دغه ډول ماهرانه دروغ او پروپاګنده د افغانانو د ذهن محصول نده

0 674

دغه ډول ماهرانه دروغ او پروپاګنده د افغانانو د ذهن محصول نده، چې په ارګ کې د پینځه مېلیونه ډالرو په ارزښت کلیساګکه جوړېږي او رولا غني به پکې عبادت کوي.
افغانان ساده سیده خلک دي، حتا که باچا یا قاضي ته یې زړه ډک شي، که حریفواله یې تور وخوري، وچ کلک اقدام کوي، دزړه خبره یې له خولې وځي، که ځان هم خوږ کړي، خو مکر یې نه زده، حتا هغه زموږ پر معیارونو بد سړی یې هم دومره مکارانه سوچ نه کوي.
دا ډول تبلیغات چېرته لرې په کوم استخباراتي، توطئه چینه اداره کې ناست سپين سري تجربه کاران ډيزاینوي او زموږ د خلکو له باورونو په استفادې یې لکه پرازیټ اجتماعي فضا ته راخوشي کوي.
غني دداسې تلکونو په اړه خورا حساس دی، هغه ډېرې ناخوالې زغمي خو د دینکارو چړې او د رواني جنګ څپې ته ځان نه سیخوي.
غني چې په ترکیه کې د بیت المقدس په اړه کوم دریځ خپل کړ د مسلمانې نړۍ په اړه یې کوم حقیقتونه بیان کړل د سعودي شاهزاده ګان، د انقرې اردوغان د قطرباز بازان او د کویټ امیزاده ګان به یې د امریکا، روس او …. له ډاره شل کاله وروسته هم د بیان جرأت ونکړای شي.
د رواني جنګ دا چړه چې د هرچا ده که زموږ په هډونو کې پڅه شوې هم ده خو نوره پڅه ده.

اباسین  بریال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply