د ټرمپ پنځه تېروتنې چې له کبله يې بايد بښنه غوښتې وای

0 636

ژباړه: حمیدالله حمیدي

اینډېپېنډنټ ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تېروتنو ته اشاره کړې ده چې نوموړي یې باید له کبله بښنه غوښتې وای.
ټرمپ ډېر کله د خپلو خبرو پرمهال توندې، تېزې او بې مسوولیته څرګندونې کوي. ډېرو څرګندونو یې د سیمې د هېوادونو او ځینو یې بیا ان د ټولې نړۍ په کچه د خلکو توند غبرګونونه را پارولي دي.
دلته يې د پنځو لويو تېروتنو لنډه يادونه کوو:
لومړۍ- هایټي او افریقایي هېوادونو ته سپکاوی
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د کانګرېس له غړو سره په یوه ناسته کې هایټي او ځينې افریقایي هېوادونه له سپټيک څاه ګانو سره تشبيه کړل، په داسې حال کې چې ټرمپ پر خپلې دې خبرې منکر شو، خو ګڼو سناتورانو وویل چې ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال څو ځله دغه کلمه وکاروله. د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز هم د سناتورانو دغه څرګندونې رد نه کړې او ويې ویل چې ټرمپ په ښکاره ډول په دې ناسته کې له خپلو توندو خبرو انکار نه دی کړی.
هغه وخت، افریقايي اتحادیې د هایټي او افریقایي هېوادونو په اړه د ټرمپ توهینوونکې څرګندونې په کلکه وغندلې او دغه ډول کړنې یې د دودونو او منل شویو تګلارو خلاف وبللې، له دې اتحادیې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، د امریکا ولسمشر ته پکار نه ده چې دغه ډول کوچنۍ او پوچې خبرې وکړي. د افریقايي اتحادیې د ویندوی دفتر ویلي وو چې امریکا په ټوله نړۍ کې د هېوادونو یوه نمونه ده او باید داسې څرګندونې وکړي چې نور ترې تقلید وکړي، نه داسې چې د نړۍ پر وړاندې ځان کوچنی کړي. افریقایي هېواد بوتسوانا هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټرمپ څرګندونې غیر مسوولانه او نژاد پالونکې بللې وې. په خبر پاڼه کې راغلي وو، دوی حیران دي چې د امریکا ولسمشر ولې د هغو هېوادونو په اړه داسې پوچې څرګندونې کړې دي چې له کلونو راهيسې له امريکا سره ډېرې ښې اړيکې لري.
د افریقا ملي کنګرې هم د افریقایي هېوادونو په اړه د ټرمپ دا څرګندونې له توهین او تحقیر څخه ډکې بللې وې.
دويمه- امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ بندیز
ټرمپ د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال په ځلونو ویلي وو چې که بریالی شي امریکا ته به د مسلمانانو پر ورتګ بندیز ولګوي. په ولسمشریزو ټاکنو کې تر بریا وروسته ټرمپ خپله دغه خبره عملي کړه او امریکا ته یې د شپږو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګاوه. د ټرمپ پر دې پرېکړې ګڼو خلکو غبرګونونه وښودل او ويې ویل چې ټرمپ سیاست په تعصب ککړ کړ.
هغو قاضیانو چې ورته نظر یې درلود، د ټرمپ د دې پرېکړې مخالفت وکړ.
درېيمه- ښځو ته سپکاوی
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د منډو ترړو پرمهال یوه ویډیو خپره شوه چې د ټرمپ له خوا ښځو ته پکې توهین شوی و. ټرمپ په دې ویډیو کې ویلي وو، دا چې دی یو ستوری دی نو څنګه يې چې زړه غواړي له ښځو سره هغسې چلند کولی شي.
د ټرمپ دې خبرې هم په پراخه کچه غبرګونونه له ځان سره لرل. ټرمپ ښځو ته له توهین سره سره او له بښنې غوښتو پرته وتوانېد چې د ۲۰۱۶ کال ټاکنې وګټي. خو ټرمپ بیا موده وروسته خپلې خبرې یو ډول توجیه کړې او نیمه نیمګوره بښنه یې وغوښته.
څلورمه- د جېمز کومي ګوښه کول
ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په مې مياشت کې د اف بي ای مشر جېمز کومي ځکه له دندې ګوښه کړ چې د اف بي ای له لوري په کېدونکو هغو څېړنو کې یې مداخله کوله چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د رول د معلومولو لپاره پيل شوې وې.
ستر ستراتیژي جوړوونکي سټیو بېنن د ټرمپ له خوا د جېمز کومي ګوښه کېدل په ماډرن سیاسي تاریخ کې تر ټولو ستره تېروتنه وبلله. د جېمز کومي له ګوښه کولو وروسته خلک په دې فکر کې شول چې د ټرمپ په اوړو کې هرو مرو شګه شته چې د پټولو هڅه یې کوي. ځکه نه یې غوښتل چې په دې اړه عادلانه څېړنې وشي.
پنځمه- له پخواني قاضي «روی مور» ملاتړ
له دې سره سره چې د امریکا د عالي دېوان پخوانی قاضي «روی مور» پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ پر جنسي ځورونې تورن او د الاباما د سنا ټاکنو ته نوماند و، ټرمپ یې په کلکه ننګه وکړه. که څه هم چې له «مور» څخه وغوښتل شول چې استعفا ورکړي، خو ویې نه منله. که دغه جمهوري غوښتونکي په هغو ټاکنو کې ماتې هم وخوړه، خو ټرمپ يې په کلکه دفاع وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply