بازاري شیدې د ماشومانو روغتیا ته ضرر لري

3,558

تاسې باید په پام کې ولرئ چې د مور له شیدو ډېر ، د ماشوم لپاره د بلې ښځې شیده ، یا د ژویو یا هغه مصنوعی شیده چې نن سبا په بازار کې په ښایسته او ښکلیو ډبو کې اېښودل شوي له نورو هیوادونو راوړل شوي او ښه په شوق او ذوق پلورل کیږي هیڅ ګټور ندي . هغه ماشومان ډېر بدمرغه دي چې د مور شیدو په څیر له نعمت څخه محرومه شي یا محرومه کېږي او هغه میندې بدنصیبه دي چې خپل د زړه ټوټې ته د خپلې سینې شیدی نه ورکوي ، د زړه آرام او سترګو نُور نه په برخه کوي او د افسوس ځای دی چې په وخت تېریدو سره دغه بدقسمتي او بدنصیبي ورځ تر بلې ډېرېږي .

 په ځانګړې توګه په مغروره او لوړ پوړه خلکو کې چې یواځې بهانه غواړي تل دا خیال وساتئ چې له اړتیا پرته ماشوم ته نور شیدی ورکول د هغه د صحت لپاره یواځې دا چې په زیان یې نه تمامېږي بلکې ګټه هم ورته نه رسوي او ضرری ورته تمامېږي . هو ! که د کوم لامل له مخې د طبي اُصولو سره سم مخکې له زېږدنې د طبیب په مشوره د مور شیدی د ماشوم لپاره که مناسب نه وو نو اړینه ده چې د نهمې میاشتې پېلیدو سره سم ورته خدمتګاره ونیسئ او لږ نه لږ په لومړیو لسو ورځو کې ورته داسې ودرول شي چې د بلاربې ښځې خواړه ، جامې او ورزش ورکولو مسؤلیت په غاړه ولري او ورسره په تاکید لاړه شي .

 د خدمتګارې عمر باید د شلو او پنځه ویشتو کالو ترمنځ وي . د خدمتګارې یا یې ماشوم په کومه ناروغۍ لکه سوزاک ، سیل اخته نه وي . سیني یی بائید له شیدو ډکې وي او شیدي یی بائید سختي نه وي . د سینو په تیونو یعنی څوکو باندی یې هیڅ رازدانې ، خارښت نه وي . له تیونو یی شیدي په آسانۍ راووځي او د کومې نشې عادي نه وي . خدمتګاري خواړه بائید ژر هضمیدونکي وي ځکه چې د شیدو اغیز یې د ماشوم پر روغتیا کېږي .

همدا شان د هغې د شکل و صورت خیال ساتل هم پکار دي او د انسان صورت د هغه د سیرت پته ورکوي . که څه هم ځینې وخت دا اُصول سم نه راوځي ، خو تر ډېره پورې نظر پکار دی په همدې اساس په حدیث شریف کې راغلي دي ، ” که د مور یا خادمې شیده نه و نو ماشوم ته د غوا ، بېزی شیدی ورکولی شئ ، خو د غوا ، بېزي شیدی د ښځې د شیدو په نسبت ډېر کم قوته او خواږه یې کم وي . په همدې اساس په هغې کې نیم ګیلاس اوبه ګډې کړئ . اړتیا له مخې بُوره یا چېني ورواچوئ او وو یې جوشې او ور یې کړئ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.