د ریاضي د آزموینې لپاره کوم ډول آماده ګي باید ونیول شي، چې په ښو نُمرو بریالي شئ؟ /سرور ستانکزی

0 903

بعضې زده کونکي د ریاضي د آزموینې لپاره یوازې د فورمولونو یادول کافي ګڼي، هو د ریاضي د فورمولونو یادول ضروري ده، مګر په حقیقت کې دا بسنه نکوي، د ریاضي تر ټولو ښه زده کړه د ډېرو تمرینونو حل کولو ته ویلی شو. لیکنه ډېره نه اوږدوم او اصلي موضوع ته راځم، د ریاضي د آزموینې د آمادګۍ لپاره څو توصیې لیکم.
اول. له آزموینې څخه مخکې د خپل یادښت ( نوټ ) کتابچه وګورئ، په صنف کې د استاد د سوالونو د حل ټول لیکل شوي یادښتونه ( نوټونه) تر نظر لاندې تیر کړئ، دا ځکه چې استاد همیش په صنف کې د ریاضي د درسونو د اړوند عنوان یا مهمو فارمولونو عمومي تشریح کوي، دا تاسو ته د درس عمومي لارې در زده کولو کې مرسته کولی شي.
دوهم. تاسو شاید د درسي دوران پر وخت کې د بعضو درسي عنوانونو د سوالونو په حل کولو کې ډېرې غلطۍ کړي وي، د اړوند درسونو د سوالونو په تمرینونو بیا کتنه وکړئ او د خپلې ضعف نقطې پیژندنه باید وکړئ، د خپلې د ضعف نقطې د حل لپاره پر همغه درس ډیر تمرین وکړئ.
دریم. مختلف خلک د یوې ستونزې د حل لپاره مختلف فکرونه لري، تاسو هم د خپل صنف بعضو نږدې ملګرو سره درسي ګروپ جوړ کړئ، تاسو چې په کومو درسونو کې ډېره ستونزه لرئ، همغه ستونزې له خپلو ملګرو سره شریکې او تشریح کړئ. دا دوه ګټې لري؛ خپل ملګري ته د درس تشریح ستاسو تجربه یا پر همغه اړوند درس ډاډ لا ډیرولی شي او تر څنګ یې حقیقت کې د یو او بل مرسته هم تمامیدلی شي.
څلورم. د پوره آمادګي څخه وروسته هڅه وکړئ چې د خپل صنف نږدې ملګري څخه آزموینه واخلئ، معنیٰ دا چې ته خپل ملګري ته او هغه دې تاته د یوې حقیقي آزموینې په ډول سوالونه برابر او حل ځنې وروسته د یو او بل ځوابونه وګورئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply