روسانو وطنجار ته څه وویل؟ / غازي اکبر

0 2,974

 جنرال محمد اسلم وطنجار د ثور د کودتا لومړنی قوماندان او د شوروي د تر تولو وفادارو ملګرو په ډله کې و. د ژوند په وروستیو کې یې یو تاریخي حقیقت ښکاره کړی دی چې زموږ نسلونو ته ډیر ګټور دی. تر دغه بحث لږ مخکې د شوروي او افغانانو پر اړیکو لنډه تبصره کوم چې حالات درته ښه روښانه شي.
شوروي اتحاد د روسي امپراطوري بل نوم و چې د لسګونو قومونو د اسارت په نتیجه کې یې یو لوی هیواد جوړ کړی و. روسانو د تزاري روسیې تر ټولو مقتدر مشر لوی پیتر له وخته پلان درلود چې د هند سمندر او ورو ورو د نړۍ مشرۍ ته ځان ورسوي. په روسیه کې د کمونیستي انقلاب مشر ولادیمیر لینن هم د لوی پیتر ارمانونه پالل، د اقدام لپاره یې وخت، شرایطو او امکاناتو ته انتظار کاوه او د افغانستان او ایران له دوه لارو پر یوې د تګ تابیا یې کوله.
شوروي اتحاد پر افغانستان په داسې حال کې یرغل وکړ چې زموږ هیواد له امریکا او انګلیس سره د دوستۍ ټولې لارې لټولې او تر مایوسۍ وروسته د شوروي اتحاد دوستۍ ته له مجبوریته متمایل شوي وو.
له امیرعبدالرحمن رانیولې تر سردار هاشم خان او ظاهر شاه پورې ټول مشران پوهیدل چې شوروي زموږ سرحد ته ځان رارسولې دی او بل ګام به یې زموږ پر لور وي، نو په دیر احتیاط ورسره چلیدل. نه دومره ورنږدې کیدل چې روغ یې وخوري او نه یې د هغه له مخالفې امریکا سره نږدې والی کاوه.
سردار محمدداود اشتباه وکړه، د انګلیس سره د کینې له امله یې د شوروي اتحاد سره دوستي وکړه خو شوروي یې نظام د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند له لارې چپه او د کورني د ۲۸ تنو غړو سره یې په بیرحمانه ډول شهید کړ.
تره کي او آمین فکر کاوه چې د شوروي ایدیالوژیک ملګري دي او اوس به شوروي دومره وسلې او مرستې ورکړې چې د پاکستان د پراختیا غوښتنې مقابله او د خپلې خاورې د پوښتنې ځواک پیدا کړي. خو شوروي اتحاد هغوی پخپلو کې سره واچول چې د دواړو تر منځ لانجه د تره کي په اعدام او زندي کولو منتج شوه.
آمین پرې پوه شو چې شوروی نه دوست کیږي؛ د سعودي، پاکستان او امریکا سره یې د اړیکو جوړولو هڅې وکړې، خو امریکا معلومات لرل چې شوروي اتحاد کلک هوډ کړی دی چې پر افغانستان یرغل کوي. امریکا دا محاسبه هم درلوده چې که شوروي په یوه جګړه کې ګیر شي، د اقتصادي کمزوري له امله سقوطیږي. امریکایانو خپل دا تحلیل شوروي اتحاد ته رسولی هم و، خو شوروي د امریکا تحلیل رواني او تبلیغاتي جګړه وګڼله او زموږ پر مظلوم خو باشهامته ملت او سرلوړي هیواد یې یرغل وکړ. حفیظ الله امین یې پخپل کور کې هغسې د خپلو اولادونو سره ووژل لکه دوی چې سردار داود او دده کورني وژلي وو. امریکا خوشاله شوه چې اوس به نو له شوروي اتحاده د افغانانو په وینو د ویتنام بدل واخلي.
تر یرغل وروسته ګوډاګي کارمل ډیرې هڅې وکړې چې شوروي خپل ستر دوست او کشور کبیر شوراها، روسان خلق کبیر شوروي، لینن بزرګترین رهبر، خلاق، دوست، رفیق، رهنما او څه اوڅه وبولي او ووایي چې تا اخرین عسکر شوروي همرا اشرار (مجاهدین) میجنګیم. خو کله چې روسان پوه شول چې دوی مجبور نه دي تر خپل وروستي عسکره د کارمل د لړزانده واک لپاره وجنګیږي، نو پښې یې سپکې کړې او زموږ له ګران هیواده په داسې حال کې ووتل چې زموږ یو نیم میلیون خلک یې شهیدا کړي، پنځه میلیونه معلول کړي، پنځه میلیونه مهاجر کړي او اتیا فیصده کلي او کورونه وران کړي وو. دوی تر خپلې ماتې وروسته زموږ له هیواده د وتلو په درشل کې ډاکتر نجیب الله ته واک وسپاره او د ملي روغې ـ جوړې پروګرام چې د شوروي وروستي مشر ګورباچوف په ویلادې واسټوک کې اعلان کړې و، ورکړ چې عملي یې کړي.
روسانو د زړه له کومې نه غوښتل چې سوله وشي، او کله چې ډاکتر نجیب الله په رښتیا وغوښتل واک یوې بې طرفې ادارې ته ورکړي روسانو خپلو لاسپوڅو (پرچمي جنرالانو او ملیشو او نظار شورا) ته امر وکړ چې د ډاکتر نجیب الله رژیم نسکور او له داخله وپاشي. نجیب الله یې هم د همدغو لاسپوڅو له خوا تر هغه په زندان کې وساته چې طالبانو ته په لاس ورغی او هغوی اعدام کړ.
وطنجار همدغه کیسه روسانو ته د ګیلې په ډول کړې ده. د وطن ګوند یو ځوان کادر چې په دغه ګوند کې مبارزه ورته د بیوزلو ولسونو لپاره د کور، کالي او ډوډۍ برابرولو مبارزه ښکاریده وطخجار هغه وخت په مسکو کې لیدلې و چې په سرطان ناروغۍ اخته او په ډير بد حال کې و. دغه ځوان وايي چې له وطنجاره یې پوښتلي وو چې ولې یې ځوان افغان کادرونه په درواغجنو شعارونو له خپل ملت سره په جګړه کې ښکیل کړل او اخیر اوس د مسکو په ښار کې په لاسونو کې شیان ګرځوي او پلوري یې؟
وطنجار ورته عجب خبرې کړې وې، چې د ځوان نسل لپاره پکې لوی درس پروت دی تر څو د زبرځواکونو دوستۍ او مرستې ته خوښ نه شي او ځان په خوښه یا تیروتنې (خواسته یا ناخواسته) د نورو غلامان نه کړي. د وطنجار د خبرو مفهوم داسې دی.
[ما څه موده مخکې د روسیي د بهرنیو چارو له وزیره وغوښتل چې له زه له تا او دفاع وزیر سره مو یو ګډ مجلس غواړم. خارجه وزیر میلمه کړم. د دفاع وزیر یې هم رابللی و. راته ویې ویل پوهیږم څه دې په زړه دي، واضح واضح یې ووایه. ما ورته وویل چې واضح یې درته وایم. تاسو له پښتنو سره ولې دومره ظلم وکړ؟ موږ خو انګریزان درې ځل شړلي وو، د دوستۍ چاره مو ورسره نه کیده، ستاسو لور ته مو مخه کړه، دوستي مو درسره پیل کړه، ورو ورو مو دوستي ایډیالوژیکي ورورۍ ته ورسیده خو تاسو څه وکړل؟ سردار داود مو دوست و، ومو واژه، تره کی مو دوست و، ومو واژه، آمین مو دوست و، ومو واژه او په پای کې نجیب مو دوست و، ومو واژه. تاسو سره پښتنو کومه لویه غلطي او یا کوم لوی ظلم کړی و چې تاسو دومره نامردي ورسره وکړه؟
 روسانو راته وویل چې راځئ واضح خبرې وکړو. اوس موږ دلته د درې دوستانو په توګه غذا خوړلو ته راټول شوي یو. دلته اخلاق، مینه، عاطفه، وفا، میلمه پالنه هر شی ځاییږي، خو په سیاست کې اخلاق، مینه، عاطفه، وفا او نور ارزښتونه کوم ځای نه لري، څه شی چې پکې شته هغه ګټې دي. موږ یو زبرځواک وو، غوښتل مو د ټولې نړۍ مشري ونیسو. د هند سمندر پر لور تللو، مخې ته چې مو هر خنډ و، له منځه مو ووړ. پښتانه یو خنډ و. د هر پښتون په سر کې اوس هم د احمدشاه او سلطان محمود د امپراطوري هوا چلیږي. دوه زمریان په یوه ځنګل کې نه ځاییږي. موږ د خپلو لویو ملي هدفونو او ګټو د تأمین لپاره دغه کور (افغانستان) ته ضرورت درلوده چې د یو سنګر په توګه یې وکاروو. که د چا کور نیسې یا به یې وژنې، یا به یې شړي. هیڅوک نه حاضریږي خپل کور پخپله خوښه بل چا ته ورکړي چې سنګر ترې جوړ کړي. روسانو هم ستاسو ځینې مړه کړل او نور یې وشړل. زموږ تاجک، ازبک، هزاره او نور واړه قومونه پکاریدل، هغوی مو استخدام کړل او په کار مو شول.
که بیا هم روسان پیاوړي شي او ستاسو پر هیواد یې مسیر شي، همدغه کار به کوي. د کور خاوند به یا وژنې، یا به یې شړي. که تاسو هم کله د احمدشاه او سلطان محمود په شان پیاوړي شوئ، او مسیر مو د هند په عوض دې لور ته شو، نو روسان درته نه تسلیمیږي. روسان د کور خاوندان دي، یا به یې وژنۍ او یا به یې شړئ. په بدل کې به چچنیا، داغستان، اکراین، ګرجستان او نور واړه قومونه زموږ پر خلاف کاروئ. همدا سیاست دی. همدغسې دی، همدغسې به وي.]
وطنجار دغه وخت پوه شو چې لوی زبرځواکونه د چا د کور ابادولو ته نه بلکې له هغه څخه د سنګر جوړولو او د کوربه شړلو یا وژلو ته راځي.
هو، د قابیل لاروی دا وینې تویونکی انسان چې پرښتو یې د خلقت څخه الله تعالی ته خبرداری ورکړی و، د انساني ژوند له پیله تر ننه پورې د خپلو ورونو اوښ (مال) او ښځې (ناموس) ته غل دی او که د هابیل په شان یې ورسره نه منې، نو وژني به دې. خو د هابیل پیرو انسان چې په د مخلوقاتو اشرف، کرامت خاوند، اعلی او په بهترین شکل کې پیدا شوی دی، که په روغه، استدلال او عقل ستونزه نه حلیده مجبور دی له خپل سر، مال او ناموس څخه به دفاع کوي او تر تسلیمۍ به د عزت مرګ غوره ګڼي.
همدا ژوند دی او همدا سیاست دی، همداسې به وي. قابیل به قاتل وي او هابیل به د خپل ناموس او مال د ساتلو لپاره قرباني ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply