له ماضي درس اخیستل افغانستان او پاکستان ژغورلي شي

غلام نبي ګل

128

له ماضي نه درس اخیستل افغانستان او پاکستان له بد اقتصادي او امنیتي وضعیت نه ژغورلي شي

                     

پاکستان او هند یو ځای د بریتانیا له ولکې ازاد شوي. وړاندوینه دا ده چې تر ۲۰۲۵ کال به هند تر امریکا او چین وروسته د نړۍ دریم ستر اقتصادي ځواک جوړ او د جرمني ځایناستی به شي. او پاکستان تر غوږو په قرضونو کې ډوب ده، دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان موقعیت د شرق او غرب، شمال او جنوب او د طبیعي منابعو له اړخه تر هند بهتره ده.

 په دغه زماني نقطه کې چې د مرکزي آسیا پنځه په وچه محاط او له طبیعي منابعو ډک هیوادونه د پخواني شوروي اتحاد له تسلطه ازاد شوي، د پاکستان لپاره ښه فرصت و، او اوس هم ده چې له ګاونډیانو سره یې د سرحدي لانجو پر ځای لکه هندوستان په اقتصاد تمرکز کړی وای او یا يې اوس وکړي.

د هند د اقتصاد د رغاوي وجه دا ده چې هندیانو په دموکراسۍ او اقتصاد تمرکز وکړ، او پاکستان بار بار نظامي کودتاګانو وځپه، هندیانو له چین او پاکستان سره سرحدي لانجو ته، لکه پاکستان لومړیتوب ندی ورکړی. بلکې لومړیتوب یې اقتصاد ته ورکړ او په دې چاره کې بریالي شول. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تعلیمي، تخصصي او ستراتیژیک موقعیت له هنده خورا ښه ده.

د پاکستان او افغانستان تر منځ متعدد مشکلات (سیاسي، سرحدي، ترانسپورتي، مهاجرتي او نور) د دې باعث شوه چې افغانستان د خپل تجارت لپاره په متبادلو لارو فکر وکړي. همدا ناوړه مناسبات باعث شوه چې په ایران کې د چابهار بندر که څه هم په سوونو کیلومتره افغانستان او د منځني آسیا هیوادونو او شوروي ته د کراچۍ تر بندره اوږد او ستونزمن دی د کراچۍ د بندر ځای ونیسي او د هندوستان یې د سمبالولو قرارداد په لاس کې واخلي.

تر کومه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ لاین او د دې کرښې دواړو خواوو ته د قبایلو خبره ده، د مغولو، او انګریزانو له وخته او بیا د پاکستان تر جوړیدو وروسته د پاکستان غښتلې اردو په دې نده توانیدلې چې دا سیمه ارامه کړي. او یا یې قبایلي مناسبات په مدني مناسباتو تبدیل کړي. د پاکستان اردو تقریباً هر کال په دې سیمه کې عملیات کوي چې له ځانې تلفاتو علاوه په سوونه میلیونه ډالر مصارف لري، تر اوسه کومه پایله یا نتیجه نده ورکړې.

په ننۍ انترنټي نړۍ کې دا پراخه سیمه چې ۲۵۰۰ کیلومتره اوږده پرته ده، د شرق او غرب او همدارنګه د شمال او جنوب د نښلولو یواځينۍ نژدې لار ده. قبایلي زوړ سیستم چې د دې پراخه سیمې د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي بیرته پاتې والي اصلي لامل دی، او په خپل حال پاتې کیدل یې افغانستان او پاکستان دواړو ته سرخوږی رامنځته کولی شي. او د تاریخ په اوږدو کې په دې سیمه کې دا ظرفیت موجود وه چې د وخت سترو طاقتونو نه علاوه د افغانستان او پاکستان د دولتونو لپاره یو سرخوږی په هر وخت کې راولاړ کړي. همدا لنډ په لنډو له روس سره د افغان مجاهدینو په جګړه کې د دې قبایلو لوجیستیکي، تدارکاتي، عاطفي، ځاني او اقتصادي مرسته د روس په ماتولو کې نادیده نشي نیول کیدای. تر دې ور هاخوا د شاه امان الله خان تر پاچاهي وروسته د حبیب الله کلکاني سلطنت د نادر خان په ملاتړ د وزیرستان مسیدو قبایلو ړنګ کړ او نادر خان یې د افغانستان په تخت کیناوه.

په هر حال د دې سیمې د خلکو اوږد جګړه ییز حالت ته په کتو  افغانستان او پاکستان ته د سرخوږي په جوړیدو او دواړو هیوادونوته لدی سیمی د امنیتي ګواښونو له منځه وړو په منظور د افغانستان او پاکستان په شریکه مسؤلیت دی چې دا پراخه غرنۍ سیمه د تعلیم او اقتصادي رغښت له لارې له متمدنو ټولنو سره ونښلوي.

زما دا لیکنه دې لوستونکي په یاد ولري چې هیڅکله به د افغانستان او پاکستان د دولتونو یو پر بل تورونه او ناندرۍ به کوم درد دوا نکړي. دا ځکه چې دا ۷۰ کاله دا ناندرۍ او تورونه روان دي. دا ناندرۍ او تورونه افغانستان او پآکستان ته کومه ګټه نه رسوي. بلکې لرې او نژدې مداخله ګرو ته د لاسوهنې زمینه برابروي.

د افغانستان او پاکستان د اقتصادي او ټولنیزو ماهرینو کلک باور دا ده چې دا دواړه هیوادونه د ورورګلوۍ او ښو مناسباتو په پایله کې خپلې اقتصادي او امنیتي ستونزې قابو کولی شي. په سیمه کې په اقتصاد تمرکز د دې باعث ګرځي چې خلک په خپله په ورانکارو پسې راووځي.

د افغانستان او پاکستان حکومتونو همیشه د نورو په غوښتنه خپل ملتونه یو د بل په مقابل کې درولي او له احساساتو نه یې د خپلې بقا لپاره استفاده کړې ده. ظاهر شاه د روس په غوښتنه د پښتونستان نغاره ودرنګوله، او جنرال ضیاالحق د انګلیس په مشوره له افغان مجاهدینو ۷ ډلې جوړې کړې. چې وروسته په افغانستان کې د داخلې جګړو لامل شوې. ذوالفقار علي بوټو د افغانستان ناراضیان په غیږ کې ونیول، او ظاهر شاه د پاکستاني ناراضیانو کوربه و. دا حالت دواړه هیوادونه د اقتصادي ودې نه پاتې کړل، هندوستان په دې موده کې له پاکستان سره د دوه ورانکاره جنګونو با وجود خپلې اقتصادي ودې ته دوام ورکاوه. په همدې زماني مقطه کې د افغانستان محبوب زعیم شهید داود خان د حالاتو نه په درک د پاکستان سفر وکړ. او شهید داود خان دې پایلې ته رسیدلی و چې د افغانستان او پاکستان حسنه مناسبات او راشه درشه د دواړو هیوادو په اقتصاد مثبت اثرات پريباستلی شي. دا هغه وخت و چې افغانستان یو طرفه د هند او پاکستان بازارونو ته اړ و. په داسې حال کې چې اوس د منځني آسیا د هیوادو په ازادۍ سره د دې دواړو هیوادو یو بل ته اړتیا سو برابره شوې.

پایله: افغانستان او پاکستان د دومره اوږد سرحد په درلودو د اقتصادي ودې شریک فرصتونه او شریکې ننګونې لري. لکه وړاندې چې مې یادونه وکړه د دې دواړو هیوادو پراخې سرحدي سیمې شریک کار غواړي. دې سیمې ته باید هم د افغانستان او هم د پاکستان دولتونه په ځانګړو امتیازاتو قایل شي. په پراخه کچه ورته سکالرشیپونه ورکړي، د تجارت، ترانسپورت زمینه ورته برابره کړي او پاکستان د دې پراخه سیمې له معدنیاتو د سیمې په اقتصادي، اجتماعي، او کلتوري ودې لپاره استفاده وکړي. زموږ د دواړو هیوادو د محبوب پیغمبر حدیث شریف دی: (له انس (رض)روایت دی چی یو سړي پیغمبرﷺ ته وویل چی ای د الله رسوله ماته نصیحت وکړه نو رسول ﷺ ورته وفرمایل چی کارونه په پوره غور او تدبیر سره کوه که دی د کار په پایلو کی خیر او ښیګڼه لیده نو وړاندی ځه او ترسره کوه یی او که خرابی په نظر درتله نو ځان تری وساته). ۷۰ کاله دواړو ورونو هیوادو د نورو په لمسون یو د بل په چارو کې مداخله کړې. پایله دا راوتې چې زموږ لرې او نژدې ګاونډیان په هوا روان شي. او موږ یې له ځمکې ننداره وکړو.

که په ریښتیا دا دواړه هیوادونه غواړي د سیالانو سیال شي په کار ده ۱۸۰ درجې په خپلو پالیسیو او کړنلارو کې بدلون راولي. د هندوستان سره خپل روابط نورمال کړي. د شمال او جنوب تر منځ پراخه د اتصال شبکه رامنځته کړي. د پراخو کلتوري میلو او جشنونو په جوړولو ولسونه سره رانژدې کړي. دا چې د دواړو هیوادو منابع شریکي دي د انرژۍ په برخه کې په شریکو پروژو کار وکړي.

و ما علینا الاالبلغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.