بدمرغه شیشه

نور محمد لاهو

65

زه یم هغه کم نصیبه ګڼه ونه
چې یې څانګې له میوې وروسته مړې کیږي

لکه مزی د یو ښکلي کاغذ باد ناڅاپه پرې شي
ورسره هم لوبه پایته ورسیږي
اې
ما د ګلو په کمیس کې
لکه زوړ کنګل په غیږه کې اوبه کړه

* * * **
زه یم هغه په ځوانۍ کې زړه شوې دنګه ونه
چې توپان یې ستړی سیوری
شیبه نه پریږدي په ځمکې باندې څملي
کاشکې راشې
دې توپان نه په خوږو خوږو منګولو
زما خور سیوری راټول کړې
پیړۍ وشوې یو ماشوم د یو زمري غیږه کې پروت دی

کاشکې راشې

ستا په ښکلو قدمونو دریدلي پتوني ګلان زخمي کړې
هم وحشي نازک عطرونه یې د زلفو په ګوزار باندې مات مات کړې
دلته ټول ستا له عذابه خوند اخلي
هر ژوندی غواړي پرهر یې ستا په مالګو باندې خیشت وي
راشه راشه

اې له غره نه خپه شوې ښایسته پیغلې ډبرې
اې ته ولې نه پوهیږې ؟
اې ته ولې په شیشې باندې ماتیږې ؟
د مڼو د سرو او سپینو خوشبويانو
په ګوزار هم زخمي کیږې
تنکۍ ګوتې لکه څو رنګین برسونه
په دې ځمکې باندې کیږده
زما قد ته یو شین سیوری نقاشي کړه .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.