مونږه افغانان يو/حامد الوتاند

0 810

دا وطن زمونږه مونږ د دې خاورې بچيان يو
مونږه افغانان يو ،مونږه افغانان يو
جګې مو شملې دي مونږ ساتوونکې ېي عسکر يو
لر يو که په بر يو
ټول يو اتلان که پښتانه که بلوڅان يو
مونږه افغانان يو، مونږه افغانان يو

دلته هزاره ، تاجک ،ازبک نورستاني اوسي
د نړۍ زمري اوسي، دنړۍ زمري اوسي
هېڅ توپير مو نشته که قرغز که ترکمنان يو

مونږه افغانان يو، مونږه افغانان يو

ټول مجاهدين شعار مو الله اکبر دی
قران مو رهبر دی، قران مو رهبر دی
دا مو دی ټاټوبۍ که هندوان او که سکان يو

مونږه افغانان يو، مونږه افغانان يو

تور او سور زرغون مو دی بيرغ ملي نشان لرو
غرونو کې بازان لرو، غرونو کې بازان لرو
هڅک د وي دايم د وي مونږ پرې مينان يو

مونږه افغانان يو، مونږه افغانان يو

پت مو دی عزت مو دی دا ملي وحدت مو دی
دا ملي وحدت مو دی ، دا ملي وحدت مو دی
دا زمونږه شمعه مونږ ېي واړه پتنګان يو

مونږه افغانان يو ، مونږه افغانان يو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply