لنډه کيسه- پښتو او مسلماني

86
 دا څويم ځل دی چې خيرک له کوټې د باندې را ووځي او بيرته ننوځي, په وروستې وار چې را ووت, تياره ډېره ورته و اېسېده, اسمان ته يې وکتل, سپوږمۍ او ستورې نه و, تورې غټې وريځې يو بل خوا ګرځېدلې, تندی يې ګونځې شو, له ځان سره يې ورو څه وويل, بیرته يې د کوټې خواته ګامونه واخیستل, په تي پورې ماشومې لور يې ژړل, هغه وږې وه, ښځې يې تورې خوږې چای په بوتل (فيډر) کې واچولې او ماشومې واړه شونډان په نيپل ټينګ کړل,
د اګست مياشت ده, او د وسې بارانونه دي چې مخلوق ته يې زړه ډک دی, هسې خو به هر کال په دې موسم کې بارانونه ورېدل, خو سږ يې بل رنګه را مخه کړې وه, دومره دوامداره بارانونه په دا نږدو کلونو کې زما بېخي نه يادېږي, په خبرونو کې اورم چې په ډېرو ځايونو کې بارانونه دي چې اووري, زښت زيات تاوانونه يې رسولې دي, سهار باران, غرمه باران او ماسخوتن لا هم اووري, پرون د شپې په دوولس بجې چې يې ورته بنده کړې وه دا دی نن تر ماسپښينه يې ښه ډېر و ورول, مازيګر لږ د خلګو هيله پيدا شوه چې اسمان به شين شي, خو ماښام بیرته اووره راښکاره شول, خيرک که څه هم ويښ و, خو غلی پروت و, د کوټې چت ته يې دوه سترګې نیولې وې, چت ډېر زوړ و تيران هم اکثر وينو خوړلې و, خو د څنګ تر کوټې بيا هم دا کوټه ښه وه, ګوزاره يې کوله, بېټک که څه هم تر اوسه خيرک دوی کوم کالی نه و په کې هوار کړی بد نه و, که کوم څوک مېلمه ورته راغلی و شپه په کې تېرېدای شوه, خپلې وړې لور ته يې په ډېرې ناهيلۍ وکتل, لور يې وچ مورې وه, خيرک کله هم د هغې شيدې نه وې ناغه کړې,
 خو نن د پيو واله ورته ويلې و چې د يوې هفتې حساب راوړه بيا به نورې پۍ درکووم, کنې ځه ولاړ شه پۍ نشته, خيرک که دوکاندار ته هرڅومره زارۍ او منت کړی و, چې بارانونه دي, کار مې نشته, هر کله چې بارانونه خدای و دروي, کارونه به سم شي, ټول حساب به دي پر يوه ځای درکړم, خو د دوکاندار په زړه د بېوزلي هيڅ اثر نه وکړی,  له دوکانه تش لاس را وتلی و, د هغه ستوغې خبرې يې تر اوسه په دماغ کې کرځېدلې, د مکان مالک هم دوه واره په دې مياشت کې دروازه ور ټکولې وه, د تېرې مياشتې کرايه هم په پاته وه, او روانه مياشت هم زياتې تر نيمايي وتلې وه, کار يې د زياتو بارانونو په سوب دومره خراب شوی و, چې له سهاره تر غرمې به په چوک کې له مزدورانو سره ولاړ و, او ماسپښين به په خالي لاس کور ته روان شو, هغه دا وخت خپلو اندېښنو په مخه کړی و, ښه ډېر وخت وتلی و چې د باران څرپی يې واورېد, له ځايه را ولاړ شو, تر کړکۍ يې سر ور ويست پورته اسمان ته يې وکتل, ګڼ تېز باران ورېدو, دا ځل يې نو ښه په زوره وويل, د (ده) خو چې هم يو وار يوه شي ته ور پام شي, بیا يې تر هغو نه پرېږدي چې سم مو په ونه غ…
 بس دی, زیاتې خو دي په سټ کړو
 دا نو کوم انصاف دی؟
دا کچه او زوړ مکان؟
 دا زما بې وزله ورځ؟ دا وږې تږې واړه اولادونه مې, او دا ستا د بنده ګانو بې حسه او بې غوره ورځ.؟
خيرک د لېوني غوندې اسمان ته لاسونه غورځول, ګرم هم نه و, له لوی اختره وروسته يې پنځه شپږ ورځې کار موندلی و, په ټول کور کې يې لس زره روپۍ سرمايه لرله, له هغو يې پنځه زره روپۍ د دوو زامنو په دوايي ولاړې, چې هيضې وهلې و, په څلورنيم زره روپۍ يې يوه بوجۍ اوړه, په څلور سوه شپېته روپۍ يې يوه کيلو غوړې او په پاتې څلوېشت روپيو يې نيمه کيلو ماتې ورېژې کور ته راوړې وې, نور يې زياتې په کور کې دخدای له اسرې پرته هيڅ هم و پاته.
خيرک د باران څرپي ته غوږ نيولی و, د هر څاڅکې څرپ به داسې پرې لګېده لکه څوک چې يې په زړه کې په ستنه وهي, د بام له څرپي وروسته يې کوټې ته هم راننوتلی, خيرک د موبايل د ټارچ په رڼا کې په کوټه کې يو بل خوا وکتل چې د خړو اوبو نرۍ ليکه د کوټې مينځ ته را بهېږي, چيلمچی يې را واخيست او هغو وړو څاڅکو ته يې کېښود, څو شېبې لا نه وې وتلې چې بل ځای هم را وڅڅېده, خيرک هلته يوه تالۍ کښېږدله, زړه يې څه تکيه شو چې دا واړه واړه څاڅکې به دومره زيان نه رسوي, لا يې سر هم تر بالښت نه و رسولی چې دريم ځای يې هم څرپي واورېده, شا او خوا يې وکتل څه په نظر نه ورغلو د اوبو بدنۍ په غسلخانه کې خالي کړه او تر هغه يې لاندې کړه, اوس نو له خپلې پرېښانۍ سره د اوبو ټنګ ټنګ هم خوب له هغه ليرې کړ, تر ډېره په ځای کې ويښ ناست و, دېواله ته يې ملا وهلې وه, يو یو وار به لا جګ شو د باران له اوبو ډک لوښي به يې خالي کړل, ماسخوتن باران شرو شوی و اوس درې بجې وې, خپلو وړو بچيانو ته يې وکتل او د خوب په هيله يې سر ولګاوه خدای خبر چې ويده شوی به وي,چې درب شو, له درب سره سم وچه دوړه اسمان ته پورته شوه, سهار لمر را ختلی و چې خلک په خبر شوو د څنګلوري له کوره يې څو ځوانان او يو په عمر پوخ سړی را ووت څو نور محله داران يې هم مرستې ته راخبر کړو, خاورې يې يو خوا بل خوا سره واړولې, د خيرک دوی جسدونه يې پيدا کړل,
 خيرک, ښځه يې, او دوه زامن يې مړه و خو په تي پورې ماشومه لا زګېروی وو,
په مړو کې دځينو تر ټپونو وينې بهېدلې هغه يې سرکاري هسپتال ته يوړل, په جومات کې د خيرک او د زامنو د مرګ اعلان وشو, په ډېر لږ وخت کې يې پر
فېسبوک تصويران ښکته پورته کېدل هر چا پرې د غم او خفګان پوسټونه کړې و, قبر ته د سپارلو په وخت کې دوو کسان چې له عمره تر يینځوستو کلونو اوښتې مالومېدل, يوه بل  په سيمټو جوړ شوې خاک ته يې تکيه وهلې وه, په خپل مابین کې ږغېدلو, چې اوس هم پښتو او مسلماني شته, ته ګوره د دې غريب سړي جنازې ته په زرهاوو مسلمانان  راغلې دي.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.