د زده کړو په برخه کې د اساسي بدلون اړتیا/ محمد روښان ښاد

0 809

د هېواد د پوهنې او لوړو زده کړو کیفیت له لویه سره د اندېښنې وړ دی، ځکه لا هم زموږ فارغ زده کوونکي او محصلین هغسې نه روزل کېږي څنګه یې چې اړتیا لیدل کېږي. د دې عمده لامل اوسنی ښوونیز او تحصیلي نصاب دی. د نصاب لومړۍ ستونزه داده چې د وخت او زمان له غوښتنو او اړتیاو سره همغږی نه دی. په بله وینا زموږ تعلیمي او تحصیلي نصاب د کار بازار غوښتنو ته ځواب ویونکی نه دی.

یانې زموږ له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه فارغېدونکي ځوانان د ځان لپاره وړ او مناسب کار نشي موندلی، دلیل یې دادی چې اوسنی نصاب زموږ زده کوونکي او محصل ته هغه مهارتونه نشي ورزده کولی، کومو ته چې زیاته اړتیا لیدل کېږي.

تر هغو چې د کار بازار اړتیاو سره زموږ نصاب همغږی نشي او هغه وړتیاوې او مهارتونه په ځوانانو کې ونه روزي چې جدي اړتیا ورته لیدل کېږي، نو تر هغو به زموږ فارغ شوي محصلین او زده کوونکي همدغسې سرګردانه وي.

په دې برخه کې بله ستونزه په پخواني مېتود د تدریس بڼه ده چې زده کوونکی په کې غیر فعال وي. موږ لا هم د زده کړو او تدریس پرمهال له زده کوونکو او محصلینو غواړو چې دا هر څه باید حافظې ته وسپاري. دغه ډول زده کړې د هغوی په عملي ژوند کې په درد نه خوري. ځکه هغوی چې څه میخانیکي زده کوي او حافظې ته یې سپاري، نو ژر یې بېرته هېروي او که یې هېر هم نه کړي، خو عملاً یې د کارولو وړتیا نه لري.

د زده کړې په برخه کې په اوسني پېر کې پر حافظه تکیه عملي نه ده، ځکه علم د چټک بدلون په حال کې دی، دومره چټک چې حافظه ورپسې ځان نشي رسولی، نو د دې لپاره  باید موږ له  حافظې څخه د زده کولو د ماشین کار وانخلو، بلکې حافظه باید فکري رول ولري. زده کوونکو ته حافظې ته د سپارلو پرځای د مفاهیمو د درک، د مسایلو د تحلیل او د متحول ماحول او مفاهیمو د درک هنر ور زده کړو. د دې کار ګټه داده چې زده کوونکو ته ستړې کوونکی نه دی.

یانې د میخانیکي زده کړې پرځای باید زده کوونکو ته عملي زده کړه ورکړو او دا وړتیا هم په کې وروزو هغه څه چې ورته تدریسوو څنګه یې په خپل ژوند کې عملي کړي.

لکه څنګه چې وینو نړۍ او علم د بدلون په حال کې ده، چا چې له دغه بدلون سره ځای عیار کړی، نو د پرمختګ ډېر واټنونه یې وهلي دي، خو موږ چې له پرمختګ ډېر شاته پاتې یوو عمده دلیل یې دادی چې موږ لا هم همغه زړې کیسې او مفاهیم په نصاب کې تدریسوو او له نویو بدلونونو سره لا نه یوو عیار شوي. پکار دی چې موږ خپل د ښوونځي او نصاب کتابونه دغو بدلونونو ته په پام بدل کړو. لنډه دا چې د زده کړو په برخه کې اساسي بدلون ته اړتیا ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply