زمری خان زمان/محمد یار یار

0 1,108

«خان زمان» زړور آواز زموږ د زمان دی
دا وړوکی! د دوران لوی پاچاخان دی
انحراف یې له ژوندلیکه منحرف دی
پر صراط المستقیم باندې روان دی
و «سائل» ته مې سلام او زېری یوسئ!
چې موندلی دې ولس ښایسته جانان دی
ها وطن چې له دهشته عبارت دی
دا زمری یې له هر ډاره په امان دی
د خیرنو ممبرونو او سټیجونو
مقابل کې د صفا کلام بیان دی
ذهن، زړه، ژبه، ځوانې او داسې نور یې
د خوبیو مجموعه ده، څه انسان دی!
لا حریف یې د طغیان او غرور نشته
د پنجاب د خدای پر ضد پورته افغان دی
یو اسلام او بل اټوم یې وسایل دي
له دې دواړو بې پروا د پاکستان دی
زمانه د خپل کردار په ادایي ده
زېږولی یې و موږ ته خان زمان دی
محمد یار(یار)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply