په اقتصادي ډګر کې د بانکونو اغېزه /حميد الله فيضي

0 678

په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د خصوصي بانکونو په ډېرېدا ورځ تر بلې د سوداګریزې راکړې او ورکړې په موخه د پیسو لېږد را لېږد د بانکونو په وسیله کېږي چې ډېری خلک په ډاډمن چاپېریال کې د پیسو لېږدوي او بانکونه توانېدلي چې ګڼ اقتصادي فعالیتونه په خپلو چارو کې راونغاړي.
په افغانستان کې د بانکونو تاریخي مخینه ۱۳۱۵۵مو کلونو ته ورګرځي چې دنده یې د پیسو خپرول، د دولت اقتصادي فعالیتونه او د افغانستان د کارمندانو حقوق رسول وو. په لومړي سر کې د ملي بانک په نوم یوه بانک پورتنۍ چارې تر سره کولې او د دې بانک تر جوړېدو درې کاله وروسته بیا د افغانستان بانک یانې مرکزي بانک جوړ شو.

تر ۱۳۳۲ هجري لمریز کال وروسته بیا د بانکونو د جوړېدا له‌پاره زمینې برابرې شوې او خلک پوه شول چې بانک د پیسو د ساتلو تر څنګ پور ورکولو او د اقتصادي څرخ د ګرځېدا له‌پاره هم کار کوي چې په دې ټولګه کې د پور ورکولو، تعمیراتي او د صادراتو د پراختیا بانکونه را منځ ته شول.
د افغانستان بانک هڅه کوي چې د خپلو اصلي دندو تر څنګ چې د یوه ټینګ، عصري او سالم مالي سیسټم، د سیالۍ تامینول او د اقتصادي ودې اسانتیا او د یوه خوندي او اغېزناک مالي سیسټم جوړول رانغاړي.
ټول بانکونه وهڅوئ چې په افغانستان کې د اقتصادي ټینګښت او پیاوړتیا له‌پاره د پیسو د لېږد را لېږد او همدا ډول د پانګونې، صادراتو او وارداتو په موخه خپلې کړنې ګړندۍ او د یوه سالم او ثبات لرونکي اقتصادي سیسټم د را منځ ته کېدا په موخه خپلې چارې جاري وساتي.
په اقتصادي ډګر کې بانکونه درې مهمې دندې تر سره کوي؛

د پیسو لېږد را لېږد
په لومړیو کې صرافانو او حواله‌دارانو اوس بیا بانکونه پیسو لېږدوي را لېږدوي چې د سوداګريزو راکړو ورکړو له‌پاره یې اسانتیاوې را منځ ته کړې، مخکې تر دې د پیسو نغدي لېږدول له یوې سیمې بلې ته وخت هم ضایع کاوه او بل ډاډمن هم نه و، اوس مهال له نېکه‌مرغه د بانکونو په وسیله له ډاډمنتیا سره یو ځای لېږدول کېږي.

مالي حسابونه د جوړښت نوښتونه
د بېلابېلو مالي حسابونو د جوړښت پر بنسټ بانکونه بېلا بېل بانکي خدمتونه وړاندې کوي او تر ټولو مهم دا چې د بېلا بېلو پیسو لکه له کاغذي، فلزي، الکټرونیکي او اعتباري پیسو ګټه اخیستنه چې د سوداګري پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي دي.

له ټيکنالوژي ګټه اخیستنه
اوس اوس بانکونه له پرمختللې ټيکنالوژي، د اړتیا وړ وسیلو او پراخه شبکو چې کمپیوټري وړتیاوې لري ګټه پورته کوي، دوی هڅه کوي چې د حقیقي او حقوقي وګړيو پولي امانتونه په ښه توګه وساتي او په ډېر لږ لګښت یې په ډاډمنه توګه او کم وخت کې ولېږدوي. همدا څیزونه د دې لامل شوي چې په پرمختللې نړۍ کې نوي سلنه راکړه ورکړه له بانکي خدمتونو په ګټې اخیستو وشي.

په افغانستان کې د دريو لسیزو د جګړو په لړ کې د بانکونو او اقتصادي راکړې ورکړې په اړه باور ډېر زیانېدلی او د دې اعتماد د بیا غوړېدا په موخه باید بانکونه خپلې هلې ځلې وکړي او د خلکو له‌پاره د پور ورکونې او اخیستنې په اړه سهولتونه را منځ ته کړي. اوس مهال د خصوصي بانکونو د فعالیت ساحه دومره پراخه نه ده هغومره چې اړتیا شته او د هېواد ګوټ ګوټ ته باید خپل فعالیتونه وغځوي. بانکونه باید هڅه وکړي چې خپل د کړنو ساحه پراخه کړي او خلکو ته داسې مفکورې وړاندې کړي چې خپلې سپما شوې پیسې په کورونو کې د ښخولو پر ځای په بانکونو کې سپما کړي.

بانکونه د سوداګرو د کړنو او یا سوداګرۍ فعالیتونو د پراختیا لپاره پور ورکوي، څو سوداګر تولیداتو او یا هم د فابریکو د جوړولو لپاره خپلې چارې جاري وساتي. خصوصي بانکونه باید خپل فعالیتونه او کړنې په داسې ډول ترسره کړي چې د خلکو قناعت او باور ترلاسه کړي او پیسې په ډیر خوندیتوب او پرته له کوم خنډ څخه د لیږد او رالیږد پروسه بشپړه کړي.
د افغانستان مرکزي بانک له نړیوال بین المللي سیسټم سره وصل دی چې په وړتیا او کم وخت سره د نړۍ له ټولو بانکونو سره اړیکې ټینګولای شي، د دې سیسټم د پراختیا له‌پاره باید د افغانستان دننه هم خصوصي بانکونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې فعالیت وکړي چې د هېواد ټول وګړي له بانکي اسانتیاوو برخمن شي.
که څه هم خصوصي بانکونه د پیسو د لیږد په پروسه کې د خلکو باور او اعتماد ترلاسه کړی، خو دا پروسه لاهم کار ته اړتیا لري او بانکونه باید وکولای شي د نویو مدیریتي سیستمونو په پلي کیدا سره مالي سیستم پیاوړی، غښتلی او کړندی کړي.

اوس مهال په هېواد کې د دولتي بانکونو په ګډون ۱۵ بانکونه فعالیت کوي چې د پیسو د لیږد او رالیږد په موخه یې خلکو لپاره لارې چارې هوارې کړي دي. بانک یوازې په دې موخه نه جوړیږي چې لویو پانګه اچونو لپاره اقتصادي فعالیت لارې چارې هوارې کړي، بانکونه باید د وړو پانګه اچوونکو آن په کلیو او بانډو کې د چرګانو د فارمونو د جوړولو او کرنیزو فعالیتونو د پراختیا له‌پاره باید سیمه‌یزو اقتصادي فعالیتونو په موخه لارې چارې برابرې کړي.
په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د پولي معقولو او مناسبو سیاستونو په نیولو سره د افغانستان بانکونه له نړیوال تور لېسټه بهر کړل، خو بیا هم ځینو امنیتي ننګونو د هېواد د بانکداري سیسټم د پراختیا مخه نیولې او ځینې بانکونه نه‌شي کولای د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې فعالیت وکړي.

په هېواد کې سوداګري او پانګونه د کار او سولې په را منځ ته کېدا نېغ په نېغه اغېز لري؛ نو د دې له‌پاره باید د سوداګري او پانګونې پراختیا په موخه بېلابېلې لارې چارې ولټول شي. د هېواد په اقتصادي ودې، پانګونې فعالیتونو په ګړندیتوب او د اقتصادي څرخ په ګردښت کې بانکونه مهم رول لوبوي.
د بانکداري د صنعت او په نړۍ کې د مالي خدمتونو په پراختیا سره بانکدارۍ په اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې د پام وړ وده کړې ده او د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې په ټوله نړۍ کې ۱۴۱ اسلامي بانکونو فعالیت کاوه چې ۵۷ اسلامي بانکونه په ختیزه اسیا کې موقعیت لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply