د کږلیو خیالونو شاعر

بارکوال میاخېل

105

ګیله من داسې ګیله منه، له قهر او غوسې ډکه شاعري وکړه چې ډېر غوږونه یې د اورېدلو توان هم نه لري، دا نو څه شاعري ده چې تش پر سټېجونو په زرګونو او لکونو خلکو واورېده او د هغوی په زړونو او روحونو کې یې د خپلې خاورې د مینې زړي را وټوکول او د خپلې خاورې د دوښمن خلاف یې د انتقام بڅري بل کړل، دا اوس شاعري ده چې په اورېدلو یې خلک د کور د کوټې په کونج کې وبوږنیږي او په دې ووېرېږي چې په اورېدلو یې د غلامۍ زرین طوق له غاړې ونه لوېږي، دې ته به لا هم د شعر د دین په فتوا شعر وویل شي؟

کله ترهګر شمه او کله مهاجر او غدار
دومره ذلیل په خپل وطن یمه چې حد نه لري

ګیله من ته پکار وو داسې “سنجیده” شاعري یې کړې وای چې په «سباوون» مجله کې د دې دور د سترو شاعرانو له شعرونو سره د منځ په پاڼو کې خاص ځای ورکړل شوی وای، ګیله من ته د داسې شاعرۍ مشوره ورکول پکار وو چې تل د «سوله» ورځپاڼې پر دویم مخ چاپېدلای او په هر دفتر کې خلکو لوستلای، ګیله من باید داسې شاعري کړې وای چې د «لار» ویبپاڼې چلوونکو ورته سوال زارۍ کولای، دا نو څه شاعري ده چې ده وکړه نه یې د مجلو چلوونکي د چاپولو زړه کولای شي، نه یې د رسنیو خلک په خپرولو خپلو نوکریو ته خطر پېښولای شي او نه یې او نه د ویبپانو چلوونکي پرې خپل معیار خرابولای شي، داسې شاعرۍ ته به نقادان د کوم نقد پیمانې راوړي؟

ملګرو! د لیلا په څنګل پروت سړی خبر کړئ
چې غواړي ازادي سر به ښندي په انقلاب کې

ګیله من که هر څومره او له هر چا ګیله من وو خو په شاعرۍ کې به یې د ګیلو پر دې سکروټو لږ سړې اوبه شیندلای او له غوسې ډکو مسریو ته به یې د شاتو اوبو ورکولای، بیا کېدای شوای د دې عصر د ښو شاعرانو په کتار کې شاته یو ځای ورکړل شوی وای، بیا کېدای شوای د ژوند په اخر کې «د امتیاز تمغه» ورکړل شوې وای، بیا کېدای شوای د «بین القومي» او «نړیوالو» مشاعرانو بلنې او ټکټونه ورکړل شوي وای، خو ده ظالم په خپلو شعرونو کې تش د سرو وینو، ماتو اندامونو، زګېرویو، چیغو، دردونو، ناانصافیو، ظلمونو، بې ستریو، بې کوریو، دوزخونو او ویرونو خبرې را اخیستې دي او خوشاله وو چې د مشاعرې د څلوېښتو پینځوسو اورېدونکو- هغه هم اکثره شاعرانو- پر ځای یې په لسګونو زره خلک شعرونه اوري او وینه یې په جوش راولي، یاره دا نو اوس شاعري ده:

کومه بلا چې موږ په ټول جهان کې نه غوښتله
هغه بلا پښتونستان ته څنګه ورسېده؟

نظم خو هغه نظم وي چې یو څه ابهام ولري او خلک په پوه نه شي خو ژبه پرې وټکوي، نظم خو هغه نظم وي چې یو زخمي زخمي وطن یې په داسې خیالي خوشالۍ کې انځور کړی وي چې استعارې او کنایې یې له اسمانه راغلې وي او د وخت نقادان یې “شاهکار” وبولي، د ګیله من نظمونه هم اوس نظمونه دي چې هر شپون، هر بزګر، هر دوکاندار او رېړۍ وال په پوهېده، دا لا څه نظمونه دي چې په اورېدلو سره یې د خلکو روح لړزېده، وېښته یې رجګ درېدل او نقادانو ته پرې خندا ورتله، دې ته به هم څوک نظمونه وایي چې د زندانونو، د اپرېشنونو، د چیک پوسټونو، د تورتمونو او وحشتونو له ذکره ډک وي.

ګیله من که واقعي شاعر وای د شعري ټولګې نوم به یې د «اویا کاله برباد شومه!» پر ځای «اویا خوبونه» وای او ګیله من که واقعي شاعر وای د شعري ټولګې مختنه به یې د هېواد لویو ادبي ټولنو کړې وای او سترو سترو شاعرانو به یې پر شعر د شعار اغېز ور په ګوته کړی وای او د شاعرۍ له لیلا سره به یې اشنا کړی وای چې د مبهم خبرو چل یې ور زده کړی وای، ګیله من که واقعي شاعر وای د خاورې د محبوبا پر ځای به یې کومې خیالي معشوقې ته شعرونه ویلي وای او د اوسنۍ زمانې د «واه واه» پټکي به ور تړل شوي وای، ګیله من که واقعي شاعر وای د کوم ګمنام شاعر غوندې به یې په یې جنازه کې خپلو شاعرانو هم ګډون نه کولای، دا لا څنګه شاعر دی چې شاعري یې په څو کلونو کې د میلینونو خلکو پر زړونو کښېنسته او دا لا څنګه شاعر دی چې پر مرګ یې بې شمېره خلک غمجن شول، اوښکې یې پرې وڅڅولې او بې شمېره خلک یې جنازې ته ورغلل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.