هر ځل به چې ډاکټرې ته ورغله، پنډه درمل به يې ورکړل؛ خو د نجلۍ مخ کې ټکی سرخي نه پيدا کېده. کله به يې د کم خوني درمل ورکړل، کله د کمزوري او کله هم د رواني ناروغيو. ډاکټره نه پوهېده چې اصل کيسه څه ده. مور يې ورته وويل چې لورې دا ځل دې پلانۍ مشهورې متخصصې ډاکټرې ته ورولم، دا څنګه ستا علاج نه کيږي؛ خو د نجلۍ زړه همدې ډاکټرې ته ورړنګ و.
دا ځل يوازې ډاکټرې ته ورغله؛ خو په سترګو کې يې نه حل کېدونکې پوښتنې هم ځان سره يوړې. له يو ساعت انتظار وروسته د ډاکټرې تر څنګ کېناسته او پخوانۍ نسخې يې هم ورته کتار کړې. ډاکټرې پرته له دې چې پخوانۍ نسخې وګوري د نجلۍ په سترګو کې مايوسي، خپګان او نورو سلګونو پوښتنو ته لومړۍ ځيره شوه. بيا يې تکيه وکړه او قلم يې تر غاښونو لاندې کلک کړ. چورت يوړه، شېبه وروسته يې نجلۍ ته مخ ورواړاوه:
ــ نسخې دې مه راښيه، ما ته ټولې مالومې دي، زړه دې راوښيه چې څه دې پکې. ما يوه خوږه ملګرې او رازداره همزولې وګڼه.
د زېړې زبېښلې نجلۍ سر وځړېد، د سترګو په کونجو کې يې اوښکې و ځلېدې، وړاندې تر دې چې په بارخوګانو يې ګرېوان ته پريوزي، په نريو قلمي ګوتو يې ورو پاکې کړې. غلې پاتې وه، ته وا چا يې په خوله مهر لګولی دی او يا هم چا قسم ورکړی دی چې اصل کيسه به چا ته نه کوي. ډاکټرې يې پام ورواړاوه:
ــ ګوره! که ته ما ته اصل کيسه ونکړې، ستا ناروغي به ورځ په ورځ زياتيږي. په خپل ځان دې رحم وکړه. ستا په څېر ښايستوکې نجلۍ داسې ولې زېړه پېړه شي. زما درسره وعده ده چې هر څه مې له وسه کيږي، نه يې درنه درېغوم.
د نجلۍ سپورو شونډو ته خبره راغله؛ خو بېرته ترې حيا وتښتوله. يوازې اسويلی يې له خولې واېست.
نرسه راغله، ويل يې بېرون د ناروغانو بېروبار دی. ډاکټره پرې غوسه شوه:
ــ چې تر څو ما نه وي درته ويلي، نور ناروغان دننه راپرېنږدې.
نرسه په منډه له کتنځي ووته.
نجلۍ خبره راجوړه کړه:
ــ زه د خدای يوه بدبخته نجلۍ يم. ما خپل هغه وختونه او غرور ژړوي، چې د ښار سل او زر سترګې به راپسې وې، په چا کې به مې ری هم نه واهه. ټولګيوال راپسې لېوني وو، په خپل او بل کې مې د ښايست چرچې وې؛ مګر زه هيچا ته نه رسېدم. ان مور او پلار به مې ويل چې لورې ته خو له موږ سره هيڅ وخت کېنه ناستې. دا څنګه درسونه او مصروفيتونه دي. زه د خدای سرشاره او مسته نجلۍ وم، له ډېره خياله او غروره مې پر پزه مچ نه پرېښود. مجال نه و چې چا دې کاږه راته کتلي وای؛ لکه نارينه چې له کوره به ووتم، څوک په مخه نه شوی راتلی. يوه ورځ په رکشه کې کېناستم، يوازې وم، ښوونځي ته تلم. رکشه وان يو څه راته وويل. په څڼو کې مې ونيوه، داسې مې بې عزته کړ، چې دنيا مې پرې راټوله کړه؛ خو زما غرور تر ډېره پاتې نه شو، داسې يوه زلمي له ځانه سره واخيستم چې خپل ښايست د هغه غره پر وړاندې لکه کوچنۍ زره راته ښکاره شو.
نرسه بيا کتنځای ته په څه شي پسې راغله؛ په سترګو کې يې له ډاکټرې ډار کېده؛ مګر داکټرې خپلې سترګې د نجلۍ په اوښلنو سترګې کې ګنډلې وې. نجلۍ وويل:
ــ تاسو ته ناروغان ناست دي، زه نوره ستړې شوې يم، دومره ستړې يم، چې پر اوږو ناستې پرښتې مې هم راباندې بوج دي. د خدای خاطر وکړه او ما له دې جنجاله وباسه.
نجلۍ سلګيو ونيوه، ډاکټره په چوکۍ کې نېغه کېناسته، نجلۍ يې ځانته نږدې او په سر يې ښکل کړه. په ډاډمن غږ يې وويل:
ــ زه يم کنه، زه خو دې نه يم خوړلې. ما درته وويل چې زه درسره هر ډول مرسته کوی شم.
نجلۍ د ډاکټرې هيله منو خبرو زړوره کړه:
ـــ کور مو ودان، مګر زه داسې شوې يم، توبه نغوذبالله لکه خدای هم چې نه لرم. رواني ناروغيو او ژورخپګان داسې پسې اخيستې يم، چې د دنيا په هيڅ انسان مې زړه نه راټوليږي، حتی په مور او پلار مې هم. کوښښ وکړه چې ما ته نور هيڅ د روغتيا درمل رانکړې. زه په درملو نوره هم ناروغېږم. ته به يې و نه منې، زه دومره په ژوند ميېنه نجلۍ وم چې خپلې ټولې ملګرې زما په مينه پايېدې. زه د نجونو ميره وم. که به څوک ودېدل، که به يې کومه بله پېښه کېده، برخليک به يې ما ټاکه؛ مګر اوس زما برخليک يوازې زهر ټاکلی شي زهر.
ډاکټرې تېز وويل:
ــ غلې شه، ستا غوندې د لوی زړه نجلۍ بايد داسې خبرې ونکړي. که ما ته مشورې ته راغلې يې؛ نو داسې خبرې به نورې نه کوې.
ــ بايد وې کړم، قسم دی د موږکانو پوډر مې يو موټی خولې ته واچول. يو ليک مې تر هغې وړاندې وليکه، چې کورنۍ مې بل څوک زما پر مرګ و نه نيسي؛ مګر پوهېږې؟ هيڅ خپه نه وم، په خوشالۍ مرګ ته ورغاړې وتم؛ خو مرګ هم زما د نامزاد په څېر ناځوانه وخوت، شېبه وروسته مې بېرته غرر وهل او هر څه مې وګرځول. پر ځای د دې چې مړه مې کړي، په خوا ګرځولو مې نور هم زړه سپک شو.
ډاکټره بيا په نجلۍ غوسه شوه:
ــ که دې دا ځل داسې زړه ماتې خبرې وکړې، له کوټې دې باسم، بيا چې چېرې ځې هلته ځه. دا راته ووايه چې دا نامزاد دې ولې ناځوانه وخوت، څه ناځواني يې وکړه؟ ژر کوه چې پنځه بجې عمليات لرم.
نجلۍ غلې وه، پتري نيولې شونډې يې له لږ ځنډ وروسته وخوځېدې:
ــ زه باوري يم چې له تا سره زما علاج نشته؛ خو دا چې د کوم څه لپاره زه دلته راغلې يم، د خدای لحاظ وکړه، په هغه کار کې مرسته راسره وکړه. نور نه ستا سر خوږوم نه خپل.
د نجلۍ سلګۍ تېزې شوې، ډاکټرې يې زنې ته يې لاس يووړ، ګڼ وېښته يې له سترګو د غوږو شاته ورواړول، په زوره يې وويل:
ــ اې خدای ته وګوره، داسې ګولۍ راته وليکه، چې ټک له ټکه مې کړي. خون مې دربښلی دی، که وايې چې ګوته درته….
د ډاکټرې شونډې وځړېدې، اوښلنې سترګې يې د نجلۍ په تکو سرو سکروټو سترګو کې ښخې وې، ورو يې وويل:
ــ ګوره کنه ته اصل کيسه ماته نه کوې، زه بيا هم درته وايم چې په وس کې مې وي، هر ډول مرسته درسره کوم.
ــ ما سره زما په ژوندۍ پاتې کېدو کې زما کورنۍ هم مرسته ونکړه، ته به يې څه وکړې. ما ووژنه او زما له مرګ وروسته دا کيسه نورو خلکو ته ورسوه چې د خدای په خاطر له بې ګناه مېرمنو سره داسې رويه مه کوئ.
ــ ښه ځه چې اصل کيسه پټوې، زه درسره هيڅ مرسته نه شم کوی
ــ ما ته دا چل هم راځي چې په خپل پړوني کې ځان زيندۍ کړم؛ خو بيا به مې کورنۍ بدنامه شي؛ که په زهري درملو مړه شم، ګوندې اصل خبره رسوا نه شي.
ډاکټرې! زما ګناه څه وه؟ زه قسم درته کوم چې ما ته پردي سړي په خوب کې هم ګوتې نه وي راوړې. ما درته وويل چې زه په پوزه نر مچ هم نه پرېږدم. کله چې زما معشوق او زما خاوند زه واده کړم. حيا دې وي، زما پام نه و، د واده په لومړۍ شپه يې پر پالنګ سپين ټوکر راته هوار و. کله يې چې له کوروالي وروسته وليدل چې سپينه ټوټه په وينو نه ده سره شوې. فکر يې وکړ چې د بکارت پرده مې پخوا بل چا شکولې ده. په هماغه نيمه شپه يې شور او چغې پيل کړې. ويل يې ته فاحشه يې، ته زما مېرمن نه شې کېدی، زما له کوره په دې شپه ووځه. ما چې څومره قسمونه وخوړل، پاس په تاک کې قران کريم مې ورته وډباوه، چې ما ته څوک نه دي رانږدې شوي؛ مګر زه نوره فاحشه وم فاحشه او…
نجلۍ لا خبرې نه وې خلاصې، د ډاکټرې سترګې رډې رډې راختلې وې. قلم يې له لاسه لوېدلی و او د مېز پر سر مخې ته اېښې سپينه نسخه يې د زهرو او درملو د ليک پر ځای د رڼو اوښکو څاڅکو ډکه کړې وه.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.