د ګیله من ارمانونه او د پښتونخوا راتلونکي خطرونه

احمدشاه ساحل

94

د ګیله من ارمانونه او د پښتونخوا راتلونکي خطرونه؛

د پښتنو مشرانو د یووالي او ګډ قیادت اړتیا!

ملي شهید ګیله من په وزیرستان او لویه پښتونخوا کي د بیدارۍ او ويښتیا یو نوی باب پرانیست. د کوم څه ترسره کولو ته چي نورو د لسیزو او ان پېړیو ”ستراتيژۍ“ جوړولې، دې سړي هغه کارونه د ګوتو په شمار کلونو کي، ډېر په منډه او تېزۍ سره ترسره کړه. هغو پښتنو چي د افغانستان له نوم، تاریخ، بیرغ او مشاهیرو سره یې اصلاً اشنايي نه لرل؛ ګېله من کلیو، کوڅو، حجرو او جوماتونو ته ورغلی، چاته یې په شعرونو، چاته په سندرو او چاته یي په تقریرونو کي بیان او روښانه کړه. د وزیرستان اکثریت ځايي اوسېدونکو حتا ملي بیرغ پېژنده نه، خو اوس یو اخلي، کور ته یې وړي او بل د ګيله من قبر ته.
د ملي بیرغ سره د هلته مېشتو خلکو مینه، ساده خبره نه ده. اصلاً، دا د طرف واقع کېدل دي، د یو بېل مسير ټاکل او د خپل اصلي هویت پر لور د تګ چمتو ارادې دي. دا ارادې به ضرور خپل منطفي انجام ته رسیږي، ځکه ګیله من یوازي د ځمکي پر سر ملي بیرغ ونه پاله، بلکي قبر ته یې د ځان سره په وړلو، دا ځل د وزیرستان په یاغي خاوري کي ور ګډ کړ. اوس به ګیله من نه وي، خو د وزیرستانونو له خاوري به ملي بیرغونه(ملي فکرونه) را شنه کیږي. د شوال غرونو په لمنو او دښتو په غېږو کي به د چنارونو او لمرګل ترڅنګ ملي بیرغونه هم ولاړ وي. دا به د ملي شعور او پيوستون هغه پېر او ایډيال حالت وي، چي ګیله من یې ارمان درلود او د منځته راتلو لپاره یې سر ورته قربان کړ. مخکي به یو ګیله من و، اما اوس به په هره سیمه، قبیله او کورنۍ کي یو یو ګیله من زیږي. هغه خبره چي وايي ”دوی غوښتل موږ خښ کړي، خو خبر نه وه، چي موږ تخم یو، بیا راشنه کیږو“ دې ته وايي. ګیله من او ملي بیرغ تخم وه، وشیندل سوه، بیا به را زرغونیږي او ژوندي کیږي. خو په دومره توپير چي دا ځل به یوازي یو ګیله من نه وي.
اوس مهمه پوښتنه دا ده، چي څنګه د دې ستر انسان د ارمانونه دا فصل وساتل سي او تر حاصله ورسیږي؟ ځواب ښکاره او اسانه دی: د لر وطن ټول ملتپال او غیر ملتپال مشران باید په اوس مهم وخت کي لاسونه سره ورکړي، او پر پښتونخوا وطن د راتلونکو ټولو بدو پېښو د مخنیوي لپاره، په مشترکه توګه یو قاطع او جامع ”لایحه عمل“ رامنځته او تطبیق کړي. دا مشران باید وپوهیږي چي که په دې حساسو شېبو کي هم ناغیړي وکړي، او ”تور پلانونه“ یې پر خاوره عملي سي، نه یوازي به د یو ستر انسان ارواح نارامه کړي، بلکي دوی ته به هم پر خپل کور او کلي د شپې تیرولو مجال پاتي نه سي. باید وپوهیږي چي که راتلونکي حالات پخپله ګټه تغیر نه کړي، نو نه به یې ګوند وي، نه پارټۍ او سیاست.
یوازې یووالی او یو موټی کېدل بس نه دي، بلکي ټول پښتانه مشران باید په ګډه د راتلونکي احتمالي حالت د مخنیوي لپاره د حکومت د جوړښت په څېر یو اجرایوي تشکیل جوړ او اعلان کړي. که د پاکستان پوځ او نوري حکومتي ادارې له پښتونخوا، او په ځانګړې توګه له قبایلي او نورو سیمو څخه راوځي، تشه به یې څوک ډکوي؟ ټي ټي پي او که پښتانه مشران؟ په دې باید خبر سئ چي د پاکستان او امریکا غوښتنه ټي ټي پي ده، او د همدې لپاره د تېر ۲۰۲۳ کال د جنوري پر لومړۍ نېټه، ټي ټي پي خپل نوی حکومتي تشکیل چي له ولسوالانو او ریسانو نیولې بیا تر والیانو او حتا د وزیرانو تر کچي پوري ټول اداري پوستونه پکښي شامل وه، جوړ او اعلان کړ. دا ساده خبره نه ده. که پښتانه مشران د اوس په څېر بې تفاوته پاته سي، نو هغه ورځ لیري نه ده چي د ”نور ولي محسود“ له لوري به ورته د عمومي عفوي د اعلان ترڅنګ وویل سي چي نور له هر ډول سیاسي فعالیتونو څخه ډډه وکړئ، پر خپلو کورونو کښېنئ او ”له امن څخه خوند واخلئ.“ (په دې اړه مو په مخکني پوسټ کي هم ځيني معلومات وړاندي کړي.)
د حکومتي تشکیل جوړول او اعلان ممکن ریسک(خطر) ولري، اما مجبور یاست چي د سبا ورځي له بربادۍ څخه د ژغورني لپار، د نن دا ریسک ومنی. دا موضوع باید منظور پښتین په راتلونکي ”قامي عدالت“ جرګه کي مطرح او راپورته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.