نن د فبرؤري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده

0 1,070

د ۱۹مې پېړۍ پۀ وروستیو کلونو کې د یوۀ روسي فزیکپوه لخوا راډیو ته ورته یوه اله رامنځ شوه، چې صوتي غږ به یې پۀ الکترونیکي ږغ بدلاوۀ .

دغه نوې اختراع شوې الې پۀ لومړيو کې د ۶۴ مترو پۀ واټن کار کاۀ ، خو وروسته د نورو زیاتو پرمختګونو پۀ ډېرېدو سره، ايټالوي عالم Guglielmo Marconi مارکوني پۀ 18955زېږدیز کال کې دفرېکونسیو پۀ مشخص کؤلو راډیو جوړه کړه، چې د ۱۹۹مې پېړۍ تر پایه خلکو یوه معجزه بلله.

راډیو د تلویزون، چاپي خپرؤنو او انټرنیټ پۀ پرتله زیات مخاطبین لري، د لېرو پرتو سیمو خلک د بریښنا، جغرافيې او امنیتي ستونزو لۀ کبله، د تلویزیون پر ځای پر لنډو او منځنیو څپو، د راډیو د لارې اطلاعات او معلومات تر لاسه کوي.

پۀ افغانستان کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې، د معلوماتو پر بنسټ، دغۀ هیواد کې ۶۳% سلنه خلک راډیو اوري .
۹۰کاله مخکې د امان الله خان د پاچاهۍ پۀ پېر کې د المان هیواد پۀ مالي او تخنیکي مرسته ۱۳۰۴۴ لمریزکال کابل راډیو خپرؤنې پیل کړې خو د دغه پرمختیاپال واکمن پۀ پرځېدلو سره راډیو غلې شوه. د ۱۳۲۰ل د وري(حمل) میاشت کې یې دویم ځل خپرونې پیل کړې، چې لا هم روانې دي.

هغه وخت پۀ افغانستان کې یوازینۍ راډیو (کابل راډیو) وه، چې اورېدل کېده، خو وروسته یې نوم د افغانستان ملي راډیو شو.

“کوتۀ لندني” چې اول ځل د کابل راډیو غږ ترې خپور شو، ښکلې وداني وه، چې د انګریزي سبک سره پۀ پخواني کابل ښار کې د “شېر دروازه” غرۀ پۀ لمن کې جوړه شوې وه، خو اوس یې هیڅ نښه نشته.

پۀ افغانستان کې پۀ ۱۳۲۹ل کې د لومړي ځل لپاره لۀ ملي راډیو د (پروین) پۀ بدل یا مستعار نوم، چې اصلي نوم یې خدیجه و، ښځینه غږ خپور شو.
د راډیو لۀ جادویي بکس راوتونکی اواز ډېری افغانان حیران کړل. د افغانستان په دودیزه ټولنه کې لۀ راډیو ښځینه غږ اورېدل تر انقلاب کؤلو کمه خبره نه وه.
اوسمهال افغانستان 260 راډیوګانې او 70 تلویزیونونه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply