افغانستان د سیاسيونو د ژغورنې پر پوله ولاړ دی

0 738

په وروستیو کې داسې ښکاري چې په افغانستان کې د جګړې نوې لوبه پیل شوې او د هر خونړي او وژونکي برید مسوولیت مننونکی «داعش» یې پر افغان خاوره د مېشتو قومونو د څو ټېکه‌دارانو له کړنواو بابولالو ګټه پورته کوي. دغه ناافغانه ماتم جوړوونکې ډله په خپلو بریدونو سره هڅه کوي، د دې یو موټي ملت موټی خلاص او هره وړه او لویه ګوته یې بل ته نېغه کړي. دوی هڅه کوي چې له یوې خوا له یو شمېر پخوانیو وینه زبېښونکو ډلو څخه د وژنې دا تود ډګر خپل کړي او له بل پلوه د افغانستان د جګړې پر سره تبۍ خپله توره تېره او اصلي بادار ته ځان اصیل او نور کم‌اصله معرفي کړي.

د شیعه افغان مسلمانانو پر جوماتونو، عبادت ځایونو او تکیه‌خانو له بریدونو سره دغه خونخواران و نه توانېدل چې د سني او شیعه وینه په دې ګنډلي هېواد کې سره جلا کړي. په دې وروستیو کې د دواړو مذهبي ډلو سیاسي او مذهبي مشرانو له سیاسي عقل او بصیرته ګټه پورته کړې او د پښتانه او هزاره دښمن یې یو بللی. د دې سپېرې خاورې داړونکي دښمنان یې له مذهبي حساسیتونو ور ها خوا قومي مسلو ته ګوتې ور تېرې کړي او لالهانده دی چې د هغو څو احساساتي تنظیمي مشرانو پر شا و خوا راټولو ځوانانو فکر له اصلي دښمنه خپل‌منځي شخړو ته ورواړوي چې یوه لویه برخه یې قومي ډول ته له درنګېدو سره سم غوړې څڼې اخوا دې خوا کوي. ترهګرو ته د پښتون وینه تر تاجک خوږه او د تاجک وینه ورته تر هزاره مزه‌ناکه او د ازبیک هغه ورته تر بلوڅو او ایماقو خوندوره برېښي او پر یوه نغري د دغه راټول ولس د یووالي خونو ته د جلا جلا لارې ورکولو لټه کوي.
تر ایله دوه کاله له مخه په کابل کې را ټول شوي افغان سیاستوال د هرې وړې او لویې ناخوالې او ناشولته کړنې او چلند پړه بهرنۍ بلله چې اوس یې ټول افغان ولس او ان په لوېدیځ او ختیځ کې مسلمان او نامسلمان پر ناسمو ارادو پوهېږي.

دغه زموږ د پلار په عمر بوډا ګاونډي یې تر ټولو ډېره ګټه د افغان پرګنو په خپل‌منځي جګړه او تاویلو ما ویلو کې کړې چې دا هوډمن او د غښتلو مټو څښتن ملت یې په ۳ لسیزو کې هر سور لینګي او تور لینګي ته احتیاج کړ. د ابدالي احمدشاه، غزنوي سلطان محمود، هوتکي میرویس خان، غوري شهاب الدین اومیوندۍ ملالې یو شمېر بچي یې د خپل نیکه ګټلي هېواد ته سره سکروټه کړل چې په لاسونو یې د همدغو اتلانو اولاده په پردیو بمونو نینې کوي او د مغزو عقل یې ورته پښو ته رسولی.

له بده‌مرغه په وروستیو څو میاشتو کې د پردیو یوه جوته دسیسه خورا ډېره روښانه تر سترګو کېږي او یو شمېر افغان سیاستوال په پوهېدلي او نا پوهېدلي ډول د دښمن تاوده تناره ته خس ور اچوي. په دوی کې یې د پخوانۍ شمالي ټلوالې مشران ډېر تاوېږي را تاوېږي او د حکومت هره قانوني کړنه قومي ګڼي او هڅه کوي چې خپلو پلویانو ته د شخوند وهلو له‌پاره یو څه ورکړي وي. د افغانستان په رسنیو په تېره بيا په ټولنیزو رسنیو کې دغو سیاستوالو د قومي تفرقې اور دومره تازه کړی چې اوس ځینې نوموتې څېرې د افغانستان یوه یا بل درانه قوم ته سپکې سپورې لیکي او هر څه پر ولسمشر را ټول ټیم تاوانوي. دغه ډول لیکنې او بې‌ځایه رسنیز تورونه د ملت تر منځ قومي درزونه ژوروي او د افغانستان د دښمنانو دا چاړه په افغانانو کې نن سبا ښه چلېږي.

نړیوالې تجربې ښيي چې د قومي نشنلزم په جنګ‌ځپلو ملتونو کې داسې اور را منځ ته کوي چې په نالیدلې او ناچیزه بهرنۍ پوکي سره یې لمبې د ټولنې ټولو برخو ته رسېږي او ملتونه ټوټه ټوټه کوي. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د عربي نړۍ په ګډون په اروپا او افریکا کې ډېر ملتونه د همدغو قومي او سیمه‌یزو تربګنیو قرباني او جغرافیې یې کوچنۍ او نړیوال هیزمونونه لا پیاوړي شول.

په افغانستان کې یو شمېر قومي ټېکه‌داران چې سیاسي زوال یې پیل شوی هڅه کوي چې یو شمېر محتاجو ولسونو ته خپله شخصي ګرمه قومي وښيي او خپل تاوان پر قوم ور تاوان کړي او د دښمن پروژې پر خپل ولس پلې کړي. همدغه ډله هڅه کوي چې په بلخ کې د ولایت پر چوکۍ د ور پراته عطا ګوښه کولو ته قومي بڼه ورکړي او ان د ولسي جرګې په ګډون قانوني ادارو کې په ښکاره یو شمېر ناخبره ناببره دا خبره زمزمه کوي چې ګنې ولسمشر قومي پاکونه پیل کړې او اشاره یې تاجک او ازبیکو ته وي. دا تورونه اوس په ټلوېزیونونو کې د ورځې موضوع شوې او هر څوک ډېر اسانه دا ډول ګوته پورته کوي او حکومت د واک په انحصار کولو تورنوي، خو دا یو شمېر بې‌مغزو دا خبره هم ورسره کوي چې ولسمشر په خوست، ننګرهار، او کندهار کې چې د پښتنو اصلي مرکزونه دي، هم له ناقانونه واک او ځواکه د یو شمېر زورورو د ګوښه کولو چاره روانه کړې؛ نو دا بې‌حافظې قومي ټېکه‌داران بیا پر دې نه پوهېږي چې ولسمشر او یاران یې که د پښتنو واک ډېرول او د نورو کمول غواړي، د خوست، ننګرهار او کندهار په اصطلاح ښکرور خو یې خپل قومیان دي.

اصلي خبره دا ده چې د ملت پر اوږو په ورستیو ۴ لسیزو کې له دې سپرو غیرقانوني پړسېدليو سره حساب کتاب وشي او د خفک کړای شوي اکثریت خاموشه ولس غږ باید بدرګه شي.

ملتونه ډېر کله څو سیاستوالو جګړې ته ور ټېل وهلي او همدا ډول څو اتلانو له جګړو را ایستلي دي، خو تاریخ شاهد دی چې دافغانستان په څېر ملت تل د څو ګوتې په شمار څوکۍخوښو له لاسه د ورانۍ کندې ته ټېل وهل شوی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply