بې پولې ډاکټران: افغانان د پیسو له کمښت او روغتیايي خدمتونو ته له نه‌‌لاسرسي ځورېږي

60

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت او روغتیايي خدمتونو ته پر نه‌لاسرسي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې لا هم د خوارځواکۍ اصلي لاملونه شته.

دې ادارې پرون (سې‌شنبې، د سرطان ۲۶مه) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ اصلي لاملونه لا هم پرځای دي او افغانان بېړني روغتیايي ملاتړ ته اړ دي.

د «پیسو او خوراکي توکو کمښت» تر سرلیک لاندې په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو روغتیايي مرکزونه اکثره هغه ناروغان لیږي چې طبي خدماتو ته د لاسرسي لپاره یې له لرې واټن څخه سفر کړی وي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان دا هم ویلي چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د هغو ماشومانو په شمېر کې د پروسږ کال په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی راغلی چې د دغه سازمان په سيمه‌ييزو مرکزونو کې یې درملنه روانه ده.

“د افغانستان د خلکو د ټیټ اقتصادي وضعیت له امله اوس ډیری خلک د شخصي کلینیکونو پرځای په هغو روغتیایي مرکزونو کې درملنه کوي چې د نړیوالو سازمانونو لخوا یې ملاتړ کیږي.”

په راپور کې دا هم ویل شوي چې امیندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې هم خراب اقتصادي وضعیت ځپلې او په ماشومانو کې یې د خوارځواکۍ پېښې مخ پر مخ زیاتېدو دي.

خامه پرس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.