ونیول شی باید ټول هیواد وال لاس په کار شی او پرینږی هر ځای کی چټلی او نور فاضله مواد واچوي.

بشریت ته د پاکې هوا ضرورت:

موږ او تاسو ټول په دې پوهیږو چې په کابل او نورو لویو ښارونو کی ګڼ شمیر خلک ژوند کوی د ژوندانه یوه بیلګه دا ده چې باید خلک د خپل کور چاپیریال، باغ باغچی، پارکونو د سړک غاړی ساتنه وکړی، خلک او یا هم نور دی ته پرینږی چی سرسبزۍ ته تاوان ورسوی. زموږ د هېواد ډیر سړکونه اوس مهال  د تګ راتګ لپاره دوه طرف شوی دی خو ډیر ځای ګورو چی ښایسته نه بریښی ځکه چی  دواړو غاړو ته پیاده رو زینتی ونی ، ګلان او چمنونه نشته همدا وجه ده چی تودوخه په کی زیاته وی که چیری زمونږ لویی لارې واټونه او د ښار په مینځ کی ښکلا زیاته شی خلک به هم ورسره خوشحاله وي. زمونږ په سړکونو باید هغه ټولی آسانتیاوی برابری شی کوم ته چی خلک ورته ضرورت لری خو اوسمهال هر ځای کی جوماتونه د اودسه ځایونه او نوری آسانتیاوی برابری شوی خو که ورته وګورو بیا هم کمی دی باید د لویو لارو ساتنه وشی ترمیم شی ګلدانونه د سړک دواړو غاړو ته پیاده رونه جوړ شی، نیالګی او ونی باید پری ښی ډیری کیښنول شی تاسو به په دی پوهیږی چی نیالګي، ونې، ځنګلونه د پاکی هوا په برابره ولو کی ډیره مرسته کوی خرابه او ککړه هوا فلتروی او په صفا هوا یی بدلوی او کومه چی د بشریت ژوند لپاره ډیره ضروری ده.

طبیعی ځنګلونه او ونی د ښه روغتیا برابرونکی :

ضرورت اوس دلته دا ایجابوی چی باید زموږ علما، سپینږیری، د مساجدو خطیبان، ملا امامان او روحانیون، ډاکټران، د چاپیریال ساتنی ملی اداری، چاپی او غیر چاپی رسننیو ته د جمعې مبارکی ورځ په  خپل ویناوو او خطبو کی خلکو ته سپارښتنه او وویل شی چی د وطن د آبادۍ لپاره باید خلک نیالګی وکری، تر څو زمونږ چاپیریال پاک او دا زمینه برابره کړی تر څو خلک په کورونو، تفریحی ځایونو او پارکونو کی آرامه ساه واخلی، او دا کار ټول د عامه پوهاوی په رامینځ ته کیدو کی امکان لری، چی نیالګي، ونې او ځنګلونه چی آکسیجن ګاز بشریت ته برابروی تر څنګ یی د هوا په پاکوالی کی لوی کردار لوبوی او اغیزه یی په ککړه هوا داسی ده لکه چی په خاورو، ایرو باندی باران وشی. زه به تاسو په ګاونډ او خصوصا په آسیا کی د چین، ایران، هندوستان، پاکستان، او په مینځنی آسیا کی د تاجکستان مثال درکړم چی سفر مو ورته وشو حتماً به اوګورۍ چې دوئ هر کال د غرو لمنو، د سیندونو پر غاړه، دښتو، د سرک دواړو غاړو ته څومره پاملرنه کوی چی خپل خلکو ته پاکه هوا او داسی چاپیریال  برابر کړی چی دوی تری خوند واخلی خو بیا زموږ په ملک کی اوږد مهاله جګړی او د خلکو نه پام او د عامه پوهاوی نشتون له کبله ټول ځنګلونه، ونې او بوټی مو په خپل لاس له مینځه وړی او یا هم په ګاونډیو خرڅ کړی دی د یو څو روپیو په بدل کی چی اوس یی خطرناکه پایله مونږ او تاسو ګورو چی جبرانول یی وخت نیسی.

کابل له نورو پایتختونو سره پرتله:

په کابل او نورو ولایتونو کی خلک په ډیر غربت کی خپل ژوند تر سره کوی وجه یی دا ده چی دلته نسبت له نورو ولایتونو نه ځینی آسانتیاوی شته لکه د برق شتون، پاخه سړکونه، پارکونه، مکتبونه، پوهنتونه، د کار شتون او لږ څه آرامه فضا موجودیت دا هغه ټول سهولیات دی چی په پایتخت باندی ډیر فشار دی ګڼ شمیر خلک پکښی ژوند کوی او له بلی خوا بیا په کلیو او بانډو کی هغه سهولتونه نشته چی خلک تر اوسه ورته منتظر دی چی نور باید ورته د پای ټکی کیښودل شی تر څو خلک په هر ولایت کی د ښار په شان ژوند تر سره کړی چی ټولی آسانتیاوی ولری چی متاسفانه په افغانستان تر اوسه داسی سهولیات نشته چی خلک پری تکیه وکړی. موږ باید  لکه د چین، پایتخت بیجینګ، د هندوستان پایتخت نوی دهلی، د ایران پایتنخت تهران، د پاکستان پایتخت اسلام آباد او دوشنبی په شان ښایسته، په ځنګلونو پوښلی، زرغون او سمسور پایتختونه دی چی له کابل سره پرتله کول یی شاید د انصاف خبره نه وی باید همداسی ورته کار وشی لکه د اسلام آباد، تهران، بیجینګ غرونه چی په ونو او ځنګلونو کې پټ دی او دا کار اول د حکومت او بیا د تر څنګ یی د عام وګړو فریضه ده چی تر سره یی کړی.

 د هیواد د ترانزیتی او لویو لارو زرغونتیا او سمسورتیا:

د هیواد ترانزیتی لارو ته په کتو سره که چیری موږ ورته لږ ځیر شو اول خو ډیرې پراخی او یا هم دوه سرکه نلری، تر څنګ یی ونی او بوټی هم نشته د سړک په مینځ کی ګلدان خو بیخی درک نشته که شته هیڅ نوع ګلان یا ونې پری ندی کرل شوی. له تورخمه تر کابله، له کابله تر کندهاره، له کندهاره تر هرات، له کابله تر مزاره ، له کابله تر خوست، له کابله تر کندوز او بدخشانه، او داسی نوری لاری ټولی بی ونو، نیالګیو، زینتی بوټو بی برخی دی او د سفر پر مهال هیځ خوند له سفره نشی اخیستی، که چیری د دی لارو په مسیر کی دواړو خواوو ته ونې او نیالګی کینول شی ورته په وخت اوبه ورکول شی او ښه پالنه یی تر سره شی نو نیږدی کلونو کی به مونږ د یو سمسور او ودان افغانستان شاهدان اوسیږو.  دا ټول کارونه هغه وخت امکان لری چی حکومت، سیمه ییز اورګانونه، بین الملی ټولنه او د ټولنی عام وګړی په شریکه سره یو بل ته لاس ورکړی  تر څو هغه ټولی لویې لاری، پیاده رونه، واټونه او ترانزیټي لاری په صحیح توګه د ښکلا او زرغونتیا بڼه ومومي او کله چی خلک پری تیریږی چی داسی احساس نکړی ګواکی چې دوئ په یوه ډیره بدمرغه لار سفر کوی.

د نیالګیو او ځنګلونو کینولو او کرلو کی د هیوادونو ونډه: 

د سویلی آسیا، مینځنی آسیا، اروپایی، افریقایی هیوادونه او په ټوله کی امریکا دوی ټولو په شریکه خپل چاپیریال، طبیعی ځنګلونو، اقلیم، موسم، اوبه، هوا، سیندونو او بحرونه  ته دومره زیان رسولې چی  جبرانول یی د وخت زیان او سخت دی. لوی او زبرځواک هیوادونه بیرته دی اړ شوی چی باید په خپل چاپیریال او اقلیم کی چی کوم تغیرات راغلی اوس بیرته لاس په کار شی تر څو خپل ځان له دی لوی شر نه خلاص کړی چی پاکه هوا او ځان لپاره په کافی اندازه آکسیجن برابر کړی له همدی کبله چین هر کال په میلونونه نیالګی په دښتو کی کینوی چی تر اوسه یی ۵۰ زره هکتاره دښته سمسور کړی ده. هندوستان هر کال په لویه پیمانه نیالګی د غرو په لمنو او دښتو کی کینوی همدا رنګه پاکستان تقریبا ډیری دښتی د افغان مهاجرینو په واسطه سمسوری کړی دی. بیا که چیری مونږ د مینځی آسیا احوال واخلو تاجکستان او ازبیکستان هم له دی نیک اقدامه بی برخی ندی پاتی اوس که چیری موږ ګران هیواد افغانستان له دوی سره پرتله کوو مونږ له ډیرو نعمتونو سره سره خپل طبیعی ځنګلونه، ونې او بوټي له لاسه ورکړی دی اوس باید هر حکومت چی راځی باید خپل نیک اقدام تر سره کړی او په میلیونونه ونې او نور صدا بهار نیالګی وکری تر څو په دی میدان کی هم له نوری نړی نه وروسته پاتی نشو او د الله تعالی او د ګران پیغمبر دغه سپارښتنه چی خپل بندګانو او امتیاتو ته یې کړی ده پر ځای یی کړو.

سپارښتنه:

د کابل په شمول ټولو ښاروالیو ته پکار ده چی هغه ټولی ونې چی زړي شوی یا چینجی دي له مینځه یوسي او وچی شوی ټولی باید له بیخه وباسی او پر ځای یی نوی نیالګی او یا هم د نښترو، سرو او نور صدا بهار وني وکری که چیری تاسو د کابل او یا هم د نورو ولایتونو په واټونو کی تیر شوی یاست لیدلی مو به وی چی ډیرۍ ونی وچی شوی او څوک نشته چی اره یا یی له بیخه اوباسی، په داخل د ښاریو او یا پارکونو کی څارویو او نور حیواناتو ته اجازه ورنکړی چی نیالګی تخریب کړی او که چا بی له اجازی پرته ونی غوڅی کړی باید جریمه شی د نیالګیو کیښودل پر خپل وخت حتمی او ضروی دی چی په هوا او ځمکه نمجنه وي او نیالګی او نور بوټی په ښه توګه را شنه شی تر څو زموږ او ستاسو ګران هیواد د زرغونتیا پر لور روان شی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.