د کابل دسولي دويمه غونډه/حاجي ولي محمد

0 819

د کابل دسولي دويمه غونډه ۲۸ فروري ۲۰۱۸ ؛-

په کابل کښي د افغانستان د سولي په اړوند نړيواله غونډه ،د ۲۵ هيوادونو د استازو برخه ،غونډي ته به افغان حکومت د سولي طرحه وړاندي او بيل برخوال به وړانديزونه وکړي ۔ د افغانستان د غميزي د خلاسون درې پړاونه دي – کورنئ ، سيمئيز او نړيوال حکومت او حکومت پلوي جهادي ګوندونه بايد د سولي په اړه ګډ پلان ولري او هم د باندنيو ملاتړو له تائيد او ملاتړه برخمن وي ۔ د دويم پړاو په ترڅ کښي دي د ګاونډيو هيوادونو سره پر تاريخي لانجو اوسمهال تيږه کښيښوو سي او پر لنډ مهاله ستونزودي ګډ کميسيون جوړ سي چي دې ستونزو ته د آواري لاري چاري ومومي ددريم پړاو په اړه بايد ووايم چي د تيرو څلورو لسيزو په بهير کښي زبر ځواکونو افغانستان د سياليو په ډګر بدل کړئ دئ ، نړيواله ټولنه د سولي په راوستلو او د افغانستان په بيا ودانولو کښي د افغانانو پوروړې ده ۔ د نړيوا لوځواکونو پر قانوني شتون او په مستقبل کښي د باندنيو لاسوهنو د مخنيوي په اړوند بايد د افغانانو تر منځ ګډ نظر وجود ولري ، د غسي نظر چي د افغانستان د ملي ګټو سره سمون ولري په جګړو او زور هيڅ لوري هم په څه کم نيمه پيړۍ کښي امنيت نه را ووست ،بايد ټول لوري پخپل دريځ او تګلاره کښي بدلون راولي ۔ د سوق الجيشي ارزښت او ليوالتيا پر ځای دي د سيمي اقتصادي ارزښت ته لومړيتوب او ارزښت په پام کښي ونيول سي ۔ حاجي ولي محمد (ګلستان) ۲۸ فروري ۲۰۱۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply