د ”نور“ استعفی یوه عادي چاره ده

0 726

 

د ”نور“ استعفی یوه عادي چاره ده

دولتي مقامونه، څوکۍ او منصبونه نه شخصي دي او نه هم میراثي. په دې برخه کې تغیر او تبدیل یوه عادي او قانوني چاره ده. هیڅوک باید په دې برخه کې د رهبرۍ د پرېکړو مخالفت ونه کړي او نه یې هم د کوم چا پر وړاندې شخصي چلند او دریځ وبولي.

پر دنده د یو چا ګومارل، له دندې څخه د یو چا لیرې کول او یا په خپله خوښه استعفی کول، د اسعفی ردول او یا د استعفی منل د حکومتولۍ یو مهم اصل او د ولسمشر له قانوني واکونو څخه یو دی. د دولت رهبري د هر چا وړتیا، موثریت او خدمت ته په پام چې څوک لازم ګڼي هغه پر دنده ګوماري، یا یې له یوه ځایه څخه بل ځای ته تبدیلوي او یا یې بېخي په کور کېنوي.

استاد عطا محمد نور چې ډېر کلونه د بلخ والي وو او د ده په وخت کې په یاد ولایت کې د انکشاف او بیا رغاونې په برخه کې پام وړ خدمتونه او کارونه ترسره شوي دي. باور دی چې د نوي والي په راتګ سره به په بلخ ولایت کې د خلکو ژوند لا ښه او اسانتیاوې زیاتې شي.

د استاد عطا محمد نور له استعفی څخه په ټولنیزو او خواله رسنیو کې لوی ډنډوره جوړه شوه. دغه موضوع په دغومره ډنډوره کولو نه ارزېدله، خو ښایي لامل یې دا وي چې له یوې خوا نوموړي څه باندې یوه یا څه کم یوه نیمه لسیزه په بلخ کې د والي په توګه پاتې شو او ترڅنګ یې نوموړي وخت ناوخت یا خصوصاً په دې وروستیو کې د حکومت له سیاسي مخالفینو سره دومره خواخوږي ښودله چې ان ځینې مهال به یې حکومت ته هم مستقیم او غیر مستقیم ګواښونه کول.

ډېرو دا ګڼله چې حکومت استاد عطا محمد نور له دندې نشي ګوښه کولی او یا یې زور نه ورباندې رسېږي، مګر حکومت ځکه دا تصمیم ونیوه او د هغه استعفی یې ومنله، چې عطا محمد نور غواړي په خلاص لاس خپله سیاسي مبارزه پر مخ بوځي او دا به نامناسبه وي چې یو څوک دې هم د حکومت برخه وي او هم دې د حکومت سر سخته منقتد وي او د دې بل تاوان ولس او هېواد ته دادی چې د حکومت وخت او منابع په خپله د حکومت په نقد او خلاف کارول کېږي، نو له همدې امله د دولت رهبري د هغه استعفی ومنله او پرځای یې بلخ ته بل نوی والي معرفي کړ.

کله چې پرون د عطا محمد نور د لیرې کولو یا استعفی منلو خبرونه رسنیو خپاره کړل، نو ولس یې پراخ هرکلی وکړ. ښایي یو شمېر نور هغه مقامات او چارواکي چې له ډېر وخت راهیسې په همغه یو ځای او مقام پاتې شوي یا په خپله خوښه استعفی وکړي او یا یې هم د دولت رهبري د لیرې کولو تصمیم ونیسي.

د دې کار دوه ګټې دي یو خو به نوي کسان له نویو تجربو او مهارتونو سره راشي او د هېواد او ولس لپاره به په اړوندو برخو کې لا ښه او ډېر خدمت وکړي او بله دا چې د هغوی له انرژۍ څخه په ګټه اخیستنې به ولس او خلکو ته د ژوند زمینې او اسانتیاوې برابرې شي.

باور دی چې د عطا محمد نور له لیرې کولو سره به نه یوازې په بلخ کې کومه پېښه رامنځته نشي، بلکې هلته به د انکشاف، اقتصادي همکاریو او نورو برخو کې لا ډېر کار وشي او خلکو ته به د ژوند زمینې او اسانتیاوې زیاتې شي.

د مقاماتو په دغه ډول ادلون بدلون سره په ټولنه کې د حکومت او قانون د حاکمیت بنسټي کېدل باوري کېږي او داسې برېښي چې ټولنه او هېواد مو کرار کرار د ثبات او قانونیت لورته نږدې کېږي او دا زموږ د خلکو له اساسي غوښتنو څخه یوه ده.

 

محمد روښان ښاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply